د ذهني سکون لپاره دا لس حقیقتونه ومنئ!

۱-اوس چې څه لری، دا ومنئ چې دا ډېر خلک له خدای(ج) نه په ژړا او دعا غواړي.

۲- عمر دومره اوږد نه دی چې خاصو ورځو ته انتظار شئ، ښه ده چې د ژوند له هرې شبې مو خوند واخلئ.

۳- په ژوند باور نشته، هېڅ دوست او ملګری مو مه خپه کوئ او له ځانه یې مه بېلوئ.

۴-  د ژوند یوه شېبه مو د بلې په څېر نه ده، اوس وخت له تېر وخت سره ډېرې توپیر لري، اوس تر پخوا ښکلی دی پدې شرط چې د اوس په اړه مو تصویر ښه وي.

۵- که هوسیانه او سعادت غواړئ پر خدای(ج) توکل وکړئ، د ژوند ټولې چارې مو هغه ته وسپارئ تاسو یوازې کار او هڅه کوئ پایلې یې خدای(ج) ته پرېږدئ.

۶- له مور، پلار، مېرمنې\خاوند، وروڼو، خویندو، خپلوانو او دوستانو سره مو وخاندئ، هغوی ته مینه ورکړئ او احترام یې وکړئ حتی که هغوی مو په قدر هم نه پوهیږي، ښايي یوه ورځ مو ترڅنګ نه وي.

۷- زړه مو په ټول وجود کې یوه پاکه او ظریفه ټوټه ده، په ګناهونو یې مه توروئ.

۸- دنیا تل تر تله نه ده عقایدو ته احترام ولرئ او د زړه دوازې مو د نیکو پرمخ پرانیزئ.

۹- ښه انسان هغه نه دی چې د پاک زړه او صاف نیت خاوند وي، ښه انسان هغه دی چې خدای(ج) په رضا پسې ځي.

۱۰- ستاسو زړه ډېرې دندې لري خو اصلي دنده یې مینه، محبت او عاطفه ده.

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل/تعلیم القرآن ویب پاڼه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب