د رزق تلاش او حرام وسایل

هر مسلمان چي د رزق تلاش کوي او یا په کوم  کار او یا کسب لاس پوري کوي که هغه کسب مشکوک وي او یا دی په کي متردد وي په هغه باندي فرض دی چي د هغه کسب په هکله شرعي حکم ځان ته معلوم کړي او له یوه معتمد عالم څخه پوښتنه وکړي تر څو د هغه کسب شرعي حیثیت ور وښیي ځکه چي مبادا په حرامو کي ونه لوېږي او له حرام رزق څ خه استفاده د انسان دنیوي او اخروي انجام تباه کوي په دې هکله زیات نصوص او آثار راغلي دي چي مونږ مسلمانان په دې مکلف یو چي مخکي له دې چي په یوه معامله لاس پوري کړو د معاملاتو دیني پوهنه حاصله کړو او وروسته بیا په هغه کار پیل وکړو .

او کوم وسایل چي حرمت یې په قطعي دلایلو سره ثابت شوی دی لکه غصب ، ظلم ، غلا، رشوت ، سودخوري اوداسي نور د هغوی خواته خونژدې کېدل هم په کار نه دی داسي کسبونه چي په هغه کي مسلمان شکمن وي چي آیا دا کسب به حلال وي او که حرام د ځان ساتل ورڅخه تر هغه وخته پوري ضروري دی ترڅو چي یې شرعي حیثیت ځان ته معلوموي .

الله تعالی فرمایي :

ولا تأکلوا أموالکم بینکم بالباطل .

تاسو په خپل مېنځ کي یو دبل شتمنۍ په ناروا سره مه خورۍ .

روى أبو هريرة أن النبي قال يا أيها الناس إن الله لا يقبل إلا الطيب وإن الله تعالى أمر المسلمين بما أمر به المرسلين فقال  (يا أيها الرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا) وقال للمؤمنين (يا أيها الذين آمنوا كلوا من طيبات من رزقناكم واشكروا لله )  ثم ذكر الرجل أشعث أغبر يمد يده الى السماء فيقول يا رب مطعمه حرام وملبسه حرام وغذى بالحرام فأنى يستجاب له . (تفسير السمعاني)

ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كړی دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :  الله تعالى له پاك شي څخه پرته بل څه نه خوښوي اوالله تعالى مسلم انانوته  په  هغه څه امركوي  په كوم شي چي ئي انبياء كرامو ته امر كړی دی،  انبياوو  ته ال� �ه تعالى فرمائي : اې رسولانو له پاكو رزقونو څخه خوراك كوۍ او نيك كارونه كوۍ اومْومنانو ته الله تعالى فرمائي : اې  مْومنانو له هغو پاكو خوراكونو څخه خوراك كوۍ كوم چي ماتاسوته دركړي دي او د الله تعالى شكر ادا كوۍ  وروسته بيا رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم هغه سړی يادكړ چي سپيره او خړپړ او پراګـنده حال به وي او دآسمان خواته به ئي د دعا لاس پورته كړی وي او وائي به چي اې پروردګـا� �ه  ،  خو دده خوراك به حرام وي اغوستي  به ئي حرام  وي اوځان به ئي په حرامو پاللي وي نو چيرته به ئي دعا قبوله � �ي.

مونږ په خپل چاپې� �یال کي ځیني داسي کسان وینو چي شتنمي یې ټوله په قطعي حرامو وسایلو یره لاس ته راوړي وي او بیا خیراتونه هم په کي کوي او د ده په ګمان د خیر کارونه هم په کي کوي په داسي حال کي چي له حرام رزق څخه د خیرات کولو هیڅ اجر نشته او حتی چي فقهاء دا هم وایې چي که یوڅوک له حرام رزق څخه په دې عقیده خیرات کوي چي الله تعالی به اجر ورته ورکړي نو کافر کېږي .

عن ابن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن لله ملكاً على بيت المقدس ينادي كل ليلة من أكل حراماً لم يقبل منه صرفا (نفلا) ولا عدلا (فريضة) . (المغني عن حمل الأسفار)

ابن عباس رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله  صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : په بيت المقدس سربيره يو فرشته هره شپه اعلان كوي او وائي : څوك چي حرام وخوري الله تعالى د هغه  انسان نه نفلي عبادتونه او دثواب کارونه قبلوي او نه ئي فرائض قبلوي .

عن ابن عباس أن سعداً سأل النبي أن يسأل الله له أن يجعله مجاب الدعوة ف-ال له أطب طعمتك تستجب دعوتك. (المغني عن حمل الأسفار)

له ابن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دی چي سعد رضي الله تعالى عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وغوښتل چي له الله تعالى څخه زما لپاره سوال وكړه چي هغه تل زمادعاګاني � �بولي كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : چي خوراك د حلال كړه دعاګاني به د تل قبليږ ي.

عن بن عمر قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  أنه قال من اشترى ثوبا بعشرة دراهم وفي ثمنه درهم من حرام لم يقبل الله له صلاة ما دام عليه. (مسند الإمام أحمد)

ابن عمر رضي الله تعالى عنهما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت كړی دی چي هغه فرمائي: چاچي يوه جامه په لس درهمه واخيستله او په هغو درهمونو كي يودرهم حرام وو ترهغه وخته ئي ال� �ه تعالى لمونځ نه قبلوي چي ترڅو ئي هغه جامه اغوستلي وي.

عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من لم يبال من أين اكتسب المال لم يبال الله من أي باب � �دخله النار. (الديلمي في مسند الفردوس)

ابن عمر رضي الله تعالى عنهما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړی دی چي هغه فرم ائي: چاچي ددي پروا ونه ساتله چي له كومي خوا ئي مال لاس ته راوړلو الله تعالى به د هغه سړي د دي پروا ونه ساتي چي په كومه دروازه ئي دوزخ ته ور پوري وهلو.

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال لأن يجعل أحدكم في فيه ترابا خير من أن يجعل في فيه حراما . (ا� �كبائر)

ابوهري� �ه رضي الله تعالى عنه فرمائي: كه له تاسي څخه كوم يو سړی خپله خوله له خاورو څخه ډکه کړي له دي څخه زيات ښه دی چي حرام په خپله خوله كي اچوي.

قال ابن عباس رضي الله عنهما لا يقبل الله صلاة امرئ وفي جوفه حرام حتى يتوب إلى الله تعالى منه . (الكبائر)

ابن عباس رضي الله تعالى عنهما فرمائي: د يوچا چي په خيټـه كي حرام موجود وي تر هغه وخته ئي الله تعالى لمونځ نه قبلوي چي ترڅو ئي الله تعالى ته له هغو حرامو څخه توبه نه وي ايستلي.

قال سفيان الثوري من � �نفق الحرام في الطاعة كمن طهر الثوب بالبول والثوب لا يطهره إلا الماء والذنب لا يكفره إلا الحلال. (الكبائر)

سفيان ثوري رحمهُ الله تعالى فرمائي: چاچي حرام مال د الله تعالى په عبادت كي ولګولو داسي مثال لري لكه يوسړی چي جامي په متيازو (بولو) پرېمنځـي حال داچي صفائي صرف په اوبو سره راځي همداراز ګـناهونه هم صرف په حلال رزق سره صفاكېږ ي.

عن أبي بكر رضي الله عنه قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم : لا يدخل الجنة جسد غذي بالحرام . (مشكاة)

له ابوبكر رضي الله تعالى عنه څخه � �وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:  هغه بدن به جنت ته نه داخلېږي چي په حرامو پالل شوي وي.

قال عمر رضي الله عنه كنا ندع تسعة أعشار الحلال مخافة الوقوع في الحرام . (الكبائر)

عمررضي الله تعالى عنه فرمائي چي مونږ به د حلال رزق   نه (9) برخي په دې وجه پريښودلي چي داسي نه وي چي په حرامو كي ولوېږو.

روي عن كعب الأحبارانه وجد هذه الكلمات في التوراة مكتوبة فكتبها وهي يا ابن آدم لا تخافن من ذي سلطان ما دام سلطاني باقيا وسلطاني لا ينفد أبدا يا ابن آدم لا تخش من ضيق الرزق ما دامت خزائني ملآنة وخزائني لا تنفد أبدا يا ابن آدم لا تأنس بغيري وأنا لك فإن طلبتني وجدتني وإن أنست بغيرك فتك وفاتك الخير كله يا ابن آدم خلقتك لعبادتي فلا تلعب وقسمت رزقك فلا تتعب وفي أكثر منه فلا تطمع ومن أقل منه فلا تجزع فإن أنت رضيت بما قسمته لك أرحت قلبك وبدنك وكنت عندي محمودا وإن لم ترض بما قسمته لك فوعزتي وجلالي لأسلطن عليك الدنيا ت� �كض فيها ركض الوحوش في البر ولا ينالك منها إلا ما قد قسمته لك وكنت عندي مذموما يا ابن آدم خلقت السموات ا� �سبع والأرضين السبع ولم أعي بخلقهن أيعينني رغيف أسوقه لك من غير تعب يا ابن آدم أنا لك محب فبحقي عليك كن لي محبا يا ابن آدم لا تطالبني برزق غد كما لا أطالبك بعمل غد فإني لم أنس من عصاني فكيف من أطاعني وأنا على كل شيء قدير وبكل شيء محيط    ( المستطرف )

له كعب الاحبار څخه (چي د اهل كتابو يو ستر عالم ْوو او د ابوبكر صديق رضي الله تعالى عنه په خلافت كي یې اسلام قبول كړ او د عمر  بن الخطاب رضي الله تعالى عنه د خلافت په دوران كي  وفات شوی دی) روايت شوی دی وایي چي  هغه په تورات كي ليدلي دي او نقل كوي چي (الله تعالى فرمائي)  اې د ادم زويه له زورور څخه مه وېرېږه تر څو چي زما باچاهي برقراره وي اوزما باچاهي کله هم انتها نلري ، اې د ادم زويه ؛  د رزق له تنګي څخه مه ويرېږه ترڅو چي زما خزانې ډكي وي او زما خزانې كله هم نه ختمېږي ،  اې د ادم زويه؛  له ما څخه پرته له بل چاسره مينه مه ساته او زه ستا مل يم چي كله مي وغواړې موندلی مي شې او كه له مانه بغير له بل چاسره مينه ْوساتې زه د هم وبايللم او خير د هم ټول وبايللو  ،  اې د ادم زويه ؛  ماته زما د عبادت لپاره پيدا کړی یې  لویي  مه كوه او � �زق مي درته ټاكلی دی ځان مه ستومانه كوه اودډيرښت تمه یې مه ساته او په كمښت یې مه دل تنګه كېږه كه زما په تقسيم راضي شې زړه او بدن به د هوسا كړم او زما په نزد به ستائيلی یې او كه زما په ويش قانع نشې نو په خپل قوت او لويښت مي د قسم وي دنيا به په تا داسي مسلطه كړم چي د وحشي ځيناورانو په شان چي په بيديا كي ځغلي  ته  به هم داسي ور پسي  ځغلې او درته رسېږي به صرف په هماغه اندازه چي ما درته ټاكلي وي او هم به زما بد اېسې، اې د ادم زويه؛   ما اوه اسمانونه او اوه زمكي پيدا كړل او زه ورباندي  ستومانه نشوم ايا ستا يوه ټكله چي زه یې تاته درکوم  هغه به ما ستومانه كړي ، اې د ادم زويه زه له تاسره مينه لرم په تاباندي زما د حق په روي له ماسره مينه ساته ، اې د ادم زويه د سبا ورځي رزق نن مه را څخه غواړه لكه زه چي د سبا ورځي عمل نن نه درڅخه غواړم ځكه چي زه ګناهګاران  هم نه هيروم نو خپل دوستان به څرنګه له یاد څخه وباسم او زه په هرڅه قادر اوعالم يم .

قدوسي سليمانخيل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب