د ذهن د ارامتیا لس اصله

۱- د خلکو په کارونو کې ځان مه داخلوئ تر هغو، چې غوښتنه یې درڅخه نه وي کړې:
ډېر کله د نورو خلکو په کارونو کې مداخله هم موږ ته زیان پېښوي او هم مقابل کس ته. موږ ډېر کله د نورو په کارونو کې دخالت خپله لاسته راوړنه ګڼو او فکر کوو، چې زموږ منطق تر ټولو قوي دي او هغه څوک مو، چې پر وړاندې مخالف کوي انتقاد پرې کوو. غواړو هغه مسیر ته یې برابر کړو، چې زموږ خوښه وي. خدای پاک انسانان بېلا بېل پیدا کړي، چې د یوه فکر د بل په ډول نه دی، ټول نارینه او ښځینه هغه که ځوان وي یا زوړ ځان ته خوی او عادت لري. هېڅوک نه شي کولای، چې څوک د خپل فکر تابع کړي، نو ځکه همدا لامل دی، چې هر سړي له خپل فکر سره سم ذهني ارامتیا را منځته کولای شي.
۲- کینه کښ مه اوسئ:
موږ ټول په دې پوهېږو او تجربه کړې مو ده، چې کینه څنګه ذهن مخشوش او ګډ وډولای شي، د بېلګې په ډول په دفتر کې د نورو همکارانو په پرتله سخت کار کوئ، خو هغوی ترفیع اخلي او تاسو نه! په داسې حال کې، چې له هغه به مو مخکې کار پیل کړی وي. دې ته ورته په سلګونه نورې بېلګې هم شته خو یوه یې هم باید د دې سبب ونه ګرځي، چې تاسو کینه وکړئ. په دې باید پوه وئ، چې د هر چا ژوند د هغوی له سرنوشت سره سم پر مخ ځي. که کله داسې شوي وي، چې تاسو پیسداره شوي وی، نو هېڅوک مو مخه نه شي نیولی او بر عکس که مو څه لاسته هم نه وي راوړي بل څوک در سره مرسته هم نه شي کولای. له ځان سره، چې هر څه کوئ خپله یې کوئ بل څوک باید ملامت نه کړي، او که یې ملامت هم کړئ، بې له دې، چې خپله کینه مو وخوري بل څه لاسته نه شئ راوړلی. ډاډه اوسئ، چې کینه مو هېڅ ځای ته هم نه شي رسولی بې له دې، چې ذهني توازون مو له لاسه ورکړئ.
۳- بښنه وکړئ:
بښنه ذهني ارامۍ ته د رسېدلو تر ټولو اسانه او ښه لاره ده. موږ په دې دلیل، چې چا توهین کړي یو او یا یې زموږ په اړه بدې خبرې کړې او زیان یې را رسولی، په زړه کې ور سره حسادت او کینه کو. ګیلو او ماندو ته سر ورته کوو فلاني کس داسې را سره وکړل بستاني کس داسې… خو پایله یې موږ ته یوازې او یوازې بې خوبي، د معدې زخم او د وینې د فشار زیاتوالی دی او بس! توهین او یا تاسو ته بدې خبرې کېدل کېدای شي یو ځل تر سره شي خو موږ یې په یادولو سره بیا بیا د ځان لپاره تکراروو، چې تاسو باید ډېر زر دغه عادت پرېږدئ. ژوند تر دې ډیر لنډ دی، چې تاسو پکې د نورو د بازۍ سامان وګرځئ. بښنه وکړئ او هېر یې کړئ، یوازې بښنه کولای شي ذهني ارامتیا در په برخه کړي.
۴- له نورو څخه د ستاینې تمه مه کوئ:
نړۍ له ګڼو ځان غوښتونکو کسانو څخه ډګه ده، په بې ساري ډول به په کې کوم کس پیدا شې، چې بې له کومې تمې ستاسو ستاینه وکړئ. هغوی کېدای شي نن ستاسو ستاینه وکړي ځکه تاسو په قدرت کې یئ؛ همدا، چې خپل ځای مو له لاسه ورکړ ستاسو موفقیت هېروي او په دې پسې ګرځي، چې څنګه وکولای شي په تاسو کې منفي ټکي پیدا کړي او په ویلو سره یې تاسو ته ذهني ناارامي درکړي.
ولې د مرګ تر ورځې پورې په دې پسې ګرځئ، چې د نورو په وړاندې مطرح شئ؟ په داسې حال کې، چې د نورو پر وړاندې ځان مطرح کول د دومره هڅو ارزښت نه لري. خپله دنده په پوره صداقت سره سرته ورسوئ او د نورې د ستاینې په تمه مه کېنئ.
۵- له چاپېر یال سره جوړ جاړی وکړئ:
که د محیط او چاپرېال د بدلون په هڅه کې وئ، نو یوازې خپلې بریاوې به مو له لاسه ورکړې وي. هڅه وکړئ خپل ځان له محیط او چاپېریال سره برابر کړئ. یوازې د همدې کار په کولو سره، هغه محیط، چې مخکې له تاسو سره په جنګ و په حیرانۍ سره به ستاسو په خوا وڅرخېږي او له تاسو سره به جوړ جاړی وکړي.
۶- هغه څه چې درملنه نه لري ویې زغمئ:
د تاوان پر ګټې بدلولو ترټولو ښه لاره همدا ده، د ورځې په اوږدو کې له ډیرو لوړ ځوړو سره مخ کېږو، چې نه شو کولای هغه تحمل کړو، نو باید زده کړو، چې له هغه سره څنګه جوړ جاړی وکړو. دا هم باید زده کړو، چې له دې ډول پېښو سره څنګه چلند وکړو. په خپل ځان باور ولرئ، چې همدا باور د دې لامل کېږي ترڅو د دې ډول ستونزو په وړاندې ځان قوي وساتئ.
۷- د خپل توان په اندازه مسولیتونه پر غاړه واخلئ:
لازمه ده، چې دغه پند تل در سره په یاد ولرئ. موږ ډېر کله غواړو، چې ډېر مسولیتونه پر غاړه واخلو، داسې فکر کوو، چې دا کړنه به مو د ذهن د ارامتیا سبب وګرځي، خو تاسو ته، چې خپل توان معلوم دی ولې له اندازې زیات مسولیتونه قبلوئ؟ تاسو نه شئ کولای د زیات کار او یا زیاتو مسولیتونو پر غاړه اخیستلو سره خپل ذهن ته ارامتیا ور وبښئ، نو له ډېرو کشمکشونو څخه ځان وژغورئ، تر څو ارام ذهن ولرئ.
۸- په ترتیب سره د تمرکز کولو تمرین وکړئ:
د تمرکز کولو تمرین کولای شي ذهن ارام کړي او مزاحم کوونکي فکرونه له منځه یوسي. که هره ورځ نیم ساعت تمرکز وکړئ ذهن به مو د ۲۳ نیمو ساعتونه لپاره فعال او ارام وي. په ورځ کې له دې څخه د زیات تمرکز کولو په پایله کې به مو ذهن لا ارامتیا پیدا کړي او ګټه به مو کړې وي. د تمرکز کولو بله ګټه دا هم ده، چې کولای شئ ډېر کارونه تر سره کړئ او په کم وخت کې ډېر څه لاسته راوړئ.
۹- ذهن مو هېڅ کله هم تش مه پرېږدئ:
تش ذهن د شیطان د اوسېدو لپاره تر ټولو ښه ځای دی. ډېری شیطاني کارونه په خالي ذهن کې صورت نیسي. ذهن مو په مثبتو او ارزښت لرونکو فکرونو ډک کړئ، اوس درته یو مصروفیت پیدا کړئ او د خپلې خوښې داسې یو کار وکړئ، چې انګېزه مو را وپاروئ. تاسو باید تصمیم ونیسي، چې د کوم کار کول مو ډېر په ګټه دی، پیسې که ذهني ارامي؟ ان که کله غواړئ استراحت وکړئ، تر هغه چې خوب مو وړي د خدای پاک ذکر وکړئ.
۱۰- د نن کار سباته مه پرېږدئ او افسوس مه کوئ:
د خپل وخت انرژي مو په ((باید)) او ((شاید)) باندې مه تېروئ. کېدای شي په ورځو، میاشتو او کلونو په همدې ډول خپل ژوند تېر کړئ او خپل وخت له لاسه ورکړئ. تاسو هېڅ کله هم نه شئ کولای د راتلونکې لپاره دقیق مهال وېش ولرئ، ځګه موږ هېڅ وخت نه شو کولای د راتلونکې په اړه دقیقه وړاند وېنه وکړو. خپل وخت ته ارزښت ورکړيئ او داسې کارونه تر سره کړئ،چې تاسو یې لازم بولی. مهمه نه ده، چې په لومړي ځل ماتې وخورئ، ځکه کولای شئ له خپلې ماتې څخه درس واخلئ او بل ځل مو بریا په نصیب شي. په کونج کې کیناستل او یوازې د کارونو په اړه فکر کول او بې ځایه خیال پلو نه شي کولای کارونه پر مخ بوزي. هېڅ کله هم خپل همت له لاسه مه ورکوئ څه، چې پېښ شوي بیا یې په اړه فکر مه کوئ متل دی، چې وایي: اوبه چې له ورخه تېرې شي بیا نه راګرځي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب