د دعاء ارزښت د قرآن کريم په رڼا کې

د دُعاء په اسلام کي ډېرلوی شان دی اولوړه مرتبه لري ځکه دُعاء له مهموعباداتوڅخه ده اوالله تعالی ته دقربت اونږدېکت فائده منه اومؤثره لارده، له دې امله ډېرنصوص په قرآن کريم اواحاديث نبويه کي راغلي دي چي هغه په څرګنده ددُعاء دفضيلت اواهميت ښکارندوی دي اومسلمان دېته هڅوي چي هغه بايدپه دې مهم اولوی عبادت کي ډېري هڅي وکړي .

په دغونصوصوکي ددُعاء فضائل په مختلفوډولونوسره بيان شوي دي: په ځينوکي يې په دُعاء کولوباندي امراوهڅونه شوې،په ځينوکي يې ددُعاء له پرېښودلوڅخه منع شوې،په ځينوکي يې ددُعاء دکولوفضائل ذکرشوي،په ځينوکي يې دهغومؤمنانوستاينه شوې څوک چي دُعاګاني کوي اوددوی لپاره اجرونه اوثوابونه ذکرشوي اوپه ځينوکي يې دهغه چامذمت اوبدي بيان شوې چي دُعاوي نه کوي اوداسي نور…

ددُعاء په هکله بله يوه نکته په قرآن کريم کي داهم ده چي الله تعالی خپل مقدس کتاب په دُعاء سره پيل کړی اوپه دُعاء سره يې ختم کړی دی .

هغه داسي چي الحمدُلله سورت دقرآن کريم دپيل سورت دی،په دې کي دُعاء شته،له الله تعالی څخه په دې سورت کي انسان خپل لوی اومهم مقاصدغواړي چي هغه دسمي لاري هدايت،پرعبادت باندي مرسته اوکومک غوښتل دي .

سورةُ الناس چي دقرآن کريم روستنی سورت دی،هغه هم په دُعاءباندي مشتمل دی،هغه داسي چي په دې سورت کي بنده له الله تعالی څخه داسوال کوي چي دوسوسي اچوونکي له شره مي وساته،که هغه انسان وي که پېری .

نوپه دې کي هيڅ شک نه پاته کيږي چي کله د قرآن کريم افتتاح اواختتام دواړه په دُعاء سره شوي دي نودادليل دی چي دُعاء دعبادت روح اومغزده .

بل داچي الله تعالی په ګڼوآياتونوکي دعاء ته عبادت ويلي چي دايوعبادت دی.

له دې څخه هم ددُعاء فضيلت اوارزښت معلوميږي .

بل داچي مخلوق ټول الله جل جلاله ته محتاج دی اوالله تعالی له مخلوقه غني اوبې پرواه دی ځکه دالله سره هرڅه شته،دهيڅ شي کمی ورسره نشته اوموږته يې امرکړی چي بايدله الله جل جلاله څخه سوالونه اودُعاګاني وغواړو

الله جل جلاله فرمايې:اُدعُوارَبَکُم تَضَرُعًاوَخُفيَةً انَه لَايُحٍبُ المُعتَدٍينَ(الاعراف :55)

(خپل رب وبلئ،په زاريواوپه پټه،دايقيني ده چي هغه له حده تېري کونکي نه خوښوي)

وَقَالَ رَبُکُمُ ادعُوني اَستَجب لَکُم (الزمر)

له ماڅخه دعاءغواړئ،زه به ستاسودعاوي قبولي کړم.

وَاذَاسَئَلَکَ عبَادي عَني فَاني قَريبٌ

اُجيبُ دَعوَة َالدَاع اذَادَعَانٍ فَليَستَجيبُوالٍي وَليُؤمنُوابٍي لَعَلَهُم يَرشُدُونَ(البقرة:186)

{ اواې پيغمبره!زمابندګان که له تانه زماپه باب پوښتنه وکړي،نوهغوته ووايه چي زه ورته ډېرنږدې يم،بلونکی چي کله ماوبلي،زه دهغه بلنه اورم او ځواب ورکوم،نوهغوته ښايې چي زمابلني ته لبيک ووايي اوپرماباندي ايمانونه راوړي،ته داخبره هغوته واوروه،کېدی شي چي هغوی سمه لاره ومومي}

په بل ځای کي فرمايې:وَلَاتُفسدُوافي الاَرض بَعدَاصلَاحهَاوَادعُوهُ خَوفًاوطَمَعاً انّ رَحمَتَ الله قَريبٌ منَ المُحسنين (الاعراف56)

{په زمکي کي فسادمه راولئ،وروسته له هغه چي په هغې کي اصلاحات راغلي دي،اوهمغه الله دوېري اواميدسره وبولئ،په يقيني توګه دالله رحمت نېکانوته نږدې دی}

په بل ځای کي فرمايي :فَادعُوااللهَ مُخلصين له ُ الدٍينَ وَلَوکَرهَ الکَافرُونَ(غافر:14)

{نواې رجوع کوونکو:همغه الله وبولئ،دهغه لپاره دخپل دين په خالص کولوسره،اګرکه ستاسوداکاردکافرانوهرڅومره بدي شي}

دغه ټول آياتونه موږته ددُعاء اهميت اوغوره والی بيانوي.

الله تعالی خپلوبندګانوته په قرآن کريم کي خبرداری ورکړی چي الله تعالی تاسوته نږدې دی،ستاسودُعاء اوري اوستاسودُعاوي قبلوي .

له دې امله کله چي دانسان تعلق دالله تعالی سره زيات شي اودالله تعالی معرفت ورته ډېرحاصل شي نودومره يې دعاګاني ډېريږي اوالله تعالی ته يې عاجزي اوتوجه زياتيږي له دې امله (په ټول مخلوق کي الله تعالی ته ډېرنږدې)پيغمبران عليهم الصلاةُ والسلام داسي ووچي دالله تعالی څخه به يې په هرحالت کي دُعاګاني غوښتې لکه څنګه چي په قرآن کريم کي ددوی داښائسته صفت په مختلفومقاماتوکي ذکرشوی اوددوی ګڼ شمېردُعاګاني هم ذکرشوې دي .

الله جل جلاله دايوب عليه السلام په هکله فرمايې:وايوب اذنادی ربه .

يعني ايوب عليه السلام دمصيبت په وخت کي له الله جل جلاله څخه دعااومرسته وغوښته .

نوالله پاک يې دعاء قبوله کړه.

دارنګه دټولوپيغمبرانوالله تعالی داسي صفت بيان کړی چي هغوی به له الله جل جلاله څخه دعاګاني غوښتلې:(

کَانُوايَدعُونَنَارَغَبًاوَرَهَبًاوَکَانُوالَنَاخَاشٍعٍينَ)(الانبياء)

دوی داسي وو چي موږ به يې په شوق اووېري سره رابللو.اوموږته به يې عاجزي کوله.

يعني انبياءعليهم السلام سره ددې چي الله تعالی ته ډېرنږدې ووبياهم الله ته محتاج وو،هغه ته يې عاجزې کوله اوله الله پاک څخه يې دخپلوستونزوهواری غوښت .

داسي نورهم ګڼ شمېرآياتونه راغلي دي .

لکه څنګه چي داصفت الله تعالی دخپلومقربوبندګانو(انبياء عليهم السلام)ذکرکړی دارنګه يې

دمؤمنانوهم داصفت ذکرکړی چي دوی هم له خپل رب څخه سوالونه اودُعاګاني غواړي :تَتَجَافی جُنُوبُهُم عَنٍ المَضَاجٍعٍ يَدعُونَ رَبََّهُم خَوفاًوَطَمَعاًوَممَّارَزَقنهُم يُنفٍقُونَ.{مؤمنان هغه کسان دي چي ډډي يې له بستروڅخه جلاکيږي،خپل رب دوېري اواميدپه حال کي رابولي اوله هغه مال څخه چي موږورکړی خرچ کوي}

دجنتيانوصفت هم الله تعالی په سورۀ يونس کي دابيان کړی چي دوی دُعاګاني له خپل رب څخه غواړي .

هغوی بل چاته خپل حاجتونه نه وړاندي کول،که څه هم تردوی مخکي ډېرپيغمبران اونېکان خلګ تېرشوي دي،داځکه چي دحاجتونوپوره کوونکی يوازي الله رب العزت دی،له هغه پرته بل څوک داکارنشي کولی.

بل دادی چي نېکان خلګ په دې نېکان شوي دي چي هغوی به يوازي الله تعالی ته دُعاګاني کولې،بل څوک يې په بلنه کي نه ورسره برخه دارکاوو.

حاصل دادی چي دُعاءددين روح،دمؤمن زاداوتوشه ده اوالله تعالی ته دعاجزۍ لويه علامه ده .

يادونه:ددُعاءفضائل په ډېرواحاديثوکي هم راغلي دي،هغه به انشاءالله بيابيان کړو.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب