د رم يا RAM حافظه او ډولونه

د کمپيوټر د اصلي حافظې يو ډول دی چې هم لوستل کېږي او هم ليکل پکې کېداي شي.په دې ډول حافظه کې هره خونه د يوې پتې لرونکې ده او CPU کولای شي چې په مستقيمه توګه ترې کار واخلي.کله چېCPU غوښتي وي چې ددې ډول ساتنځي په خونو کې په شته اطلاعاتو باندې لاس رسی ومومي، د هماغه ځای پته اخلي او نيغ په نيغه د پام وړ معلوماتو د لوستلو په لور ځي.
دا وړتيا (چې نيغ په نيغه د پام وړ ځای ته مراجعه ده) د کم پيوټر CPU ته ددې اجازه ورکوي تر څو په غوښتل شوې پتې چټک لاس رسی ومومي.
د بريښنا له تلو سره سم د RAM منځپانګه له منځه ځي.په کمپيوټرباندې د کار کولو پر مهال د ساتنځي له همدې برخې څخه ګټه اخلي.يا په بل ډول هر پروګرام  چې  م وغوښتي وي تر څو په هغه کې کار وکړو بايد هغه RAM ته وليږو چې RAM ته د يوه پروګرام همدا ليږدونه د پروګرام سرته رسول(Program Running )دي.
دCPU د چټکتيا تر څنګ د RAM مقدار هم د کمپيوټر په چټکتيا کې ونډه لري.په هر کمپيوټر کې چې د RAM مقدار  ډير وي په هماغه کچه د کمپيوټر چټکتيا ډيره او کولای شي چې لوی پروګرامونه سرته ورسوي.
بيلا بيل پروګرامونه د RAM يوه ټاکلي مقدار ته اړتيا لري.که له هماغه اندازې د RAMمقدار لږوي نو په کمپيوټرکې به هغه پروګرام سرته ونه رسيږي.
د بيلګې په ډول 98 وينډوز چې لږ تر لږه 16 ميګا بايته RAM ته اړتيا لري نو که چېرې په يوه کم پيوټر کې چې د هغه  د RAM مقدار له 16 ميګابايټه څخه لږوي نو 98 وينډوز په هغه کې کار نشي کولای.
يا ددې لپاره چې ستاسو کمپيوټر وکولای شي XP وينډوز سرته ورسوي نو بايد ستاسو کمپيوټر لږ تر لږه د 64 ميګا بايته RAMلرونکی وي.
لکه څرنګه چې ټولو ته ښکاره  ده په دې کلونو کې د پروګرامونو  کچه په حيرانوونکې بڼه ډيرښت کوي او لا کوي يې چې ددې تر څنګ د RAMمقدار هم زياتوالی موندلی.د شک او ترديد د له منځه وړلو لپاره په دې ځای کې ضروري ده تر څو لاندې ټکي ته اشاره وکړو:
دا ضرور نه ده تر څو د RAMمقدار د پروګرام له اندازې(Size) سره يو شی وي،د بيلګې په توګه که چېرې يو پروګرام د 50ميګابايته حافظې لرونکی وي دا شونې ده تر څو په 8يا 16ميګابايته RAMکې سرته ورسيږي.البته د رم جازي حافظې په مرسته دا کار سرته رسيږي.

د رم RAM حافظې ډولونه

د RAMحافظه په لاندې دوو ډولونوویشل شوې  ده:
• ديناميکي رم(Dynamic RAM)
• ثابت رم(Static RAM)
دديناميکي رم په جوړښت کې له خاذن څخه کار اخيستل شوی دی او بايد د هغه منځپانګه په پرله پسې ډول د کنترول د برخې په واسطه تازه شي له هغې پرته خپله منځپانګه له لاسه ورکوي.
په هرو۱۵ ملي ثانيو کې ددې تازه ګۍ مقدار يو ځلې دی.دديناميکي رم قيمت او چټکتيا د ثابت رم په پرتله لږده.د ثابت رم په جوړښت کې له ترانزستورنو(Transistors) څخه کار اخيستل شوی او پرله پسې تازه کولو ته اړتيا نه لري.له هغه څخه د د معلوماتو د اخيستلو او په هغه کې د ساتلو پر مهال دلوړې چټکتيا لرونکی دی.
ثابت رم د هغه د قيمت د زياتوالي له امله لږ د ګټې اخيستو وړ ګرځي.
د CMOS(Complementary Metal Oxide Simi-Conductors)ساتنځی چې د سيستم عيارسازي، د معلومات ذخيره یې په غاړه  او دبطرۍ په واسطه چارچېږي،د ثابت رم بيلګه ده. //ژباړن:ب.بهیر وردګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب