د رسول الله په توهین کې ځان مه شریکه وی

څنګه چې په فرنسه کې د الله تعالی دښمنانو د الله تعالی د نازولي رسول حضرت محمد صلی الله علیه وعلی آله وسلم په شان کې ګستاخي کړې ده نو زموږ ځینې مخلص مسلمانان هم په ناخبري کې د فرنسې د بې دینانو دا شنیع عمل په برېښنایي ټولځایونو کې لټوي او غواړي ددوۍ دا خچن او ناوړه عمل وګوري هغه که په هر نیت وي د مسلمان په صفت او د سلفو پر قدم د دقدم اخیستو په خاطر باید داکار ونه کړي ځکه دا ډېره ستره ګناه ده چې د نفاق صفت لرونکې ده ــ الله تعالی دې موږ او تاسو وساتي ــ ځکه الله (ج) فرمایي :
وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا (140)
او په تاسو باندې په کتاب کې نازله شوې ده (داخبره) چې تاسو کله دالله ایاتونه اورﺉ او پر هغو کفر کیږي او ملنډې پرې وهل کېږي نو تاسو له هغو (خلکو) سره مه کېنئ تر هغه چې په نورو خبرو کې ګډ شي بې شکه چې تاسو ددوۍ په څېر یاست (چې په هغه حال کې چې ورسره ګډ کېنئ) بې شکه چې الله تعالی منافقانو اوکافرانو ټولولره په دوزخ کې سره یوځای کونکی دی.

همدا رنګه د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه قول دی چې وایي: تاسو باطل په چوپتیا سره ووژنئ ،او خبرې مه پکې کوﺉ چې بیا به دښمن خوشحال شي .
د قریشو کفارو به د نبي علیه السلام او د هغه د صحابه کرامو په شان کې ناکاره شعرونه او نظمونه ویل خو تر موږ را ونه رسېدل او نه پرې خبر شوو ځکه مسلمانانو هغه شعرونه نه لوستل او نه یې را نقلول بلکې هیڅ ارزښت یې نه ورکاوه نو ځکه ورک شول !!
نو موږ ته هم اوس په کار دي چې د فرنسې له بې دینانو سره ورته شان سلوک وکړو او دهغوۍ دا شنیع عمل په انټرنټ کې په برېښنایي ټول ځایونو لکه فېس بوک ، ټویټر ، ګوګل پلس ، یوټیوب او نوروځایونو کې ونه لټوو .

لیکوال: شاکر مموزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب