د دريو کلونو زکات څنګه ادا کيږي ؟

لمړی: کچیری یو کس د تیرو دوه یا ۳ کلو راهیسی د سرمایی مالک پاتی شوی وی او د دغی سرمایی زکات یی نه وی ادا کړی او دا هم نه وی ورته معلومه چه په کومه حصه باندی پوره کال تیر شوی او په کومه حصه باندی پوره کال نه دی تیر شوی یعنی پدی معنی چه مخکی د کال له پوره کیدو مصرف شوی وی نو نومړی کس ته څه کول پکاردی چی غاړه یی د الله (ج) په وړاندی خلاصه شی.
دوهم: ایا په هغه موټر باندی هم زکات شته کوم چی د خپل کور د شخصی استفادی لپاره کارول کیژی. او بل داچی کچیر یو نفر داسی ځمکه ولری چی د دوهم کور جوړولو لپاره یی اخیستی وی خو کور پکی نوی جوړشوی او په هغه باندی کال تیرشی نو پدی باندی هم زکات شته او که نه؟

ډیره زیاته مننه
محمد اسماعیل صمیم له کابل نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که څوک د زکات په نصاب پوه نه وي يا کومه بله وجه وي  وروسته الله تعالی ته رجوع وکړي ، الله تعالی  د ده توبه په خپل در کې قبلوي :«وهو الذي يقبل التوبة عن عباده ويعفو عن السيئات » الشورى / 25  ( هغه خو هغه ذات دی چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او ګناهونه يې عفوه کوي ) ، مګر د زکات په مال کې چې کوم د فقراء او مساکينو حق پاتې دی هغه به ادا کوي .

هغه سرمايه چې دوراني وي يعنې ثابته نه وي پخپل غالب ګمان به د خپل وس مطابق حسابيږي چې  د کال په پوره کيدو سره څومره سرمايه موجوده وه . (” أسئلة الباب المفتوح ” ( س 494 ، لقاء 12 – حرمين شريفين – مکة المکرمه) .

تاسې به هم پخپل غالب ګمال د لومړي ، دوهم او دريم کال سرمايه حساب کړی مثلاً د لومړي کال ۲۵۰۰۰۰ افغانۍ د دوهم کال ۲۲۰۰۰۰ افغانې او د دريم کال ۳۵۰۰۰۰ افغانۍ حساب شوې چې ټولې ۸۲۰۰۰۰ افغانۍ کيږی د ۸۲۰۰۰۰ افغانيو د زکات اندازه مساوي کيږی په ۸۲۰۰۰۰۰/۴۰  = ۲۰۵۰۰ شل زره او پنځه سوه افغانۍ به د زکات په مستحقينو وویشﺉ .

20500 = 820000/40 = 220000+250000+350000

د زکات د ورکړی حصه څلويشتمه برخه يا دوه نيم فصده ده .

دوهم : د کورنۍ استفادې د پاره اخیستل شوی موټر باندې زکات نشته نور تفصيل دلته وګورﺉ

همدارنګه په اضافی کور باندې هم زکات نشته البته په کرايه کچيرې نصاب ته ورسيږی زکات شته .

آن لاين اسلامې لارښود – کابل افغانستان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب