د رمضان اوله نېټه کې تاریخي پيښې

۱- په ابراهیم علیه السلام د صحیفو نزول :

د روژي مبارکي میاشتي په لومړی نیټه الله تعالی  په ابراهیم علیه السلام  دده د ملت لپاره  صحیفي را نازلي کړي .

۲- د رمضان اوله میاشت چي مسلمانانو پکي روژه ونیوله :

مسلمانانو په لومړي ځل د رمضان د مبارکي میاشتي په لومړي نیټه د یکشنبي په ورځ چي د ۶۲۴ میلادي کال د فبروري ۲۶ تاریخ سره سمون  خوري روژه ونیوله . مسلمانانو ته د روژي د نیولو امر د شعبان د میاشتي په لومړۍ نیټه د هفتي په ورځ وشو .

۳- مصر ته په لومړي ځل د اسلامي لښکرو داخلیدل :

د روژي په اوله ورځ د هجرت په ۲۰ کال چي د ۶۴۱ میلادي کال د اګست د میاشتي له ۱۳ تاریخ سره سمون خوري د امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه د خلافت په وخت کي اسلامي لښکر د حضرت عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه په مشري مصر ته داخل شو او دا هیواد د سلامي نړۍ برخه شو .

۴- د بابیلون محاصره :

د روژي په لومړي نیټه د هجرت په ۲۰ کال چي د اګست د میاشتي له ۱۳ تاریخ سره سمون خوري حضرت عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه  رومي فوځيانو ته له ماتي ورکولو وروسته د بابلیون مهم ښار محاصره کړ .

د اندلس (هسپانیه ) د فتحي پیل :

د روژي د میاشتي په لومړی نیټه په ۹۱ هجري کال کي چي له ۷۱۰ میلادي کال سره سمون خوري د مسلمانو لښکر د طریف بن مالک  رحمة الله تعالی علیه په مشري د اندلس په جنوبي سواحلو کي لنګر واچاو او ددي هیواد جنوبي سرحدونه يي تر خپل واک لاندي راوستل ، د اسلام ستر مجاهد موسی بن نصیر رحمة الله علیه عنه طریف بن مالک ته امر کړئ وو چي د اروپا د فتحي لاره هواره کړي .

د اسلام د ستر مفکر علامه شکیب ارسلان پیدايښت :

د روژي مبارکي په لومړی نیټه په ۱۲۸۶ هجري کال کي چي د دسمبر له ۲۵ تاریخ سره سمون خوري مشهور لیکوال او مفکر علامه شکیب ارسلان رحمة الله علیه دنیا ته سترګي وغړولي ، نوموړي د اسلامي نړۍ د اتحاد او یوالي لپاره ډیري هڅي وکړي .

۷- په اشغال شوي فلسطین د اسرائیلو وحشیانه حمله :

په ۱۴۲۵ هجري کال کي چي د ۲۰۰۴ میلادي کال د اکتوبر د میاشتي له ۱۵ تاریخ سره سمون خوري د اسرائیلو وحشي فوځيانو د غزي ښار په شمالي برخه حمله وکړله ددوي په وحشیانو ډزو او بمباریو کي ۱۱۰ فلسطیني مسلمانان په شهادت ورسیدل د هغو له جملي څخه ۳۰ تنه تنکي ماشومان وو همدا رنګه په دي وحشیانه حمله کي ۴۰۰ تنه زخمیان شول چی اکثره يي ماشومان وو .

شفیق احمد ریان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب