د روب جوړولو طریقه

د بل ملک روب يوه کيلو په 150 افغاني مه اخلئ په خپل لاس په خپل کور کي ارزانه اسانه پاک او باکيفيته روب جوړ کړي
هم ثواب هم خرما هم د بزګرانو تقويه.

درومیانوڅخه دروب جوړولو طرزالعمل یا طریقه

که څه هم دتیروزیاتو کلونو راهیسی په کندهار،هلمند ،فراه ،ننګرهاراویو شمیرنورو لویو ولایتونو کی رومیان په تجارتي شکل کرل کیدل خو دتیرو پنځو کلونو راهیسی دوردکو ولایت کی غنمو اوکچالیوپه ځای په اکثریت ځمکو رومیان کرل کیږی دغه عکسونه یی هم دتیرکال دوردکو ولایت دی په ۱۳۹۶ ش کال پاکستان ته دهند هیواد نه باډربند شو اودافغانستان رومیان کابلی من په ۴۵۰ افغانی خرڅیدلو چی له یو جریب ځمکه ځنو کسانو ته تر شپږ لکه افغانی عاید لاسته راوړلو خو بیا خلکو ډیر رومیان وکرل چی له یوی خوا دتناوب زراعتی دنه رعايت له وجی یی زیاتی ناروغی کړی دی له بلی خوا اوس یو کابلی اووه کیلو من په دیرش افغانی خرڅیږی چی کیلو یی په څلور۴ افغانی راځی چی له دوه کیلو رومیانو نه یو کیلو روب جوړیږی چی روب یی کیلو ترجوړولو پوری په لس افغانی تمامیږی حال داچی خارجی روب اته سوه ګرامه قطعی په آتیا افغانی عمده دی.

دروب جوړولو دفابریکی لپاره افغانستان کی دیره اړتیا ده اوس فعلا کندهارکی دروب جوړولو په فابریکه کارروان دی چی یوه مجهزه فابریکه به جوړه شی درومیانو د دهقانانو لپاره به ښه زیری وی.

راځو دروب جوړولو طریقی ته
اول : رومیان به پاک پریمنځل شي اوپه چاقو به څلورټوټی شي داطریقه دهغه کسانو لپاره ده چی په خيل کورکی روب جوړکړی
دوهم : ټوټه شوی رومیان به دکوفتی له ماشین وباسي چی میده شي
دریم : میده شوی رومیان به په یولوی دیګ کی واچول شي اواور به پسی بل کړل شی ترهغه وخته به اور پسی کوی ترڅو یی اضافه اوبه وچی اوغلیظ شي په پای کی به په همدی دیګ کی یوه اندازه مالګه او یوه اندازه دخوراک غوړي ورواچوی اوپه رومیانو کی به یی ښه ګډکړی چی مالګه اوغوړی دروب دخرابیدو څخه مخنیوی کوی دغه روب تریوه کاله نه خرابیږی نورهیڅ کمیاوی موادوته اړتیا نلری
د یومن رومي سره یوه پياله غوړي او نیمه پياله مالګه علاوه کړی
څلورم : یوه مهمه خبره داده که روب دځان لپاره جوړوی نو بیا یی له جالی مه فلترکوی له پوستکی اومندکو سره یی استعمال کړی خو که تجارتی ییی بازارته وړاندی کوی نو بیا باید له جالی فلترشي پوست اومندکی تری جداشی اوبسته بندی شي بله مهمه خبره هم داده چی رومیان زیاتی اوبه لری چی کله په دیګ کی اورپسی کوی نو اوبه یی زرنه وچیږی نوددی مشکل دحل لپاره کله چی اول رومیان مات کړل شی یوه ورځ دی لمرته کیښودل شي کله یی چی لمر اوبه یوڅه وچی کړی بیا یی دی دکوفتی له ماشین وباسی نوبیا کم اورته ضرورت لري داچی دیرو کسانو په تلیفون کی دروب جوړولو پوښتنه رانه وکړه دطریقی یی په دی خاطر می داپوست وکړ ترڅو عام خلک تری استفاده وکړی
انجنیرمحمدالله نوری کندهار

your ads

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب