د دوه ګوتو په نښان څه معنی؟

د دوو ګوتو ښودنه د کامیابۍ، خوشالۍ او انځور اخیستنې په وخت کې کېږی.

د دوو ګوتو ښودنه اشاره ده د انګلیسی ژبې د (V) توری ته چې د (Victoryy) مخفف دی معنا یې کامیابی ده، مګر اصلی دلیل او تاریخچه یې په لاندې ډول ده:
کله چې مسلمانانو سره صلیبیانو او یهودیانو جنګ کوه؛ نو چې مسلمانان به مغلوب شول او کفار به غالب نو مسیحیانو به د دوه ګوتو په نښان سره چې یوه د شهادت ګوته او بله منځنۍ ګوته په داسې حال کې چې نورې  ګوتې به یې سره یو ځای نیولې، پورته کولې او یو بل ته یې د مسلمانانو د لښکرو په مقابل کې د کامیابۍ مبارکیانې ورکولې.
یهودیانو هم د مسیحیانو د دې رسم څخه تقلید وکړ، یهودو به دمسیحیانو په څېر د مسلمانانو څخه د کامیابۍ په مقابل کې ددې عمل ښوونه کوله او اظهار د خوشالۍ به یې کوه.
د صلیبی او یهودی جنګونو څخه وروسته هم دا فرهنګ د یهودو او نصاراوو په پاتې نسلونو کې ورک نه شو او تر نن پورې همداسې کوی.
مګر ډېر د افسوس او شرم ځای خو دا دی چې اکثره ناخبره او ځینې آګاه مسلمانان هم بغیر د ځان پوهولو څخه ددې رذیل عمل تطبیق په خپل ځان کوی.
غربی ډوله مسلمانان بیا په ډېر افتخار د یهودو اونصاراوو ددې عمل چې دواړه ګوتې لکه د غویی د ښکرونو په څېر نیسی تقلید کوی.
په دې اړه مسیحیان داسې نظریه لری: (کله چې موږ دوه ګوتې د کامیابۍ په وخت کې پورته نیسو خوشاله یو  ځکه چې موږ دوه خدایان لرو یو اصلی خدای او بل یې زوی “عیسی” څنګه چې له دواړو سره مینه لرو؛ نو د خوشالۍ په وخت کې هم زموږ له یاده نه ووځی او همدغه نښان چې د کامیابۍ په وخت کې زموږ خوښی دوه  برابره ساتی همداسې زموږ عقیده هم په دوه خدایانو قوی کوی، د یهودو نظریه هم د مسیحیانو نظریې ته ورته ده.
که د جاهلو مسلمانانو نظر واورو نو وایی به موږ په پوره معنی نه پوهېږو مګر کله چې وینو خارجیان داسې کوی موږ یې هم خوښ ګڼو چې، د هغوی په څېر یو عمل تر سره کړو کوم باک نه لری.
یوازې د انځور ویستلو په وخت کې داسې کوو.
مسلمان چې په یو اللهﷻ ایمان او باور لری ورځنې پوښتو:
لومړی پوښتنه:
-وروره تاسې ولې د انځور اخیستلو په وخت کې دوه ګوتې پورته نیسئ؟
ځواب:
-لکه څنګه چې دومره مهمه خبر نه ده او نور خلک همداسې کوی موږ یې هم کوو، تاسو ته یې څه؟
دویمه پوپښتنه:
-مسلمانې خورې ولې دوه ګوتې د خوشالۍ او کامیابۍ په وخت کې پورته نیسې؟
ځواب:
: ددې په خاطر چې خارجیان داسې کوی؛ نو کله چې ما هم داسې وکړل نو څه وشول؟ دا خو یو سټایل ده!
درېیمه پوښتنه:
-ماشوم وروره ولې په مکتب کې د کامیابۍ په وخت کې ټولګیوالو او کورنۍ ته دې دوه ګوتې پورته نیسې؟
ځواب:
-په خاطر ددې چې مشر ورور مې په پوهنتون کې له ملګرو سره انځورونه اخیستی دوه ګوتې یې همېش  پورته نیولی؛ نو ما هم له خپله وروره زده کړل چې، همداسې وکړم.

ګرانو وروڼو!
د کامیابۍ او خوشالۍ په وخت کې نښان د شهادت ګوته پورته نیول دی، ددې په خاطر چې په اللهﷻ باندې د یووالی شهادت ووایئ پورته نیسئ، ټولې ګوتې یو شان دی مګر څنګه چې، د شهادت ګوته په لمانځه کې د اللهﷻ په یووالی پورته کېږی اولویت هم همدې ته باید ورکړل شی.
او د نبی ﷺ دا قول به مو هم عملی کړى وی چې وایی:
–من تشبه بقومٍ فهو منهم.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب