د رسول الله ﷺ په غزاګانو کې درسونه او پندونه

 

لومړى په اسلام کې د جنګ له مشروعيت او د جنګ له اسبابو، او عامو قواعدو څخه خبرې کوو:
رسول الله ﷺ خپل دعوت په نيکې موعظې سره پيل کړ، خپل قوم  ته هغه څه  لولي چې د الله ﷻ له لوري ورباندې نازليږي، له هغوى سره د زړه او عقل خبرې کوي، داسې خبرې چې دوى خپل جهل، ګمراهۍ او بت پرستۍ ته متوجه کوي او سترګې يې پرانيزي، خو قوم لومړى د هغه ﷺ ځواب په ټوکو او ملنډو سره ووايه، بيايې د افتراء او آزار رسولو له اسلوب نه کار واخيست او په آخر کې يې د هغه ﷺ د وژلو توطئه جوړه کړه، خو الله ﷻ د هغه دعوت ته بل داسې ځاى پيدا کړ چې هلته دعوت په امن او اطمينان سره مخ په وړاندي لاړ.  مګر رسول الله ﷺ پدې نوي ځاى کې هم له دوو شيطاني قواوو سره مخامخ شو چې هر يوه پخپل وار ورته توطئې جوړولې، د جاهليت د قواوو  لومړنۍ قواء  د قريشو قوا وه کومه چې د رسول الله ﷺ او اصحابو (رضي الله عنهم) له هجرته، او د مدينې د خلکو له ايمان راوړو نه  ډير ناکراره وه…. دويمه قوا يهودان ؤ.
رسول الله ﷺ په مدينه کې ځاى په ځاى شو، د انصارو او مهاجرينو قيادت يې په لاس کې ونيو، سمدلاسه د يهودانو مشرانو ددې الهي قيادت په وړاندې خپله کينه او مکر څرګند کړ، ځکه نور په مدينه کې د دوى د قدرت ټغر مخ په ټوليدو شو او د  مدينې زعامت په کامله توګه د رسول ﷺ په لاس کې ولويد. په مدينه کې د رسول ﷺ د اوسيدو په دوران کې د قرآنکريم آيتونه نازليدل، او هغه ﷺ ته يې د هغوى د خبرو په وړاندي د صبر او زغم امر کاوه:

﴿  وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِيلاً ﴾ [المزمل: ۱۰].
(او خلک چې کومې خبرې جوړوي پر هغو صبر وکړه او په شرافتمندانه ډول له  هغوى نه بيل شه).

له هجرته مخکې به قرانکريم مسلمانانو ته د صبر او زغم امر کاوه خو مشرکينو به نور هم خپل ظلمونه ورباندې زياتول توطئې به يې جوړولې او په مقابل کې د مسلمانانو شمير کم ؤ او نه يې شوى کولى چې د هغوى د ظلمونو مخه ونيسي، خو کله چې رسول الله ﷺ مدينې منورې ته راغى، نو مسلمانان د قدرت او عظمت خاوندان شول، او دا داسې وخت و چې د قريشو تجاوز او دښمني  له يوې خوا او د يهودو خبث او په هره شيبه کې پر مسلمانانو د هغوى له خوا ناڅايي يرغل له بلې خوا ؤ، او څرنګه چې اسلام د واقعيت دين دى، هيڅکله هم واقعيت له نظره نه اچوي، په اوهامو پسې نه ځي، هر اقدام يې  د واقعيت په بناء او د لوړو اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې تر سره کيږي نو ددې وخت ضرورت هم دا ؤ چې بايد په زور او قوت سره  د ځان حمايه او دفاع وشي، د تيري مخې ته په کلکه ودريږي تر څو د باطل شان او شوت ختم کړي او اسلامې بلنې  ته ميدان خالي شي چې له عقلونو سره خبرې پيل کړي، فساد د صلاح خوا ته بوزي، نفسونه تزکيه کړي او د خير او هدايت غوښتونکو ته د اقتدا وړ افراد وروزي.
ددې ټولو شيانو او دېته ورته مسايلو په نظر کې نيولو سره الله ﷻ د هجرت په دوم کال د جنګ اجازه ورکړه او دا ايتونه نازل شول:

﴿  أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ (۳۹) الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلاَّ أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيراً وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ  (۴۰) الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاةَ وَآتَوْا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنْ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ ﴾ [الحج: ۳۹ـ ۴۱].
(هغو کسانو ته اجازه ورکړه شوه چې د هغو پر خلاف په جګړه لاس پورې کيږي ځکه چې هغوى مظلومان دي او الله ﷻ په  يقيني ډول د هغو د ملاتړ وس لري دا هغه کسان دي چې له خپلو کورونو څخه په ناحقه وويستل شول يوازې په دې جرم چې هغوى وايي (زمونږ رب الله ﷻ دى) که الله ﷻ خلک يو د بل په وسيله دفع نکړي نو خانقاګانې، کليساګانې، عبادتخانې او جوماتونه چې په هغوى کې د الله ﷻ نوم ډير زيات اخيستل کيږي ټول به ونړول شي الله به ارو مرو د هغه کسانو سره مرسته وکړي چې د هغه مرسته کوي، الله ډير زورور او برلاسى  دى. دا هغه کسان دي چې که مونږ دويته په ځمکه کې قدرت ورکړو نو لمونځ به قائم کړي، زکات به ورکړي په ښو چارو به امر وکړي او له بديو نه به منع وکړي او د ټولو چارو پاى د الله په لاس کې دى).

your ads

د جنګ په هکله دا لومړي آيتونه وو چې نازل شول، بده به نه وي چې پدې هکله څو خبرې وکړو، تر څو د جنګ د اجازې حکمتونه او د جنګ فايدې او اهدا ف وپيژنو:
١. الله (ﷻ ددې آيت په لومړنۍ برخه کې ويلي دي چې مؤمنانو ته يې د جنګ اجازه ورکړې او همدا راز يې له مؤمنانو څخه د (الذين يقاتلون) هغه کسان چې جګړه ورسره کيږي په لفظ تعبير کړى، او د ژبې مشهوره قاعده ده چې مشتق  ته د حکم تعليق (نسبت) د مشتق منه سببيت افاده کوي نو دلته (يقاتلون) له مقاتلې څخه مشتق دى او معنې يې دا ده هغه مؤمنان چې اوس ورته د جنګ اجازه ورکړ شويده له دوى سره جنګ کيده، يعنې ظلم ورباندې کيده، او ځورول کيدل به او د جګړې اعلانونه به ورته کيدل، نو دا څرګنده ده چې دوى ته د جګړې د اجازې علت پر دوى باندې ظلم او فشار ؤ، او اوسنۍ اجازه (جګړه) د تيري د دفع کولو او مقابله مثل بالمثل ده،

لکه چې الله تعالى فرمايي: ﴿ فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ ﴾ [البقرة: ۱۹۴].
(نو که څوک پر تاسې تيرى وکړي تاسې هم په هماغه ډول  پر هغه تيرى وکړئ).
بل ځاى فرمايي:

﴿  وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا ﴾ [الشوری: ۴۰].
د بدۍ بدله همغسې بدي ده.
٢– پدې آيت کې دا هم په ډاګه شوې چې له مؤمنانو سره چې کوم جنګ کيده هغه صرف د ظلم او تيري په بناء ؤ. بل څه سبب آو علت يې نه درلود، او دې خبرې ته د الله تعالى دا قول آشاره کوي چې فرمايي: (( بانهم ظلموا)) پدې سبب چې ظلم ورباندې کيده. په مکه کې مؤمنان نه ظالمان ؤو او نه تيري کوونکي، بلکه هغوى د خپلې عقيدي مدافعان ؤ، هغوى خپل قوم او خلک د اوهامو، خرافاتو او بدو اخلاقو نه آزادول، د حق او حقيقت، صفا او پاکۍ لور ته يې بلل.
٣- په دوهم آيت کې هغو تاريخي واقعاتو ته اشاره ده کوم چې پر مسلمانانو باندې شوي ظلمونه په ګوته کوي او دا ښيي هغه مؤمنان چې اوس ورته د جنګ اجازه ورکړې شويده څه موده مخکې هغوى له خپل وطن نه شړل شوي وو، له وطن شړلو نه بل کوم ظلم لوى او دردناک دى؟
٤- په همدې آيت کې د مؤمنانو د شړلو سبب هم ښودل شويدى، او هغه دا ؤ چې هغوى له خپل قوم سره په بت پرستۍ او د باطلو خدايانو په عبادت کې مخالفت وکړ، ځکه هغوى د يو واحد ذات عبادت کاوه، نو هغوى د عقيدې له پلوه تر ظلم او فشار لاندې وو او قريشو نه غوښتل چې مسلمانان دې عقيدوي آزادي ولري.
٥- کله چې مؤمنانو د عقيدې آزادي نه درلوده نو روا شوى جنګ، صرق ددې آزادۍ د تامين او لاسته راوړلو پخاطر ؤ، او دا خو دومره لوړه او اوچته آزادي ده چې هر انسان بايد ورباندي فخر وکړي او کوي يې هم.
٦- وروسته الله ﷻ دا هم ښودلې ده چې ددې اجازه ورکړل  شوي جنګ فايده يوازې دا نه ده چې مؤمنان به د عقيدې آزادي وګټي بلکه لدې جنګ نه د نورو اسماني اديانو پيروان (يهودان، نصرانيان) هم ګټه اخستى شي، مسلمانانو په هغه وخت کې له  هغه چا سره جګړه کوله چې دين به يې نه درلود، او کله چې مسلمانان د زور خاوندان شول ويې کولاى شوى چې د مساجدو تر څنګ د يهودو او نصرانيانو د عبادت ځايونه هم وساتي  او پدې کې حکمت دا ؤ تر څو بت پرستان او ملحدان له پښو ولويږي له الهي اديانو سره د مقابلې توان نه لاسه ورکړي او لدينه عاجز شي چې د الهي اديانو عبادت ځايونه وتړي، دې خبرې ته د الله ﷻ دا قول اشاره کوي:

﴿  وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّه كَثِيراً ﴾ [الحج: ۴۰].
(که الله خللک يو د بل په وسيله دفع نکړي نو خانقاوې، کليساوې عبادتخانې او جوماتونه چې په هغوى کې د الله نوم ډير  زيات اخيستل کيږي ټول به ونړول شي).

(صوامع) يا اديرې  د رهبانانو د عبادت او خلوت ځايونه ته ويل کيږي. (بيع) د انصارو له کليساګانو څخه عبارت دي (صلوات) د يهودانو کليساوو ته ويل کيږي.
لدي آيت نه دا په ډاګه شوه چې په اسلام کې جنګ د آسماني اديانو د له مينځه وړلو پخاطر ندى فرض شوى او نه  هم د نورو آسماني اديانو د عبادتخانو د ړنګولو لپاره، بلکه په اسلام کې جنګ د بت پرستو او ملحدينو له تسلط نه د آسماني اديانو د ساتنې پخاطر فرض شويدى.
٧- په دريم آيت کې ددې روا جنګ نتائج ښودل شويدي او دا ښيي چې ددې جنګ اهداف او نتيجې د قومونو ښکيلول او استعمارول ندي او نه هم د هغوى سرمايي او مالونه غصبول او د هغوى کرامت له مينځ وړل غواړي، بلکه ددې جنګ نتيجې او اهداف د ټول بشريت مصلحت او ښيګڼه او د ټولو قومونو گټه او خوشالي ده او دا اهداف عبارت دي له:
الف- د عبادت له لارې په ټوله دنيا کې د روحي اوچتوالي خورول (اقاموا الصلاة) لمونځ ادا کړي.
ب- د زکات له لارې د ملتونو  تر منځ د اجتماعي عدالت تحقق (و اتوا الزکاة) زکات ورکړي.
ج- د ټولنې د خير، برکت، کرامت او پرمختګ له پاره د ګده همکاري ( و امروا بالمعروف) په نيکۍ سره امر کوي.
د- له فساد، جرمونو او شر سره د مقابلې لپاره تياري نيول (ونهوا عن المنکر) له بدۍ نه نهي کوي.
دا هغه نتيجې دي چې له دښمنانو سره په جنګ کې د مسلمانانو له برلاسۍ نه لاسته راځي، ځکه په جنګ کې به د مسلمانانو کاميابي اسلامې حکومت جوړوي او دا حکومت به د روحي لوړوالي لپاره هلې ځلې کوي، په ټولنه کې به ټولنيز عدالت قائموي، د خير له لارې به انسان د ترقۍ په لور بيايي او له شر، خرابۍ او هر ډول زيان نه به يې  ليرې ساتي، نو وګورئ چې لدينه بل کوم اوچت هدف شته؟ او آيا بشريت په پخوانيو او اوسنيو زمانو کې اسلامې جنګ ته ورته بل کوم داسې د لوړ هدف درلودونکى جنګ ليدلى؟ او يا يې پيژني؟ داسې جنګ چې د ټولو خلکو لپاره ګټور وي د ټولنې ټول افراد د ترقۍ او قوت په لور بيايي، او د داسې ټولنې جوړول غواړي چې هلته به نور جهالت، اباحيت، ګډوډي، الحاد، جنګونه او وينه تويونه نه وي، خو ددې په خلاف د ننني غربي تمدن هدف داسې يوه ټولنه ده چې هلته به اباحيت، الحاد، وژل او هر ډول باطل او فاسد اعمال يو روا کار بلل کيږي.
په اسلام کې مو د جنګ اهداف وپيژندل او پدې هم پوه شوو چې دا ډول جنګ د الله تعالى په لار کې جهاد دى او د  الله ﷻ په لار کې د جهاد هدف په دنيا کې د خير، آرامۍ، لوړتيا، ترقۍ او عدل حاکميت دى، ددې جهاد لار د الله تعالى لاره ده، څرګنده ده چې د الله تعالى لار د خير، محبت، نيکۍ، تقوى او همدردۍ لاره ده هلته د ګناه او تيري څه نښانې تر سترګو نه راځي.
په څو ټکو کې مو په اسلام کې د جنګ د مشروعيت اهداف او ددې مشروعيت تاريخي اسباب په ګوته کړل، لدې وروسته به د اسلام د لومړنيو غزاګانو  له  درسونو او پندونو څخه خبرې کوو، دا خو به حتما ډيرې پاڼې ډکوي، نو مجبور شوم چې دا ټول  درسونه يو ځاى سره راټول کړم او دا هم پداسې توګه چې له هرې  يوې جګړې نه به له يوه نه زيات درس اخلم او که خداى اجل راته اوږد کړ او د مرض د کموالي لطف يې راباندي وکړ نو په راتلونکي کال کې به د هرې غزا له درسونو څخه بيلې بيلې خبرې وکړم.

لیکوال:  د. مصطفى السباعي
ژباړه : سلطان محمود صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب