د دریو ملګرو د سفر ریښتوني کيسه!

حضرت عبدالله بن عمر بن الخطاب رضي الله عنهما فرمایي چې ما د پیغمبر علیه الصلوة والسلام څخه اورېدلي چې په مخکې امت کې درې (۳) کسان په یو سفر باندې روان وؤ چې د سفر په محال یې شپه په یوې سوړې کې راغله او درې واړه په غره کې سوړې ته ورننوتل سوړې ته ننوتو سره د غره څخه یوه غټه ډبره راولوېده او د هغې سوړې خوله یې وربنده کړه…ټولو ویل چې د دغې ډبرې نه د خلاصون یوه لاره ده .. هغه دا چې مونږ ټول د الله تعالٰی په درګاه کې د خپلو نیکو اعمالو  وسیله وړاندې کړو او دعاوې وکړو..

نو د دغو دریو ملګرو څخه یوه کس داسې دعاء شروع کړه چې:

یا الله! زما زاړۀ مور، پلار وؤ ..ما به خپلو بچیانو نه مخکې په هغوی شیدې څښلې ..یوه ورځ د ونو بوټو په لټون زه لرې لاړم هر کله چې ماښام کور ته واپس شوم مور، پلار مې ویده وؤ ما د شپې شیدې ولیشلې او مور،  پلار ته مې وړاندې کړې خو هغوی په خواږه خوب ویده وؤ، زړه مې ونه غوشتل چې راویښ یې کړم او دا هم راته مناسب ښکاره نشول چې بچیان دې له دوی مخکې شیدې وڅښي نو دغه د شودو پیاله مې په لاسو کې وه او انتظار وم چې کله به راويښیږي، په دې حال کې شپه سبا شوه او بچیان راته پښو کې روغړېدل .. هر کله مې چې والدین رابېداره شول، شیدې مې پرې نوش کړې.

یا ربه! که دغه کار مې فقط ستا رضا لپاره کړی وي له دغه مصیبت مو وساتې ـ په دغې دعاء سره ډبـــره لږ شان  لرې  شوه خو بیا هم د سوړې نه وتل مشکل وؤ

نو هغه دوهم ملګري یې داسې دعاء شروع کړه:

your ads

یا الله! زما د تره لور وه چې پر ما بېحده ګرانه وه، تردې مې هم زیاته مینه ورسره لرله لکه خاوند يې چې خپلې مېرمنې سره لري، یو ورځ مې د بدکارۍ غوښتنه ترې وکړه خو هغې رد کړه …تر دې دمه هغه په قحط کې مبتلا شوه او اقتصادي حالت یې ضعیف شو نو ماته راغله او ما یو سل شل (۱۲۰) دیناره په دې شرط ورکړل چې زما خواهشات به پوره کوي.. نو راسره راضي شوه او راته تسلیم شوه او زه ورته د دواړو پښو ترمنځ (جماع لپاره) کیناستم نو هغې انجلۍ راته په عاجزۍ وويل چې له خدای وبېرېږه په جایزه طریقه مې د بکارت پرده زایله کړۀ.

نو زه هغې څخه لرې شوم او بدکارۍ مې ورسره ونکړه حال دا چې پر ما ډېره ګرانه وه ..او کومه سونا چې مې ورکړي وه هغه مې هم ور وبښله

نو ای ربه! که دغه کار مې فقط ستا د رضا په خاطر پرېښی وي، دغه مصیبت رانه لرې کړه په کوم کې چې مبتلا یو .. نو ډبره لږه نوره هم لرې شوه خو بیا هم له سوړې څخه وتل مشکل وؤ.

نو هغه دریم ملګري دعا شروع کړه چې:

یا الله! ما یوڅو مزدوران په اجرت باندې ساتلي وؤ د یو مزدور پرته مې د ټولو حق ادا کړی وو، هغه یو مزدور مزدوري پریښي وه او تللی وؤ نو ما د هغه اجرت اضافه کړو چې هغه مال  ډیـــــر زیات شو.

څه موده پس هغه مزدور پخپل اجرت پسې راغی او د خپل حق غوښتنه یې وکړه نو ما ورته ویل چې دغه اوښان، بزې،  غوایان او غلامان ټول ستا دي هغه اجرت دی ..هغۀ راته ویل ټوکې مه کوه مال ټوکې نه کوم نو هغه ټول اوښان او غوایان یې بوتلل.

یا الله! که مې دغه عمل فقط ستا د رضا لپاره کړی وي دغه ډبره لرې کړه او دغه مصیبت څخه نجات راکړه.

دعا سره تیګه په بشپړه توګه له غاره لرې شوه او درې واړه په خوشحالی له غاره را اووتل او مخکې سفر یې شروع کړ….

د حدیث ګټې: –

۱ ـ معلومه شوه چې په تکلیفونو او مشکلاتو کې له الله تعالٰی څخه دعاء غوښتل پکار دي، لکه څنګه چې د رب حکم ده ﴿ وَقَالَ رَبُّکُمُ ادْعُوْنِيْ اَسْتَجِبْ لَکُمْ ﴾.

۲ ـ د نیکو اعمالو وسیله وړاندې کولو جواز معلوم شو.

۳ ـ د مشکلاتو څخه نجات لپاره د تقوٰی فضیلت معلوم شو.

۴ ـ له دغه حدیث څخه د مور، پلار د خدمت فضیلت او مور پلار  ته په نورو باندې ترجیح ورکول معلوم شو.

۵ ـ د پاکدامنۍ او غیر محرمو ښځو څخه لرې والي فضیلت معلوم شو.

۶ ـ د عقدِ اجارې جواز معلوم شو.

وَمِنِ اللهِ تَوْفِیْق

ليکنه: عقابي جانان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب