د رسول الله صلى الله عليه وسلم حق

 رسول اكرم (ص)   د خداى  پاك له ټولو بندګانو او  مخلوقاتو  څخه ستر او عظيم بنده او  مخلوق دى او دده حق  د خداى د ټولو مخلوقاتو په پرتله ستر او لوى دى.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( إنا ارسلنا ك شاهداً و مبشراً و نذيراً* لتومنو ا بالله و رسوله و تعزروه و توقروه ) د الفتح سوره  (  8-9)
په يقين سره مونږ د شاهد په حيث او د خوشخبرئ د وركوونكي په حيث او د ويرې وركونوي په حيث   استولى يې .
ترڅو  ( اى مسلمانانو ) تاسې په خداى او د هغه په رسول  ايمان راوړئ ،او  دهغه  مدد وكړئ ، او  د هغه  احترام وكړئ او د الله پاك سپيڅلتوب  او پاكي بيان كړئ .
هر مسلمان بنده ته ښائي چې د رسول اكرم (ص) سره مينه او محبت ولري اود خداى د ټولو  بندګانو   حتى د  خپل مور او پلار څخه زيات   له   رسول الله (ص)  سره مينه او محبت   وكړي.
په بنده باندې لومړى حق  دپاك  خداى حق دى او دوهم  حق چې څوك يې په مسلمان  بنده باندې  لري  هغه د رسول  الله (ص) حق دى . بيا ورپسې  دريم  د مور اوپلار حق دى
رسول الله (ص) ويلي دي :
لايؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من ولده ووالده و  الناس اجمعين )                     ( البخاري و المسلم)
د رسول اكرم (ص ) احترام او عزت كول ، په سم ډول او پرته له تقصير څخه د هغه تعظيم او احترام كول ، د هغه د سنت  درناوى كول  ، د رسول اكرم  ( ص) د اصحابو احترام كول د هر مسلمان  ديني وجيبه ده .
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( فلا و ربك لا يؤمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم لا يجدوا في أنفسهم حرجا مما قضيت و يسلموا تسليما ) د النساء سوره ( 65)

پس قسم دى ستا په پرودګار ! چې دوي نه مومنان كيږي ، تر څو چې په ټولو خپل منځي اختلافاتو كښې  تا منصف يعنې  حاكم ونه ګڼي يعنې قبول نه كړي ،  بيا چې  ته كومې فيصلى   د هغوي په منځو كې   كوې  د هغو په خاطر په خپلو زړونو كښې هيڅ ډول تنګئ او  نا خوښئ ته ځاى ور نكړي  او له فرمانبردارئ سره يې ومني.
دپورتني آيت مطلب دادى چې د نبي (ص)  له هرې خبرې يا فيصلې  سره اختلاف لرل  خو پريږده ، كه  څوك  په دې اړه په  زړه كښې كوم شك هم  محسوس كړي هغه د ايمان منافي عمل ګڼل كيږي
الله پاك د آال عمران په سوره كښې فرمائي :
(  قل إن كنتم تحبون الله فاتبعوني يحببكم الله و يغفر لكم ذنوبكم و الله غفور رحيم)
ووايه ( اى محمده دوي ته ) ! كه تاسې له خداى پاك سره محبت ساتئ نو زما تابعداري وكړئ ، خداى پاك به پخپله له تاسې سره محبت وكړي او ستاسې ګناوې به معاف كړي  او الله تعالى  ستر بخښونكى  ډير رحم كوونكى يعنې مهربان دى.

په پورتني آيات كښې دا  حقيقت پروت دى چې كه  انسان  له خداى پاك سره محبت لري  نو ښايي چې د خداى تابعداري وكړي  ، څوك  چې دغه كار كوي نو هغه  له محب څخه محبوب ګرځي ،  يعنې خداى ورسره محبت كوي   او دا څومره اوچت مقام دى  چې  انسان  ته په  الهي بارګاه كې د محبوبيت مقام حاصل شي.
په مسلمان بنده باندې د رسول اكرم (ص) له حقونو څخه يو بل حق دادى چې د محمدي  شريعت څخه دفاع  وكړي  او

هيچا ته اجازه ورنكړي چې  په محمد (ص) او دده په شريعت  بد ووايي او يا ورباندې تيری وكړي .
درسول اكرم (ص) ټول ژوند د روښنائئ يوه مناره ده، چې د انساني ژوند ټول تياره اړخونه يې روښانه او منور كړي دي – په ټوله دنيا كې انسانان  د دې روښنائئ   له فيض څخه برخه من كيداى شي  او په دې روښنائئ كښې ژوند ته د دوام  په  وركولو  په ټوله نړۍ كښې امن او سكون  قائمولاى شي – په دنيا كښې  كاميابئ او كامرانئ  ته د رسيدلو د پاره همدا يوه لار ده  او له دى سره انسان خپل ذاتي ژوند  ښګلى او ښائسته  كولاى شي او همداشان  په خپله ټولنه كښې  هم  امن  ، امان او  سكون  راوستلاى شي. ددې منارې د رڼا څخه په استفاده د ترهګرئ ، وحشت ، ظلم اوزياتي  تورې  تيرې  د مينې ،  الفت ، محبت ، وروولئ او دوستئ  په  روښنائي  بدليدلاى شي. .
د كائيناتو خالق خپل  محبوب رسول (ص)   د بشريت  د پاره د يو ښه مثال په طور راليږلى دى –       هغه ته يې لارښونه او هدايت كړې چې د ژوند په ټولو برخو  كښې كه   د هغه   تعلق له عباداتو او معاملاتو سره وي ، كه له تمدن او فرهنګ سره وي ، كه  د حكومت دارئ او سياست سره وي ، كه د تعليم او تربيې له نظام سره   وي  ، كه له اقتصادي او معيشتي نظام سره وي  ،  خلكو ته رهنمائي او لار ښونه    وكړي  .

د اسلام د پيغمبر حضرت  محمد مصطفى (ص) ژوند له وړوكوالي نه نيولى تر ځوانۍ او د عمر وروستئ برخه يو بې سارې او مثالي ژوند ؤ او په اسلامي تاريخ كښې ستر مقام او حيثت لري. له مشرانو او سپين ږيرو سره د آنحضرت برخورد ، له دوستانو او ملګرو سره د آنحضرت طرز عمل ، د يو مثالي پلار او يو مثالي خاوند په حيث د آنحضرت چلند ، د خپلو  مطهره ميرمنو سره د آنحضرت ښه ګذاره او معيشت  ، د يو استاد او لار ښود په حيث د آنحضرت دتعليم او تربيې  ، او د درس او تدريس  مثالي طريقه ،په كار وباري  معاملاتو كښې د آنحضرت  كيفيت او څرنګوالى  ،  د امانت دارئ او ديانت دارئ  په چارو كې د آنحضرت  خصوصيات  ، د آنحضرت  لو ړ اخلاق او كردار  ،  له رعاياو سره د آنحضرت ښه رويه ، د يو عظيم سپه سالار او پوځي قائد په حيث د آنحضرت طرز عمل ، له دښمنانو ، بد خواهانو ، مخالفينو او  ظالمانو په مقابل كښې د آنحضرت حس سلوك ، مقصدكه  د ژوند په هره برخه  كښې  د آنحضرت په باره كښې خبرې وشي نو په  انساني تاريخ  كښې به د آنحضرت په څير بل كوم مثال پيدا ه شي.

رحمن بابا وايي :
كه صورت د محمد نه وې پيدا
پيدا كړې به خداى نه وې دا دنيا
خداى پاك دا د نيا د محمد (ص) له رويه پيدا كړې ده .  يو مسلمان بنده كه د محمد (ص) د اخلاقو او آدابو  مطابق  د ژوند  كولو  كوشش وكړي نو هغه بنده په حقيقت كښې د رسول الله (ص) حق   پرځاى كوي او دا يو  ستر  كار دى .

الحاج فضل الله رشتين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب