د رنسانس (ويښتيا) علمي او ادبي بهير

رنسانس څه ته وايي؟

د رنسانس لغوي مفهوم د (نوي، روښانه او بیا را ژوندي کېدو) مانا لري. د روښانتیا پېر د ۱۵م قرن په اواخرو کې د صنعت، ادبیاتو او علومو بیا راژوندي کېدل ښودل شوي. رنسانس د نوي، کلتوري، ادبي او علمي انقلاب نوم دی، چې د نړۍ د تاریخ او په ځانګړي ډول په اروپا کې د انساني تفکر او ایدیالوژیک بدلون سبب ګرځیدلی دی.

د روښانتیا دور د پيل او پای په هکله پوهان سره یوه خوله نه دي، بلکې بېلو دورو او مهالونو ته ګوت څنډنه کوي. پال اوسکار کریستېلر (Paul Oskar Kris teller) د رنسانس مخکښ څېړونکی په دې نظر دی، چې دغه دوره له (۱۳۰۰م) څخه پيل او تر (۱۶۰۰م) پېړۍ پورې ادامه پیدا کوي، خو نور څېړونکي یې بیا د پیدایښت او پایښت نېټه له (۱۵م) پېړۍ له اواخرو او د (۱۹م) پېړۍ ترمنځنیو لسیزو پورې جاري ګڼي. دغه بحث هغه وخت تود شو، چې ایټالوي لیکوال یاکوب بورکات خپل اثر (په ایټالیا کې د رنسانس تمـدن) په (۱۸۶۰م)کې له چاپه راوویـست. خبره دا وه چې په ۱۹مه میلادي پېړۍ کې ځینو څېړونکو داسې اټکل کړی و، چې ګواکې منځنۍ پېړۍ د تورې دورې نوم نه دی. دوی هڅه کوله د رنسانس مفهوم تر پوښتنې لاندې راولي، خو بورکات بیا په دې کتاب کې د کلیسا او پاپانو په لاس د انساني ارزښتنونو او معنویاتو تتوالي او نشتون ته ګوت څنډنه کوي او په دې ډول د حقیقتونو ژورو ته دننه کېږي.

د ايټالیا د ۱۴مې او ۱۵مې پېړیو ادبیات د رنسانس د پیلېدو اساسي زړي تشکیلوي. فلورانس د ایټالیا تجارتي ښار و، چې د علمي، تاریخي او ادبي نوابغو ټاټوبی هم بلل کېده. همدلته پتر ارک، میکل انژ، ليوناردو داوینچي، رافايل، دانته او نورو شخصیتونو نړۍ ته سترګې پرانیستې دي او د رنسانس د پيل لپاره یې د پوهنو او هنرونو له لارې د ولسونو ویښتیا ته مبارزې او ترخه حقیقتونه انځور کړي دي، چې نمونې یې تر ننه راپاتې دي.

پتر ارک (۱۳۰۳-۱۳۷۴م) د ایټالیې ستر شاعر او د انسان پالنې (هیومانېزم) سېمبول ګڼل کېږي. نوموړی د خپلو اثارو له لارې د نړیوال ژوندانه د ښه والي پیغامونه خوروي، شاید لومړنی هنرمند به وي، چې له مودو وروسته په مقالو او اثارو کې د ښځې مقام بیانوي او لومړیتوب ورکوي.

لیوناردو داوینچي (۱۴۵۲-۱۵۱۹م) د ايټاليې په فلورانس کې زېږیدلی، چې مشهور ایټالوی مهندس، معمار او مجسمه جوړونکی شمېرل کېږي. دغه نامتو انځورګر د هغو کسانو له جملې شمېرل کېږي، چې د انسانانو څېرې یې د هغوی له رواني حالات سره برابرې ترسیم او د هنر په واسطه یې د انسانانو ناوړه کړنې، خـویونه، او د روښانه نوي ژوند هڅې انځور کـړي دي.

your ads

رافایل (۱۴۸۳-۱۵۲۰م) یو بل نامتو ایټالوی مجسمه جوړونکی، لرغونپوه او انځورګر دی. د هغه هنري انځورونه د رنسانس د دورې ستره لاسته راوړنه بلل کېږي، چې د فردي ازادۍ تصویرونه په کې بیان شوي دي.

میکل انژ (۱۴۷۵-۱۵۶۴م) د هیومانېزم ستر سرلاری، مجسمه جوړونکی، انځور ګر او د معمارۍ ښوونکی دی. د انسان پالنې د انعکاس او ترویج په باب د انژ او رافایل ګډې هڅې د ستایلو او یادولو وړ دي. د انژ زیات فکري تمرکز د انسان پر جسم باندې متمرکز و او په ډېرو اثارو کې یې بشر پالنه په څرګند ډول محسوس او د پام زړی یې هیومانېزم جوړاوه.

داوینچي، انژ، رافایل د هیومانېزم ستر هنرمندان بلل کېږي، چې د هنرونو او پوهنو په وسیله یې د خپل ولس حقونه راسپړلي دي. په اروپا کې د هیومانېزم له پيلېدیو سره سم په ۱۶مې او ۱۷مې پېړیو کې د نوي علمي انقلاب پر لور خوځښتونه پیل شول. فرانسیس بیکن (۱۵۶۱-۱۶۲۶م) انګلسي فیلسوف په تجربو، تمرینونو او تحلیلونو پیل وکړ. ستر فرانسوي ریاضي پوه او فیلسوف دکارت (۱۵۶۹-۱۶۵۰م) د ټولنیزو اندېښنو په درلودلو ستر حقیقتونه راوسپړل. دانته (دورانته) الیګیري (۱۳۲۱-۱۲۶۵م) ایټالوي شاعر، چې د اروپا نامتو هنرمندان او شاعران ورڅخه اغېزمن شوي، په خپل منظوم اثر (الهي کومیډي) کې د انسان پر روح بحث پیلوي او هغې بلې نړۍ ته د روح سفر او د اخرت اړوند پیچلې خبرې راڅرګندوي. پاتې دې نه وي، چې یو شمېر پوهان د دانته دغه ادبي او مذهبي حماسه د سوریې مشهور عالم ابو العلای معري تقلید ګڼي. (؟)

بوګاچیو (۱۳۱۳-۱۳۷۵م) د ایټالیې بل لیکوال دی، چې په خپل اثر دکامرون کې یې زیات شمېر وړې کیسه‌ګۍ لیکلې او منځپانګه یې ټولنیز ناراضیتوب ښیي. همدرانګه جان میلتون (۱۶۰۸-۱۶۷۴م) انګریز مشهور حماسه لیکونکي هم ډېرې پنځونې کړې، چې د نوي ژوند او نوي پیل اړوند بحثونه په کې خوندي دي.

فیودور داستایوفسکي د نړۍ تکړه لیکوال په نولسمه پېړۍ کې د امریکا د لویې وچې د موندنې را په دې خوا پر معاصرو ادبیاتو لنډه څېړنه کړې ده. نوموړي په خپل اثر (د ادبیاتو تاریخ) کې د سروانتس د رومان نوي سبک ته په اشاره سره ادبیاتو ته ورننوځي او د اروپا ادبي بهنځونه تر بحث لاندې نیسي. د هغه په اند په لومړۍ معاصره دوره کې د بویژه فلسفي اثر په فرانسه کې منځته راځي. ویلیام شکسپېر، جان میلتون او جاناتان سویفت د معاصرو ادیبانو په توګه راڅرګندېږي او د ۱۸مې او ۲۰مې پېړیو تر منځ په فرانسه کې لوی انقلاب پيلېږي، چې په دې سره کیسه‌ییز ادبیات او بشرپالنه په پراخه کچه اوج ته رسېږي. دلته لارډ بایرون په اروپا کې له رومانتیکو خیالاتو او پنځونو سره د ادب میدان ته راځغلي او هانس ګریستیان انډرسن په ډنمارک کې لکه ځلانده ستوری ځلېږي. د امریکا، فرانسې او روسیې ستر لیکوال داستایوفسکي، تولستوی، مارک ټواین، انوردو، بالزاک او ویکتور هوګو په دغه دوره کې د انساني ارزښتونو د بقا او د ټولنیز ناراضیتوب له امله ســرونه راپورته کوي او لیکنې او پلټنې کوي. دغه دوره تر نړیوالې لومړۍ جګړې پورې ادامه پیداکوي او دویمه معاصره دوره بیا له دویم نړیوال جنګ ان تر ننه پورې غځېږي.

کلیسا په منځنیو پېړیو کې ادبیات، کلام، فلسفه او هنر د مذهب په تنګ چوکاټ کې ساتلي وو، د انسان نوي مترقي افکار یې شیطاني وسوسې ګڼلې او اروپا یې په علمي، اجتماعي او سیاسي لحاظ ډېره شاته ساتلې وه، خو رنسانس د منځنۍ دورې پر خلاف په ټوله اروپا کې نويو سیمه‌ییزو، تاریخي، فرهنګي، ټولنیز او هنري ابتکاراتو، نوښتونو او خوځښتونو ته لاره هواره کړه، چې په پایله کې په ټوله اروپا کې د فکر او بیان ازادي حاکمه شوه. ولسونه له ظلم او ستم څخه خلاصون پیدا کړ او په دې انقلاب کې د لیکوالو او هنرمندانو رول د پام وړ بدلون پېښ کړای شو.

ليکوال: هېواد بريال کومکي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب