مشترکات؛‌ د دعوت او تبلیغ خاص اصل

تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ (سورة آل عمران الایة ۶۴)
ددې آیت څخه د تبلیغ او دعوت یو خاص اصول معلومیدای سي هغه دا چې که یو سړی یو داسي جماعت (ټولګي) ته د دعوت ورکولو خواهشمند وي چي په عقیده او نظریاتو کي دده څخه مختلیف وي ، نو د هغه طریقه دا ده چي دغه د عقیدې مخالف جماعت ته دي یوازي پردې خبره د یوځای کیدو دعوت ورکړي پر کومه چي د دواړو اتفاق راتلای سي لکه نبي کریم صل الله علیه وسلم چي کله د روم باچا هرقل ته د اسلام دعوت ورکړی نو د داسي مسئلې طرف ته یې دعوت ورکړی چي پر هغه د دواړو خواوو اتفاق وو یعني د الله جل جلاله د وحدانیت طرف ته ، هغه دعوت نامه داده لاندی نقل کیږي:

بسم الله الرحمن الرحیم ، من محمد عبد الله و رسوله الی هرقل عظیم الروم: سلام علی من اتبع الهدی، اما بعد، فانی ادعوک بدعایة الاسلام، اسلم تسلم، یوتک الله اجرک مرتین، فان تولیت فان علیک اثم الیریسین (۱)، و يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ. (بخاری) .
زه شروع کوم د الله جل جلاله په نوم سره چي ډیره مهربانه او زیات رحم کونکي دی. دا خط د محمد صل الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او د هغه د رسول د طرفه دی د روم باچا هرقل ته، سلامتي دي وي پر هغه سړ] چي د هدایت د لاري تابعداري وکړي، وروسته تر دې زه تاته د اسلام دعوت درکوم، اسلام راوړه ته به سلامت پاته سې او تاته به الله دوه غبرګ اجر درکړي او که تا منعه وکړه نو پر تا باندي به د دغه ټولو کسانو ګناه وي کوم چي ستا په رعیت کي دي. ای اهل کتابو دیوې داسي خبري طرف ته راسئ کومه چي زموږ او ستاسي په مینځ کي برابره ده، دا چي موږ د الله جل جلاله څخه بغیر د بل چا عبادت نه کوو او نه به  د هغه سره څوک شریک جوړ وو او نه به موږ دا کوو چي الله جل جلاله پریږدو او په خپل مینځ کي به یو بل رب جوړ وو .
فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ: په دې آیت کي چي یې دا ویلي دي چي تاسي شاهدان اوسی، په دې سره یې دا تعلیم ورکړیدی چي کله په ښکاره دلیلونو سره څوک حق ونه مني نو د حجت پوره کولو د پاره خپل مسلک (دین) ښکاره کول او خبره ختمول پکار دی، زیات بحثونه او تکرار کول مناسب نه دی، بس خبره پریکول پکارده.
(معارف القرآن: ج ۱ ص ۱۵۴، پښتو ژباړه)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب