د رسول الله ص د قبر الهي ساتنه

 

په کال ۵۵۷هـ ق کې دوه تنه عیسویان چې ځانونه یې د اندلس مسلمانان معرفي کول مدینې منورې ته راغلل، نبوي مسجد سره خواکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکې روضې ته نیږدې یې استوګنه غوره کړه.

دغه نویو راغلو عیسویانو چې ځانونه ډیر تقوی داره مسلمانان ښکاره کول د ډیرې دیندارۍ او له نبوي روضې سره د مینې له امله روضې مبارکې ته ځېرمه میشت شول او پنځه وخته لمونځ یې به نبوي جومات کې په جماعت سره اداء کولو، د ظاهري تقوی او پرهیزګارۍ په وجه د مدینې په خلکو کې ډیر زیات مشهور شول او خلکو به ورته ډیر درناوی کولو.

خو په حقیقت کې دغه دوه تنو کینه کښو عیسیویانو غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم روضې مبارکې ته (تونل) ووهي او د هغه صلی الله علیه وسلم جسد مبارک غلا کړي او وه یې تښتوي، د همدې لپاره یې د هر لمانځه نه وروسته د بل لمانځه تر وخته پورې د تونل به په کیندلو مشغول وو، او خلکو به ځکه ورباندې شک نه کولو چې دواړو ځانونه ډیر تقوی داره ظاهرول.

دواړو عیسویانو د ډیر وخت لپاره خپل دغه شریر عمل ته ادامه ورکړه، د دې لپاره چې د مدینې خلک د تونل څخه د راوتلو خاورو په لیدلو شک ونه کوي د تونل خاورې به یې د شپې له مخې په وړو بوجیو کې روضې مبارکې ته څېرمه په یوه کوهي کې اچولې.

your ads

له اوږده زیار او هڅو وروسته کله چې دغه تونل د رسول الله صلی الله علیه وسلم جسد مبارک ته نیږدې کیږي، په همدې وخت کې په شام کې د مسلمانانو امیر نور الدین زنکي رحمه الله خوب ویني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته واېي: ((اې نوره! له دغه دوه سورمخو نه مې وژغوره)) له دې سره سم دستي نور الدین زنکي رحمه الله وارخطا له خوب نه راپاڅېدلو؛ خو نه پوهیدلو چې څه وکړي، حیران دریان ؤ.

لیکن کله چې په یوه شپه کې د درېیم ځل لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب ویني او همدا یوه خبره ورته کوي، نو په هماغه تیاره شپه کې له سهار نه مخکې خپل دینداره وزیر جمال الدین الموصلي را غواړي  او خپل خوب ورته بیانوي، وزیر یې چې ډیر هوښیار او تقوی داره سړی ؤ ورته  وویل: دا پېښه فعلا په مدینه منوره کې شوې ده، خو پرته له دې چې چاته حال وواېي باید په خپله مدینې منورې ته ولاړ شې او دا کسان معلوم کړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه په تنګ شوی دی.

په سبا سهار وختي د شام امیر سلطان نور الدین زنکي رحمه الله له خپل هوښیار او تقوی داره وزیر او سلګونو خاصو عسکرو سره یوځای مدینې منورې ته روان شو، مدینې منورې ته له رسیدو سره سم نبوي مسجد ته ولاړو دوه رکعته لمونځ یی اداء کړ او د رسول الله صلی الله د روضې مبارکې زیارت یې هم وکولو، خو بیاهم نه پوهیده چې څه وکوي؟!!

له لمانځه وروسته وزیر جمال الدین ورته وویل: آیا هغه دوه کسان پېژنې چې په خوب کې دې لیدلي وو؟ سلطان نور الدین رحمه الله ورته وویل: هو. وزیر سمدستي اعلان وکولو چې پاچا نور الدین زنکي مدینې ته منورې ته راغلی او د مدینې له ټولو خلکو نه غوښتنه کوي چې د هغه په وړاندې حاضر شي ترڅو صدقا ورباندې وویشي.

د صدقې ویشلو پرمهال سلطان نور الدین زنکي رحمه الله په یو لوړ ځای دریدلی ؤ؛ ټولو راغلو کسانو ته یې په ځیر کتل ترڅو هغه دوه کسان معلوم کړي خو هغه دوه کسان یې پیدا نه کړل چې په خوب کې ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلي وو.

کله چې ټول خلک خلاص شول؛ بیا یې اعلان وکولو: داسې څوک خو پاتې نه وي چې خپله برخه صدقه یی اخیستې نه وي، نو یو مشر کس پاڅېدلو او وه یی ویل چې نه ټول خلک راغلل یوازې د روضې خواته په خیمه کې دوه تنه د اندلس مسلمانان پاته دي، ځکه هغوی له جومات او خپلې خیمې نه پرته بل ځای ته نه ځي.

سلطان نور الدین زنکی رحمه الله فورا په هغو دوه تنو پسې عسکر ولیږل چې د اندلس مسلمانانو په لباس کې یې ځانونه هلته پټ کړي وو، کله چې هغه کسان را حاضر شول نور الدین زنکی رحمه الله وپيژندل، خو په ښکاره یې څه ونه ویل، بلکې پوښتنه یې ورڅخه وکوله چې له کوم ځایه راغلي یئ؟ عیسیویانو ورته وویل: مونږ دواړه د اندلس مسلمانان یو د حج لپاره راغلي یو. سلطان رحمه ورته وویل: رښتیا ووایئ څوک یئ او د څه له پاره راغلي یئ؟  لیکن هغه دواړه عیسویانو خپله اولنۍ خبره باندې ټینګار کولو، ځکه خو سلطان نور الدین هغوی دواړه بندیان کړل.

د عیسویانو له بندي کولو وروسته سلطان نور الدین له خپلو عسکرو سره یوځای د هغه دوه تنو عیسویانو خیمې ته ورغلو. د هغوی په خیمه کې یې ډیرې پیسې او په لاتیني ژبه لیکل شوي کتابونه وموندل، لیکن داسې کوم شکمن شی یې پیدا نه کړ، له خیمې څخه د وتلو لپاره یې ځان تیارولو چې الله پاک ورته الهام وکولو او د خیمې دننه یې یوه یوه ډولچه اوچته کړه، ګوري چې د ډولچې لاندې د لرګي یوه هواره تخته ده؛ د لرګي تختې په اوچتولو سره یې لاندې په ځمکه کې لویه سمڅه(تاخانه) پیدا کړه، خو تردې مهاله هم پاچا نور الدین ددې دواړو عیسویانو په نیت نه پوهیده چې په سمڅه یې څه کول غوښتل.

د سمڅې میندلو سره د سلطان نور الدین زنکي رحمه الله څو تنه مسلمان عسکر سمڅې ته ورننوتل ګوري چې له دغې سمڅې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکې حجرې ته تونل کیندل شوی دی، تونل د مسجد له دیوال څخه هم اووښتی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک جسد ته بیخي نیږدې رسیدلی دی.

همدغه راز د تحقیق پرمهال دغو عیسویانو ومنله چې د خپل مشر پاپ لخوا ورته دنده سپارل شوی وه، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک جسد را غلا کړي، او له هغه وروسته به د مسلمانانو عقیده کې د شک اچولو او کمزوري کولو لپاره به اعلان وکړي چې د مسلمانانو پیغمبر هیڅ حقیقت نه لري، ځکه چې قبر یې تش تور دی، والعیاذ بالله.

کله چې د مدینې منورې عام ولس له دغې پېښې نه خبر شو دغه دواړه عیسویان یې سم وه ډبول، د مدینې منورې خلک له دوه وجهو نه سخت په غوسه وو: اول خو داچې دغو عیسویانو د مسلمانانو په لباس کې ځانونه پټ کړي وو، او دوهمه داچې د رسول الله صلی الله مبارک جسد یې په غدر سره پټولو، ځکه خو یې د مرګ تر برید وډبول. د سلطان نور الدین زنکی رحمه الله د امر مطابق دغه دواړه عیسویان د حجرې مبارکې له ختیځې کړکۍ سره ووژل شول او جسدونو ته یې د حرم له حدودو څخه دباندې اور واچول شو.

له دې وروسته سلطان نور الدین زنکي رحمه الله امر وکړ چې له نبوي روضې څخه یو پوخ دیوال چاپيره شي او په خپله بیرته شام ولاړو.

الله دې په سلطان نور الدین زنکي باندې ورحمیږي واقعا چې د اسلامي امت یو پر افتخاره پادشاه تیر شوی؛ اسلامي امت به تل تر تله د سلطان زنکي په دغه تاریخي کارنامه باندې ویاړ کوي او الله جل جلاله ته سوال کوو چې مونږ ته همداسې رېښتوني مسلمان پادشاهان را په نصیب کړي آمین.

د پام وړ: نور الدین زنکي(۵۱۱-۵۶۹هـ ق) د سلطان عماد الدین زنکي شهید زوی ؤ، د نسب سلسله یې په ترکي سلجوقیانو پورې تړلی ده، په مذهب حنفي او د زنکي خاندان دوهم پاچا ؤ چې د موصل، اربل، دیاربکر حلب، دمشق ترڅنګ د شام او مصر په ډیری برخو باندې پاچاهي کړې ده. په دغه موده کې یې په شام او مصر کې د صلیبیانو او فاطمي شیعه ګانو په خلاف جنګونو کې د فتوحاتو له امله سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ته د بیت المقدس د فتح کولو لاره هواره کړه.

ژباړه: قدرت الله «تنها»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب