د رسول الله د میني په اړه د امام الذهبي وینا

امام الذهبي رحمه الله (پیدا: 673 هـ / 748 هـ – مړ: 1274م / 1348م) په خپل ښایسته کتاب (سیر الاعلام النبلاء) کې د مشهور تابعي عَبيدة السلماني رحمه الله په ژوندلیک کې کاږي یوه سړي عبيده ته وویل: زموږ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم څو وېښتان ایښي دي، عبيده ورته وویل: که زما سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو وېښته هم وی نو د ځمکې پر مخ له ټولو سپینو او سرو زرو به راته ګران و. امام الذهبي رحمه الله د عبيده السلماني په دې خبره باندي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مسلمانانو د میني په معیار ښکلې او په زړه پوري خبرې کړې دي، دلته یې کټمټ درته پښتو کوم.

امام الذهبي رحمه الله لیکي: د عبيده دا خبره د مومن د پوره میني معیار ده، د مومن په نزد به د رسول الله صلی الله علیه وسلم وېښته د نړۍ له ټولو سرو او سپینو زرو غوره وي، دا امام (عبيده) پنځوس کاله له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته دا خبره کوي، که موږ ته په کره توګه ثابته شي چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم وېښته دی نو موږ به څه وایو؟ او یا د هغه د چپل تسمه یا د نوک ټوټه یا د هغه د څښاک لوښی؟.

که یو شتمن د دې شیانو په ترلاسه کولو خپله ډېره شتمني ولګوي نو هغه به مبذر، بدخرڅه یا ساده بلل کیږي؟ نه، هیڅکله نه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې پخپلو لاسونو کوم جومات جوړ کړی ده د هغه د زیارت له پاره سفر وکړه او په دې لاره کې خپلې پیسې ولګوه، د هغه زیارت ته ځان ورسوه او سلام ورته وکړه، د هغه ښار (مدینه منوره) ته سفر وکړه هغه ځایونه وګوره چې دی په کې ګرځيدلي و، د احد غره ته ورشه او د هغه له لیدلو خوند واخله، هغه احد چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم ګران و، ته تر هغو پوره مومن نه شې کیدلی څو دا ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم تاته له خپله ځانه، اولاده، شتمنیو او ټولو خلکو در ګران نه شي.

مکې ته ولاړ شه او د طواف په مهال حجر اسود ښکول کړه، په هغه خوله کیږده ځکه په دې کې شک نشته چې هغه د انسانانو سرخیل صلی الله علیه وسلم ښکول کړی و، او په هغه یې مبارکي شونډي ایښې وې، تر دې به بله لویه د فخر خبره وي چې هغه په کوم ځای خپلې مبارکې شونډي ایښې وي او ته هم هغلته خپلې شونډي کیږدې؟!! . ثابت البناني رحمه الله ( مړ څه باندې 120هـ) مشهور تابعي او د انس بن مالک شاګرد دی، کله به یې چې انس بن مالک رضي الله عنه ولید له لاسه به یې ونیو، د هغه لاس به یې ښکول کړ او وبه یې ویل: دا هغه لاس دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لاس سره لګیدلي دی.

د امام الذهبي رحمه الله له خبرو نه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ده مینه معلومولی شو، ځکه خو د ده خبرې د مومن په زړه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه په څپو کوي او دې ته یې اماده او چمتو کوي چې سمدستي د مدینې په لور سفر ته ملا وتړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه د هر مومن نر او ښځې ایمان تکمیلوي، د هغه په سنتو او لارښوونو عمل کول او د هغه اخلاق خپلول له هغه سره د رښتیني میني ثبوت ده.

ليکوال : حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب