د رمضان روژه او حكم يي

د رمضان روژه او حكم يي

رمضان المبارك د هجري قمري كال د مياشتوله ډلي څخه ديوي هغي نوم دي چي لوي څښتن پكښي پرمسلمانانو د ورځي روژه فرض كړي .
لوي خداي (ج) فرمايي :
{ أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ } (184) سورة البقرة
)رمضان)څوشميرلي ورځي دي ، نوكه په تاسوكي څوك ناروغ وي اوياپه سفركي وي ، بيادي په دي شميرنوري ورځي روژه ونيسي ، اوهغه كسان چي د(زيات عمر) له امله روژه نسي نيولاي نودي ومسكين ته دډوډۍ په وركړه سره دروژي فديه وركړي ، اوكه چيري په ښيګڼه كي بالابدوالي وكړي نوډيرښه دي اوكه روژه ونيسئ نوبياستاسولپاره بيخي ښه ده كه  چيري تاسوورباندي پوهيږئ .

حكم يي:

داسلام څلورمنابع دي ، ياپه بله ژبه څلوردلائل دي چي ورڅخه دعملونواحكام ثابيتيږي ، قرآن كريم ، نبوي سنت ، اجماع اوقياس ، درمضان مياشتي روژه په دريوواړودلائلوسره فرض ده .
قران : لوي خداي (ج)فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون (183) سورة البقرة
ژباړه : اي مؤمنانو! پرتاسوباندي روژه فرض سوي ، څنګه چي ستاسوڅخه پرمخكنيوامتونوفرض سوي وه ، ښايي چي تاسوچي دتقوي خاوندان واوسئ .

همدارازلوي څښتن فرمايي : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (185) سورة البقرة
ژباړه : درمضان مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي ، هغه قران چي دانسانانولپاره لارښود، دلارښووني دليل اودحق اوباطل ترمنځ بيلونكي دى ، نوكه له تاسوڅخه چادغه مياشت وليدل روژه دي ونيسي اوكه څوك ناروغ واوياپه سفرتللي ونودي په دي شميرنوري ورځي روژه ونيسي ، الله پاك غواړي پرتاسواساني وكړي اوپرتاسوباندي دتكليف اوزحمت اراده نلري ، اودا(دروژوقضا) ځكه چي هغه شميربشپړسي ،اوځكه چي دخداي له لوري ستاسودهدايت په بدله كي تاسودخداي سترتوب وښوئ اوښايي چي تاسوشكرايستونكي وګرځئ .

نبوي سنت:

داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمایی : بنى الإسلام على خمس , شهادة ان لا إله إلا الله و أن محمداً رسول الله , و إقام الصلاة و إيتاء الزكاة و صوم رمضان و حج البيت لمن استطاع إلية سبيلاً

ژباړه : اسلام پرپنځوبنسټونودرول سوي ، دالله پاك پريووالي اودمحمد پررسالت شهادت ، دلمانځه ترسره كول، دزكاة وركړه، درمضان روژه نيول اوكه چيري وس ونودبيت الله شريفي حج كول

په بل حديث كي راځي : عن طلحة بن عبيد الله أن رجلاً سأل رسول الله صلى الله عليه و سلم فقال : يا رسول الله ! أخبرنى عما فرض الله علي من الصيام ؟ قال : شهر رمضان , قال : هل علي غيرة ؟ قال : لا : إلا أن تطوع
ژباړه : له طلحه بن عبيدالله (رضي الله عنه ) څخه روايت دي فرمايي : يوسړي له پيغمبر(صلي الله عيله وسلم) څخه پوښتنه وكړه ، اي دالله رسوله : ماخبركړه چي خداي پرماڅونه روژي فرض كړي ؟ پييغمبر(صلي الله عيله وسلم) ورته وفرمايل : درمضان مياشت ، هغه وويل له دي څخه ماسيوانوري روژي راباندي سته ؟ پيغمبر(صلي الله عيله وسلم)وفرمايل : نه مګرچي ته نفل ونيسي .

اجماع :

ټول اسلامي امت پردي متفق دي چي درمضان روژه فرض ده اوداداسلام له هغواركانوڅخه چي عمل كول ورباندي اړين دي اوورڅخه منكركيدل يي كفربلل كيږي ، يوركن دي

احمد فرزان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب