د درواغو ورځ (اپریل فول)

د یو ويشتمې پېړې په پيل کې د لويدیځې نړۍ سياسي او فکري تسلط دومره لوړ شو چې کم علمه مسلمانان د لويدیځې نړۍ نه دومره متاثره شول ، چې په دې عقېده شول چې د لويدیځ د تقليد څخه پرمختګ ناممکن دی ، له همدې لامله دوی په هر کار کې د لويدیځ ړوند تقليد لازم او ملزوم وګڼلو.

ددې ړندو تقليدونو په لړ کې يو هم ، د اپرېل فول ډی یا د اپریل په اوله نېټه د يو نفر کمعقل کول دي ، یعنې بل مسلمان ته په ټوکو کې لوی دروغ ويل چې زياتره وخت د ډېرو انسانانو د ارزښتمن ژوند د له منځه تلو سبب ګرځي. چې ددې مرګ اندازه بیا د دوه یم اپریل ورځې له خبرونو او رسنيو څخه څرګندېږي چې دې کار څومره انسانان له منځه یوړل او یا يې له یوې سترې ستونزې سره مخ کړل .

مګر کم علمه مسلمانانو هېڅکله دا فکر نه دی کړی چې لويدیځه نړۍ دا ورځ د کومې پېښې په یاد لمانځي ؟ مګر مسلمانان باید په دې پوه شي چې دا ډېر خطرناک تاريخ لري ، هغه داسې چې کله عیسويانو هسپانیه له مسلمانانو څخه دوه یم ځل ونيوله نو د مسلمانانو له وينو يې ويالې وبهولې ، د عيسويانو پادشاه فردیناند اعلان وکړ چې په هسپانيه کې د مسلمانانو ژوند له خطر سره مخ دی او دوی بايد يو بل اسلامي هېواد ته هجرت وکړي ، له همدې لامله يې ټول مسلمانان په يوه لويه کشتۍ کې سپاره کړل ، او يو زيات شمېر مسلمانانو چې د صليب د خدمتګارانو له ظلم څخه تر پوزې رسيدلي ول ، په دې کشتۍ کې سپاره شول ، کله چې د بحر منځ ته ورسېدل نو د فرديناند عسکرو د باروتو په واسطه کشتۍ سورۍ کړه او خپله عسکر په هغو وړو کشتيو کې سپاره شول چې له ځانه سره يې راوستلې وې ، له مسلمانانو څخه ډکه کشتۍ چې د فرديناند عسکرو په باروتو سورۍ کړې وه له اوبو څخه ډکه او ډوبه شوه او په دې ډول په زرګونو مسلمانان یې له منځه یوړل.

دا ورځ چې د زرګونو مسلمانانو په شهادت او له منځه تللو تمامه شوه د اپريل اوله ورځ وه او عيسوي عسکرو او عيسوي نړۍ له همغې ورځې دا ورځ د کمعقل کولو يا فول ډی په نوم ونوموله یعنې دوی مسلمانان کمعقل کړل او هغوی سره يې دوکه او چل وکو.دا د اپريل فول يا اپريل کمعقل کولو حقيقت دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی (من تشبه بقوم فهو منهم) یعنې څوک چې له کوم قوم سره ځان جوړوي هغه د هماغه قوم له جملې څخه دی.

your ads

له همدې لامله څوک چې ځان ته مسلمان وايي او ځان د پېغمبر صلی الله عليه وسلم امتي ګڼی نو که ددې پېښي تاريخ پس منظر ته و هم نه ګوري نو دې حديث ته دې وګوري او د رسول الله صلی علیه وسلم په حديث دې عمل وکړي .

او که عمل پرې ونه کړي نو هغه څوک چې د اپريل فول ورځ لمانځي او يا په دروغو نورو مسلمانو ته دوکه ورکوي او چل ورسره کوي نو د قيامت په ورځ به ديهودو او نصاراو په صف کې را پاڅي ځکه چې د هغه سره ځان مشابه کوي او د هغه تقليد کوي .

نو ټولو مسلمانانو باید له دې بد کار څخه په کلکه ځانونه وساتي تر څو د قيامت په ورځ سره ددې چې کلمه به يې هم ويلي وي ، لمونځ به يې هم کړي مګر د یهودو او نصاراو سره به په یو صف کې را پاڅي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب