د دعاء ارزښت د نبوي احاديثو په رڼا کې

مخکي موددُعاء دفضيلت اړوندديوڅوآياتونويادونه وکړه دلته غواړوچي په دې موضوع باندي يوڅواحاديث ذکرکړوترڅوددې مهم عبادت اهميت نورهم ښه جوت شي اوددې لوی عبادت سره موشوق اومينه زياته شي .
په نبوي احاديثوکي ددُعاء په هکه بې شمېره فضائل،فائدې اوثوابونه ذکرشوي دي.
دلته يوڅواحاديث دنمونې په توګه ذکرکيږي
له نعمان بن بشيررضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:الدُعَاءُ هُوَالعبادَةُ(دُعاء بعينه عبادت دی)بيائې داآيت ولوست :وَقَالَ رَبُکُمُ ادعُوني اَستَجٍب لَکُم اٍنَ الَذٍينَ يَستَکبٍرُونَ عَن عبَادَتٍي سَيَدخُلُونَ جَهَنَمَ دَاخٍرٍينَ (غافر:60)
{ستاسورب فرمائلي دي:له ماڅخه دُعاوي وغواړئ زه به ستاسودُعاګاني قبولي کړم،بېشکه هغه کسان چي زماله عبادت(دُعاء اورابللو)څخه لويې کوي زرده چي دوی جهنم ته په داسي حال کي داخل شي چي ذليل اوسپک  به وي}(ترمذي اواحمد)
له دې حديث څخه ددُعاء اهميت اوفضيلت ډېرپه واضح ډول معلوميږي  چي دُعاءدعباداتوله غټواقساموڅخه ده .
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:لَيسَ شئ اکرم علی الله من الدُعاء(رواهُ الترمذي وابن ماجة وابن حبان وهوحديث حسن){پرالله تعالی باندي تردُعاء بل هيڅ شی ډېرعزتمندنه دی}
داحديث هم ددُعاءدفضيلت ډېرښه څرګندوی.
داچي ولي دُعاء دومره لوی فضيلت لري چي الله تعالی ته تربل هرعبادت
عزتمنه ده؟ددې څولاملونه علماووذکرکړي دي :
{اول}په دُعاء کي الله تعالی ته عاجزې ده،دخپل ضُعف اوحاجت الله جل جلاله  ته څرګندول دي،په داسي حال کي چي عبادت خپله عاجزۍ ته ويل کيږي .
{دويم}په کوم عبادت کي چي زړه ډېرعاجزوي اودانسان فکرپکي ښه حاضروي، هغه عبادت بهتراوغوره دی .
داصفت په دُعاء کي  په ډېره واضحه توګه موجوددی  ځکه دانسان حاجت اوستونزه انسان دېته اړباسي چي عاجزي اودزړه حضوردي يې په دُعاء کي  موجودشي .
{دريم}ددُعاء سره توکل اوله الله تعالی څخه استعانت اومرسته غوښتل لازم دي،توکل دې ته ويل کيږي چي انسان پرالله تعالی باندي دزړه اعتمادوکړي څو الله تعالی يې حاجتونه اوستونزي ورحل اوختمي کړي،دُعاء دااعتماداوتعلق نورهم قوي کوي بلکي  دُعاء په حقيقت کي ددې حالت څرګندونه کوي.
بل داچي دُعاکوونکی په دې اندوي چي زمادامشکل يوازي الله تعالی حلولی شي نوله دې امله خپله پوره محتاجي اواړتياالله تعالی ته احساسوي نودُعاءله الله تعالی څخه په داسي حالت کي غواړي چي هم يې پرالله تعالی اعتمادوي اوهم ترې اميدلري.
دادوه صفتونه چي په کوم عبادت کي جمع شي نومعلومه خبره ده چي هغه عمل اوعبادت افضل اوغوره عبادت دی .
له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
من لم يدع الله غَضبَ عَلَيه (رواه الترمذي واحمدوابن ماجة){څوک چي له الله جل جلاله  څخه دُعاء نه غواړي الله تعالی  ورباندي په غضب کيږي}
په دې حديث کي دېته اشاره ده چي دُعاء يومهم عبادت دی،څوک چی دُعاګاني کوي دهغه سره الله تعالی مينه اومحبت لري اوڅوک يې چي نه کوي له هغه څخه الله تعالی ناراضه کيږي .
له دې حديث څخه داهم معلومه شوه چي له الله تعالی څخه دُعاء غوښتل دمهمولوازموڅخه ده، چي يومسلمان بايدداعمل ترسره کړي ځکه دالله تعالی دغضب اوناراضتياڅخه ځان ژغورل ډېرمهم اواساسي فرض دی لکه څنګه چي مخکي په آيت کريمه کي ذکرشول چي کوم خلګ دُعاوي نه کوي دوی په حقيقت کي دالله تعالی له عبادت کولوڅخه تکبرکوي .
يعني دُعاوي نه کول تکبراولويې ده،تکبراولويې داسي بدصفت دی چي په حديث کي راغلي دي:لايدخُلُ الجَنَةَ مَن کَانَ في قَلبه مثقَالَ حَبَة خَردَل من کبر(هغه څوک به جنت ته نه داخليږي دچاپه زړه کي چي دسپېلني دداني په اندازه تکبراولويې وي)
له علي بن ابي طالب رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:الدعاءسلاح المؤمن وعمادالدين ونورالسموات والارض .دعاء دمؤمن وسله،ددين ستنه اوداسمانونواوزمکي رڼاده .(حاکم)

په يوه حديث کي راغلي دي چي په خلګوکي ډېرعاجز(کمزوری اوناتوانه)هغه څوک دی چي له دُعاءکولوڅخه عاجزوي اوپه ټولوخلګوکي ډېرزيات بخيل هغه دی چي په سلام اچولوکي بخالت کوي(چاته سلام نه وراچوي)(ابن حبان،الادب المفرد)
داځکه چي دُعاء ډېراسانه  عبادت دی،نه ولاړه غواړي اونه يې کوونکی ستړی کيږي نوڅوک چي د دې اسانه  عبادت له کولوعاجزوي،هغه بيانورسخت عبادتونه کله کولی شي .
له ثوبان رضی الله عنه  روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:تقديرله دُعاء پرته بل شی نه ردوي .(ابن ماجه،احمد)
ددې حديث مطلب دادی چي کله دانسان لپاره په تقديرکي يوتکليف ياشرليکل شوی وي،نوهغه تکليف په دُعاء سره الله تعالی له انسان څخه دفع کوي.
په دې حديث کي ددُعاء ډېرلوی فضيلت اواهميت ذکرشوی دی .
دحديث مطلب دادی چي دُعاء په تقديرکي داخل شی دی،کله کله الله تعالی ديوه انسان په هکله داسي مقيده فيصله وکړي چي که دې سړي دُعاوي ونه کړې نوداتکليف به وررسيږي،که يې دُعاء وکړه داتکليف به نه وررسيږي .
ددې حديث معنی په ډېرواحاديثوکي راغلې ده .
نومعلومه شوه چي دُعاء دانسان ددُنيااوآخرت په سعادت اونېکمرغئ کي مهم رول لري .
څوک چي الله تعالی ته په اخلاص اوصداقت سره متوجه شي اوله الله تعالی څخه په رښتيني زړه دُعاوي غواړي نوانشاءالله تعالی  رب العزت به يې دُعاوي قبولي او آرزوګاني به ورپوره کړي اوددُنيااوآخرت دښېګړواونيکمرغيولاري به ورته خلاصي شي .
ددُعاءپه هکله نوري مسئلې اوبحثونه به انشاءالله تعالی بيابيان کړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب