د دعوت فضيلت او دمسئوليت د نه احساس  وعيد

إذا عملت الخطيئة في الأرض كان من شهدها فكرهها كان كمن غاب عنها، ومن غاب عنها فرضيها كان كمن شهدها”.(ابوداود 4345 ).

دحضرت عرس بن عميره (رض)د  رسول الله (ص) نه روايت کوي چې هغوی صلی الله عليه وسلم  وفرمائيل : چې کله په یوه ځمکه کې ګناه وکړ شي نو چه کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دی چه هلته موجود نه وي ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) اوچې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدی ګناه راضی وي نوهغوی د هغی خلکو په په شان دی کوم چه دغه ځای کې اوسی ( د دوی په کناه کې به شريک وي ).

عن ابن جرير، عن جرير قال: سمعت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم يقول: “ما من رجلٍ يكون في قومٍ يعمل فيهم بالمعاصي يقدرون على أن يغيروا عليه فلا يغيروا إلا أصابهم اللّه بعذابٍ من قبل أن يموتوا(ابوداود 4339 ).

حضرت جابر وايي چې ما له رسول (ص) نه واوريدل چې فرمائيل يې : چې په يوه قوم يا ټولنه کې داسې څوک وي چې دشريعت خلاف کارکوي (ګناه کوي ) او د دغې ټولنې خلک د توان او قدرت سر بيره د هغه اصلاح نه کوي دا کسان به الله ج له مرګ نه مخکې په عذاب ګرفتار کړﺉ .

مطلب داچې دفساد پروړاندې بې پروايې اختيارول دالله په نزد داسې ګناه ده چې د آخرت د سختی سزا سربيره به په دنيا کې هم سزا ورکوي .

your ads

 

عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم 2674 ).

کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).

عَنْ أَبِي رَافِعٍ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 ).

که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پريوزی غوره دی ( طبرانی ) .

عن جابز قال قال زسول الله صلي الله عليه وسلم اوحي الله عزوجل الي جبزئيل عليه السلام ان اقلِب مدينة كذا و كذا بِاهلِها فقال يا رب ان فيهم عبدك فلانا لم يعصك طرفة عين قال تعالي اقلِبها عليه و عليهم فان وجهه لم يتمعر في ساعة قطُّ ( رواه البيهقي في شعب الايمان ).

دحضرت جابر (رض) نه رواِت چې  رسول الله (ص) وفرمائيل : چې الله تعالی(ج)جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ چه فلانی کلی سره له خپلی ټولی آبادی په بل مخ کړه ، جبرائيل عرض وکړ چې پدی کلی کې خو ستا فلانی بنده هم دی – چې د ستګی د رپ په انازه يې هم ستا نافرمانی نده کړی دالله (ج) دطرف نه حکم وشو چې دغه آبادی سره ددغه بنده په ټولو باندې واړوه ځکه چې د يوساعت د پاره هم ددغه بنده مخ زما له وجې متغير شوي ندی (البیهقی فی شعب لاایمان).

آن لاين اسلامې لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب