د دولمه مرچو ۹ زبردستې ګټې

 

دا ځل چې د سودا په موخه ځئ، نو يو څو غوټې دولمه مرچ په کڅوړه کې هرومرو درواچوئ. دولمه مرچ په درې اساسي رنګونو (زرغون، سور او ژېړ) کې موندل کېږي، چې ستاسې دسترخان ته کافي‌ ښکلا وربخښي. پردې سربېره، يو شمېر ګټې هم لري. څه ګټې؟

۱.‌ دولمه مرچ د لږو کالوري‌ لرونکي‌ دي، نو که يوه غوټه ټوله وخورئ،‌ يوازې ۴۵ کالوري ترلاسه کوئ. ددې يوې غوټې د خوړلو ګټه به دا وي، چې ستاسې د ورځني ضرورت زياته برخه وېټامين اې او سي‌ به درکړي.‌

۲.‌ دولمه مرچ کافي ويټامين سي‌ لري، چې د بدن دفاعي سيستم مو تقويه کړي‌ او پوستکی مو ځوان وساتي. د وېټامين سي تر ټولو زياته اندازه په سور دولمه مرچ کې موندل کېږي.

۳. سور دولمه مرچک ځينې ګياهي مواد او کاروټنوييدونو، خصوصا بيټا- کاروټن، لري چې ستاسې بدن ته انټی- اکسيډان او التهاب-ضد مواد رسوي.

۴. په دولمه مرچو کې د کاپسايسين په نامه مواد مختلفې صحي ګټې لري. لکه د “بد” کولسټرول کمول، د شکرې کنترولول، د درد تسکين، او د التهاب مخنيوی.

۵. که د لنډ وخت لپاره پر لږ اور پاخه کړی شي، دولمه مرچ خپل خوږوالی، ميوه يي خوند او فلاونوييد خواص ساتي، چې يوه بهترينه مغذي ماده ده.

۶. په دولمه مرچو کې د سلفرو ماده د ځينو خاصو سرطاني مرضونو په مخنيوي کې مرسته کوي.

۷. دولمه مرچ د ويټامين اي يو بهترينه منبع ده، چې د پوستکي او وېښتانو په ځوان ساتلو کې مرسته کوي.

۸. دولمه مرچ همداراز ويټامين بي۶ لري، چې د عصبي سيسټم د سلامتيا او د بدن د حجرو په جوړولو کې مرسته کوي.

۹.‌ په دولمه مرچو کې انزايمونه، لکه لوتيين، د ژوند په وروستيو مراحلو کې سترګې له تکليفونو ژغوري.

ليکوال: ډاکټر مجتبی عزیزیار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب