د رسول الله صلی الله عليه وسلم نصيحتونه

د ابو وائله په متفق عليه حديث کې،راغلي دي:
 
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه به هره پنج شنبه خلکو ته نصيحت کاوه؛ يو تن ورته وويل: ای د عبدالرحمن پلاره! خوښوم چې هره ورځ موږ ته نصيحت وکړې، هغه وویل: له دې څخه پرته له دې بل څه ما نه راګرځوي چې زه نه غواړم تاسې زړه تنګي کړم او کله ناکله تاسې ته نصیحت کوم څرنګه چې د زړه تنګي له وېرې نبي کریم صلی الله علیه وسلم موږ ته کله ناکله نصیحت کاوه.
 
یاد حدیث موږ ته د هغه صلی الله علیه وسلم له کړنو څخه یوه پېښه ثبتوي، چې هغه راته عبد الله بن مسعود په خپلې کړنې را نقلوي بیا پرې په خپلې وینا ټینګار کوي.
 
نو هغه هره پنج شنبه خلکوته وعظ کوي یانې په اونۍ کې یو ځل او له دې یې نه زیاتوي، که څه هم د ګټندویانو غوښتنه د زیاتونې ده او ورته خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې کول او هغه یې د سنت پیروي کوي بیا د دې حکمت هم بیانوي.
 
د حدیث هغه ګټې چې زموږ له موضوع سره تړاو لري، دا دي:
 
۱: نبي کریم صلی الله علیه وسلم خلکو ته وعظ کاوه خو دومره زیات یې نه کوه چې دهغوی د زړه تنګۍ لامل شي.
 
۲: دا وعظونه له هغو احکامو پرته وه چې وحی به پرې راتله، ځکه چې پرته له ځنډه د هغو رسونه اړینه وه او په ځانګړي ډول چې کله یې ټاکل شوي وخت سره تړاو درلودلی.
 
او دا یانې د وعظونو موضوع په هغو شیانو نصیحت کونه وه چې مخکې به یې یادونه شوې وه یا به په هغه څه وه چې اخلاقي اړخونو سره به یې تړاو درلود یا د اخرت له ورځې سره.
 
۳: د محمد صلی الله علیه وسلم له مړینې وروسته صحابه وو رضی الله عنهم خلکو ته د وعظ کولو په مسئولیت ترسره کولو کې خپل رول لوبولی او له هغوی عبدالله بن مسعود او داسې نور صحابه وو.
 
۴: صحابه وو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هرې کړنې د شکل او مضمون دواړو پیروي کوله.
 
سپېڅلي ایاتونه هم وعظ ته په هغې اړتیا ټینګار کوي چې په حدیثو کې یې یادونه شوې :
 
له هغو څخه د الله جل جلاله دا وینا ده: وَّذَكِّرْ فَاِنَّ الذِّكْرٰى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِيْنَ ۵۵؀ (الذاریات : ۵۵)
 
ژباړه : او پند ورکړه، بېشکه مؤمنانو ته پند ګټه رسوي.
 
عرباض بن ساریة رضی الله عنه راته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وعظونو څخه یو بېلګه بیانوي ، هغه وایي:
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ورځ لمونځ راکړ، بیا یې مخ راواړه، نو ډېر په زړه پورې وعظ یې راته وکاوه چې له امله یې سترګو اوښکې و بهولې او زړونه ووېرېدل؛ نو یو تن وویل: ای د الله رسوله! لکه دا چې د رخصتوونکي وعظ و؛ نو په څه راته سپارښتنه کوې؟
 
هغه وویل : له الله څخه په وېرې، په اورېدو او پیروي درته سپارښتنه کوم که څه هم (مشر مو) یو حبشي غلام وي؛ نو څوک چې له ما وروسته ژوند کوي، ډېر ژر به زیات اختلافونه وویني، نو زما او پر لارښوونې ولاړ د لار موندونکو ځای ناستو لار خپله کړئ، په ټینګه یې ونیسئ او غاښونه پرې ولګوئ، او له ځانه جوړ نوو کارونو څخه ځان وساتئ، ځکه چې هر نوی کار بدعت دی، او هر بدعت لار ورکي ده.
 
او په دې کې هیڅ شک نه شته چې د رسول صلی الله علیه وسلم وعظونه موږ ته نقل شوي دي، او ښایي چې د اخلاقو ټولې ویناوې د همدغو وعظونو مضمون دی.
د الله یادونه
 
له ابو هریره رضی الله عنه روایت دی، وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي:
 
بېشکه د الله داسې پرښتې دي چې په لارو کې ګرځي، د الله یادوونکي لټوي، نو کله چې داسې خلک ومومي چې الله یادوي، یو بل ته غږ وکړي : خپلې اړتیا ته راشئ؛ نو د دنیا تر اسمانه یې په خپلو وزرونو کې نغاړي.
 
بیا یې ورڅخه پالونکی پوښتنه کوي حال دا چې هغه ترې ډېر پوه دی، زما بندګانو څه ویل؟
 
هغوی ورته وایي: ستا پاکي او لویي یې بیانوله او ستا ستاینه یې کوله، او ستا درناوی یې کاوه.
 
نو هغه وایي: ایا زه یې لیدلی یم؟
 
هغوی ځواب وکوي: نه، په الله قسم ته یې نه یې لیدلی.
 
هغه وایي: نو څنګه به وای، که زه یې لیدلی وای؟
 
هغوی وایي: که یې لیدلی وې نو ستا به یې ډېر عبادت کاوه، زیات درناوی او ستاینه به یې کوله، او ستا به یې ډېره پاکي بیانوله.
 
هغه به ووایي: له ما څخه یې څه غوښتل؟
 
هغوی به ووایي: له تا یې جنت غوښته.
 
وبه وایي: ایا هغه یې ليدلی دی؟
 
هغوی به ځواب ورکړي: نه، په الله قسم، ای زموږ پالونکیه! نه یې دی لیدلی؟
 
هغه به وایي : څرنګه به وای که هغه یې لیدلی وای؟
 
هغوی به ووایي: که هغه یې لیدلی وای، نو د هغې به زیات حریص وای، او دهغه به زیات غوښتنکي وای، او هغه ته به زیات لیواله وای.
 
هغه وایي: نو له څه یې پناه غوښتله؟
 
هغوی به ووایي: له اوره.
 
هغه به ووایي : ایا هغه یې لیدلی دی؟
 
هغوی به ووایي : نه، په الله قسم، ای زموږ پالونکیه! نه یې دی لیدلی.
 
هغه به ووایي: څنګه به وای که هغه یې لیدلی وای؟
 
هغوی به ووایي: که یې لیدلی وای نو ډېر لیرې به ترې تښتېدل، او زیات به ترې وېرېدل.
 
نو هغه به وایي: زه تاسې شاهدان ګرځوم چې ما ورته بخښنه کړې.
 
له پرښتو به یوه پرښته ووايي : چې په هغوی فلانکی دي چې له هغوی څخه نه دی، بلکې هغه خپلې اړتیا ته راغلی.
 
هغه به وایي : هغوی داسې ملګري دي چې ورسره ناست ترې هم نه بې برخې کیږي.
 
دعاء
 
ابو ذر رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه (محمدصلی الله علیه وسلم) له الله جلاجلاله روایت کوي چې هغه وايي: ای زما بندګانو! بېشکه ما په خپل ځان تیری حرام کړی دی، او ستاسې تر منځ مې هم حرام کړی دی نو پر یو بل تیری مه کوئ.
 
ای زما بندګانو! له هغو پرته تاسې ټول لارورکي یاست چې زه ورته لارښوونه وکړم، نو له ما څخه لارښوونه وغواړئ، زه به لار در وښیم.
 
ای زما بندګانو! له هغو پرته چې ما خواړه ورکړي تاسې ټول وږي یاست؛ نو له ما څخه خواړه وغواړئ، زه به خواړه درکړم.
 
ای زما بندګانو! له هغو پرته چې ما پټ کړي دي تاسې ټول لوڅ یاست؛ نو له ما څخه کالي وغواړئ، چې پټ مو کړم.
 
ای زما بندګانو! تاسې په شپه او ورځ کې تېروتنې کوئ او زه ټول ګناهونه بخښم؛ نو له ما څخه بخښنه وغواړئ، و به مو بخښم.
 
ای زما بندګانو! تاسې هیڅکله زما زیان ته نشی رسېدلای څو ما ته زیان ورسوئ، او هیڅکله زما ګټې ته نشئ رسېدلای څو ما ته ګټه ورسوئ.
 
ای زما بندګانو! که ستاسې لومړنی، وروستنی، انسان او پېری له تاسې څخه د ترټولو زیات ځان ساتونکي پر زړه شي، دا زما په پاچايي کې هیڅ نشي زیاتولی.
 
ای زما بندګانو! که ستاسې لومړنی، وروستنی، انسان او پېری له تاسې څخه د ترټولو زیات ګناهګار پر زړه شي، دا زما په پاچایي کې څه کمښت نه راولي.
 
ای زما بندګانو! که د ستاسې لومړی او وروستی، انسان او پېری په یوه میدان کې ودرېږي او له ما څخه وغواړي او هر یو ته یې خپله غوښتنه ورکړم، نو دا په هغه څه کې کمښت نه راولي چې له ماسره دي لکه څرنګه چې یوه ستن چې د سیند په اوبو کې کمښت نه راولي کله چې پکښې دننه ایستل شي.
 
ای زما بندګانو! داسې ستاسې کړه وړه دي چې درته یې ګڼم بیا به یې پوره بدله درکړم، څوک چې ښېګڼه و موندي؛ نو د الله ستاینه دې وکړي او څوک چې له دې پرته بل څه وموندي نو یواز ې خپل ځان دې ملامتوي.
 
ليکنه او ترتيب: صالح احمد الشامي
 
ژباړه: مفتي عبدالحق حقاني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب