د درسونو په خاطر په لمانځه کې د ځنډ راوستلو حکم

آیا د یو علمي لیکچر (وینا) او یا هم د پوهنتون په مسجد کې د لوړو آوازونو د موجودیت له کبله په فرضي لمانځه کې ځنډ راوستل څه حکم لري؟

د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې غواړو څو مهمو او بنسټیزو اصولو ته ستاسې پام راواړوو:
که چیر ی یو زده کوونکی داسی وي چې په علمي کانفرانسونو کې د ګډون په حالت کې وي او یا لکه په پوهنتون کې یوه علمي وینا وړاندی کوي؛ نو په دې صورت کې به خپله وینا نیمګړی پرېږدي او د
لمانځه لپاره به د مسجد په لوري ځي او په جماعت سره به د نورو مسلمانانو په څېر لمونځ تر سره کوي.

أما که چېری په داسې یو ځای کې وی چې هلته د دوي سره په څېرمه یا نژدې شاوخوا هیڅ مسجد شتون ونلري؛ نو بیا په دې صورت کې دې خپلې علمي وینا او یا کنفرانس ته ادامه ورکړي او بیا دې ټول وروسته په خپلو ځایونو کې لمونځ تر سره کړي، لکه مخکې چې مو وویل، داسې یو ځای وي چې هلته په نژدې ساحه کې کوم مسجد شتون ونلري، یا په یوې دښتې او صحراء کې دوي وجود ولري او یا ټول مسافر وي؛ نو په دې پورته ټولو حالاتو کې د لمانځه وروسته آداء کولو کې هیڅ ملامتي پر دوي نشته؛ نو هر کله چې دوي فارغ شول سمدلاسه دې خپل لمونځ تر سره کړي او له خپل معین وخت څخه دې نه ځنډوي، بلکه غوره به دا وي چې پخپل وخت ېې تر سره کړي.

خو یوه بله مهمه خبره هم ذکر کول غواړو او هغه داچې:
که چېری داسې وي چې د دوي د کاتفرانس ځای د مسجد تر څنګ وي او یا په کلي او ښار کې وي؛ نو په دې صورت کې بیا هیڅکله هم دوي ته دا روا نه دي چې خپل لمونځ د علمي وینا او یا کانفرانس او یا بل څه لپاره خپل لمونځ وځنډوي، بلکه واجب پرې دادي چې تر څو داسې یو څه اختیار کړي کوم چې له دوي سره د لمانځه په تر سره کولو کې مرسته کوي او دلمانځه په څېر په یو عبادت کې دوي ته له تساهل( سستۍ) څخه کار اخستل نه ښايي، ځکه په دې کار سره دوي په ګناه کې واقع کیږي.

لنډه دا چې په یو علمي کانفرانس کې ګډون او یا د پوهنتون په ساحه کې د لوړو آوازونو شتون هیڅکله هم کوم شرعي عذر شمارل کېدلی نشي تر څو له کبله ېې لمونځ د خپل ټاکلي وخت څخه شاته وغورځوي.

your ads

دا پوښتنه په اصل کې زمونږ د المُلتقی الفقهي د وېب پاڼې د فيس بوک د مینه والو څخه یوې خور له مونږ څخه پوښتلی وه او مونږ په یو مناسب تفصیل سره د هغې د پوښتنې ځواب له تاسو قدرمنو لوستونکو سره شریک کړ.

لیکنه:فضل الله ممتاز

ژباړه: محمدخالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب