د ذهني سکون لپاره دا لس حقیقتونه ومنئ!

 

  1. اوس چې څه لری، دا ومنئ چې دا ډېر خلک له خدای ﷻ نه په ژړا او دعا غواړي.
  2. عمر دومره اوږد نه دی چې خاصې ورځو ته انتظار شئ، ښه ده چې د ژوند له هرې شېبې مو خوند واخلئ.
  3. په ژوند باور نشته، هېڅ دوست او ملګری مو مه خپه کوئ او له ځانه یې مه بېلوئ.
  4. د ژوند یوه شېبه مو د بلې په څېر نه ده، اوس وخت له تېر وخت سره ډېرې توپیر لري، اوس تر پخوا ښکلی دی پدې شرط چې د اوس په اړه مو تصویر ښه وي.
  5. که هوسیانه او سعادت غواړئ پر خدای ﷻ توکل وکړئ، د ژوند ټولې چارو مو هغه ته وسپارئ تاسو یوازې کار او هڅه کوئ پایلې یې خدای ﷻ ته پرېږدئ.
  6. له مور، پلار، مېرمنې\خاوند، وروڼو، خویندو، خپلوانو او دوستانو سره مو وخاندئ، هغوی ته مینه ورکړئ او احترام یې وکړئ حتی که هغوی مو په قدر هم نه پوهیږي، ښايي یوه ورځ مو ترڅنګ نه وي.
  7. زړه مو په ټول وجود کې یوه پاکه او ظریفه ټوټه ده، په ګناهونو یې مه توروئ.
  8. دنیا تر تر تله نه ده عقایدو ته احترام ولرئ او د زړه دوازې مو د نیکو پرمخ پرانیزئ.
  9. ښه انسان هغه نه دی چې د پاک زړه او صاف نیت خاوند وي، ښه انسان هغه دی چې خدای ﷻ په رضا پسې ځي.
  10. ستاسو زړه ډېرې دندې لري خو اصلي دنده یې مینه، محبت او عاطفه ده.
  11. ژباړه: حسیب الرحمن نورمل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب