د رومي بانجانو روغتیائي ګټې

اکثره خلک رومي بانجان د سبزیجاتو له ډلې څخه حسابوي، خو په حقیقت کې رومی بانجان یو ډول میوه ده چې په ټوله نړۍ کې په غذائی موادو کې زیاته استفاده ورنه کیږي او داسې هم ویل کیږي چې رومي بانجان پخپله یو ډول غذاء ده چې په روغتیائی ډګر کې زیاتې ګټې لري

۱ـ د زړه ناروغي له منځه وړي: کولسترول چې په اوسني عصر کې د زړه د ناروغۍ مهم عامل دی او د زړه د ناروغۍ په زیاتوالي کې مهم رول لري چې ورځ تر بلې د زړه ناروغي زیاتوي او کله چې کولسترول زیات شي نو مریض ډیر ژر له منځه وړي، رومي بانجان چې په پراخه پيمانه ویټامین لري او زړه د کولسترولو له زیاتیدو څخه سالم ساتي.

۲ـ د سرطان د ناروغۍ مخنیوئ کوي: رومي بانجان یو شمیر د سرطان ناروغۍ ضد مواد لري چې د سرطان د ناروغۍ مخنیوئ کوي

۳ـ د وزن کمیدل: رومي بانجان د وزن په کمیدلو کې مهم رول لري او هغه کسان چې له رومي بانجانو څخه په غذاء کې استفاده کوي د هغو کسانو په پرتله چې له رومي بانجانو څخه استفاده نه کوي د کم وزن لرونکي دي

۴ـ له رومي بانجانو څخه استفاده کوونکي د تل لپاره ځوان معلومیږي، انسان چې کله د ځوانۍ له مرحلې ته ورسیږي نو څه وخت وروسته یی د بدن پوستکي ګونځې کوی چې دا د بوډاتوب یوه لویه نښه ده، نو هغه کسان چې رومی بانجان په خپلو غذائی موادو کې استعمالوي د بدن پوستکی به یی د ډیر وخت لپاره تازه وي او که هرڅومره ډیر عمر ولري نو ځوان به معلومیږي.

۵ـ رومي بانجان د نظر او د سترګو د صحت لپاره ډیر ضرور دي، ویټامین اې چې د سترګو لپاره په حفاظت کې مهم رول لري نو رومي بانجان هم په پراخه پیمانه ویټامین اې لرونکي دي./فیضان

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب