د روان مصيبت نه دتل دپاره د خلاصون لاره!؟

ډېرو کنفرانسونو ، جلسو ، بيانيو ،ليکنو ، تبصرو اوسياسي بحثونو مې نفس تنګ او زړه مې يې خولې ته راووست . حتمي به تاسو هم د داسې حالت سره مخامخ ياستئ. لاکن د افغانستان د مصيبت او تراژيدي د ختمولو د پاره نه يوه واحده نسخه وړانډې شوه او نه مؤثره دوا .
حالات ورځ په ورځ نور هم خونړي او د کنترول نه په وتو دي . د يوم البتر کيسه روانه ده .

خو زما فقير او حقير په نظر د افغانستان د معضلې دائمي حل او ددې منجلاب نه راوتل په دوو بعدونو کې دئ :
۱-خارجي
۲- داخلي
په خارجې بعد کې د همسايه ګانو ، منطقې او جهان وضعيت ، زموږ جغرافيايي موقعيت او دموږ د ټولنې مذهبي ، اتنيکي او قومي جوړښت ته په کتو سره افغانستان بايد د يو بې طرفه او غير منسلک هېواد په حيث په رسميت و پيژندل شي او په داخلي امورو کې يې د همسايه وو نه نيولې تر منطقې او جهانه سياسي ، استخباراتي او نظامي مداخلې او رقابتونه قطع شي .
دا رقابتونه دې په علمي ، تخنيکي ، تکنالوژيکي ،زراعتي ، صنعتي ودانيزو او ابتکاري ساحه کې انسجام پيدا کړي . خپلواکۍ او خود اراديت ته يې د احترام وشي او د ټولو هېوادونو خصوصاا ابرقدرتونو له لوري دې تضمين شي .
لويو قدرتونو ، همسايه ګانو او نورو ته هم که عقل لري دا ثابته شوه چې په افغانستان کې لاسوهنه او مداخلې دغره سره سر جنګول او د اور سره لوبې کول دي ، چې بې له سوځیدلو او سر ماتېدلو بله متاع يې حاصله نه کړه ، نو په کار ده چې د تخريبي سياست په ځای په تعميري ډګر کې خپل امکانات و کاروي او ديو بې طرفه هېواد په عمران او سوکالۍ کې خپل امکانات وکاروي او د خپلو بې ځايه ضايعاتو او تلفاتو نه صرفنطر وکړي .
يو باثباته ، خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان به د منطقې او جهان سوله ، ثبات او ګډ ژوند نور هم تقويه او د جهاني روابطو او اعتماد دپاره به مثال وګرزي .

په داخلي بعد کې دې چې دسياسي واک مساله ده ټولې ډلې ، سازمانونه ، احزاب او نور سياسي -مذهبي – کلتوري ګروپونه بايد دسياسي قدرت د لاسته راوستلو د پاره اولس ته رجوع وکړي او دزور ، کودتا ، فشار ، توطئي ، قتل او ترور په ځای دې د اهليت ، خدمت ، صداقت ، ابتکار او نوښت له لارې د اولس تائيد او تصديق په لاس راوړي .
د اولس د سياسي قدرت حق او مالکيت ته دې تابع شي ، ديوه مسلم او منلي حقيقت په توګه يې د قبول کړي او د خپل کار او فعاليت د ارزونې معيار او مقياس د اولس وګرزوي . سياسي قدرت ته د ثروت ، شهرت ، شهوت او په نورو د بادارۍ او حاکميت په سترګه کتلو زوړ ،فاسد ، مردوده او ناروا دود دی پرېږدي ، بلکې يو امانت او ماموريت يې دې د اولس له لوري وبولي چې په ساتلو او خدمت کې يې خپله ايمانداري او صداقت بايد ثابته کړي . د اولس د تصميم او فيصلې مطابق د عمل وکړي او بې د کومې بانې او دليله يې د قبوله کړي .
سياسي قدرت يعنې د ملت خدمت او چوپړ . مانا دا چې بادار ، سپارښت او ماموريت ور کوونکي اولس دئ چې ديوه قرارداد او تړون له مخې چاته تر کومو شرايطو لاندې ، د څومره وخت د پاره او په کومو حدودو کې د خدمت کولو وظيفه سپاري او د ادارې ، مديريت او منجمنټ د پاره يې تعينوي .
په دې طرزالعمل کې هر څومره چې مقام لوړ وي په همهغه اندازه يې مسؤليت هم پورته بايد وي او د قرارداد او تړون د سم سرته رسولو ځواب او حساب به ملت ته ور کوي .
که افغانان واقعاا ددې روانې تراژيدي ختمول غواړي او په خپله ادعا کې ريښتيني وي ، نو بايد دې دوو مهمو او حياتي فکتورونوته جدي توجه وکړي او د خپل تلاش او مبارزې اصل او محور يې وګرزوي . ترڅو هم دائمی -باثباته سوله راشي ، هم ترقي ، رفاه او عدالت تاءمين شي.

تېر تاريخ او د وروستيو لسيزو ترخو تجربو وښودله چې د پرديو مداخلو او د زور له لارې سياسي قدرت تر لاسه کولو څومره ځاني ، مادي ، مالي، اقتصادي او کلتوري تاوانونه دې ملک او اوسيدونکو ته يې ورسول .په ميليونو افغانان د خاورو خوراک، په ميليونو مهاجر او اواره شول ، په ميليونو ښځې بورې ، کونډې او يتيمې شوې او په ميليونو معيوب ، معلول او معتاد شول . وطن په لوټو بدل او ديوه لوی مصيبت او ناورين په ګرداب کې د غرقېدو په حال کې شو . انسانيت کډه وکړه ، ځنګلي دستور حاکم شو .
دشيطاني افکارو او نظرياتو غوبل جوړ او د ټولنې ټولې منل شوې ديني ، افغاني ، انساني ، طبيعي او مدني ريښې د خارجي مداخله ګرو او داخلي زور اورو د فتنو ، شر او فساد په چړو غوڅې شوې .

دخارجي مداخلو او دزور له لارې د سياسي قدرت د لاسته راوړلو او تحميلي حکومتونو په قطع کېدو او بندېدو ، د افغانستان دبې طرفۍ په تضمين او د اولسي اقتدار په استقرار سره به دې ملت ته چانس پيداشي ، چې د کلونو کلونو ظلمونو او بې عدالتیو له وجهې منځته راغلي ټپونه سره سرېښ او د ملهم په ايښودلو يو دبل سره وصل او روغ کړي او د هغه تاريخي عذاب او ناورين نه چې د بهرني تجاوز او داخلي استبداد او زور واکۍ له وجهې ور سره لاس او ګريوان او په مصيبت يې اخته کړئ دئ نجات پيدا کړي .

your ads

ديوه ازاد ، خپلواک او مرفه افغانستان په هيله
د،ب،هيښ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب