د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېږد

رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال پر ١٢ دلومړۍ خور ددوشنبې په ورځ ودنيا ته تشريف راوړى دئ . دغه نېټه دميلادي سنې ٥٧٠ م سره سمون خوري. ابن کثير وايي :
په دې کي هيڅ اختلاف نسته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوشنبې په ورځ زېږېدلى دئ.
ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوشنبې په ورځ ودنيا ته تشريف راوړى دئ ، ددوشنبې په ورځ الله جل جلاله  پيغمبر کړى دئ ، ددوشنبې په ورځ يې دمکې مکرمې څخه مدينې منورې ته  هجرت کړى او ددوشنبې په ورځ يې ددنيا څخه رحلت کړى دئ. (رواه احمد)
داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال باندي پر دنيا سترګي غوړولي دي په دې کي هيڅ اختلاف نسته البته دورځي او مياشتي په اړه يې اختلاف سته جمهور علماء په دې آند دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دفيل په کال دلومړۍ خور پر دوولسمه نېټه دنيا ته راغلى دئ . ابن اسحاق په خپل سيرت کي هم په دغه خبره دتصريح کړې ده . ابن عباس رضی الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم دلومړۍ خور پر دوولسمه نېټه دفيل په کال دنيا ته تشريف راوړى دئ ، په همدې ورځ يې هجرت کړى دئ او په همدې ورځ ددنيا څخه کوچېدلى دئ. په البداية والنهاية کي راغلي دي چي پورتنى نظر دمشهورو علماؤ دئ.
درسول الله صلی الله علیه وسلم پلار عبدالله دعبدالمطلب زوى وو نسب يې مخکي ذکر سو درسول  الله صلی الله علیه وسلم  مور بي بي آمنة دوهب لور وه وهب دعبدمناف زوى دئ ، عبدمناف دزهرة زوى دئ ، زهرة دکلاب زوى دئ ، کلاب درسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځم نېکه دئ يا په بل عبارت درسول الله صلی الله علیه وسلم  نېکه عبدالمطلب دهاشم زوى دئ او هاشم دعبدمناف زوى ، عبدمناف دقصى زوى دئ اوقصى دکلاب زوى دئ . په دې ترتيب درسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځم نېکه او دمور څلورم نېکه سره يو دي . دده مبارک مور هم داسماعيل علیه السلام  داولادې څخه ده ځکه دده او دده دمور دنسب سلسله سره يوکيږي. اسماعيل علیه السلام  لکه مخکي چي يې قصه ذکر سوه ابراهيم علیه السلام  يې دذبحه کېدو اراده کړې وه ځکه الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  ته په خوب کي امر کړى وو چي اسماعيل علیه السلام  قرباني کړي نو په دې لحاظ اسماعيل علیه السلام  ته لومړى ذبيح ويل کيږي ، همدا ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم نېکه عبدالمطلب هم اراده کړې وه چي درسول الله صلی الله علیه وسلم پلار عبدالله ذبحه کړي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب