د روژتي کوچنيانو کورنۍ ته لارښوونې

روژې ته کوچنيان له لويانو ډېر ليواله وي. اصلي لامل يې ټولنيز اغيز دی؛ په ټوليز ډول له هرچا د روژې فضایل اوريدل، په رڼو سترګو خپل کور او ټولنه کې هرڅوک له خوراک او څښاک څخه بند ليدل دوی په اروايې ډول دېته تياروي چې روژه ونيسي، لدې که يوقد وړاندې لاړشو ماښامني افطار ته مو وګورئ چې له تاسې د مخه مو کوچنيان دسترخوان اشغال کړی وي او د لمر لوېدو انتظار درسره باسي، پرته له شکه چې دا انتظار ډېر په زړه پوری وي او هرڅوک ترې خوند اخلي.

روغتيايې څيړونکي وايې: دا مو منلې چې روژه د انسان صحت په ځانګړي ډول معدې ته ډېرې فاېدې لري، خو کله چې نابالغ کوچنيان روژې ته تياريږي نو دې لپاره بايد يوڅه لارښوونې نظر کې ونيسو، ښايې ميندې ورته پاملرنه وکړي ترڅو يې د ماشومانو روغتيايې حالت باندې منفي اغيز پرېنوزي:

پيشنمی

د کوچينانو پيشنمی بايد ډېر ناوخته وشي

پيشنمي کې بايد د شيدو، مستواو کلسيومو غني خوړو زياته پاملرنه وشي.

پيشنمي کې بايد غوړو کې وريت شوي خواړ او حلواګانې ونه خوړل شي.

پيشنمي کې بايد د ډېر چای څښلو څخه پرهيز وشي ـ ځکه چای ادرار زياتوي او بدن نه ډېرې اوبه خارجوي ـ .

غازي مشروبات پرېښول شي ـ ځکه دا د بدن اوبه کموي ـ.

افطار

باېد افطار کې عجله وشي.

د روژه ماتي وخت کې کوچنيانو بايد د ميوو او سبزيجاتو خوړلو ته وهڅوو.

د افطار خوراک بايد تدريجا ورکړای شي، او ترټولو غوره افطار دا دی چې اول خرما سره لږې اوبه و څښل شي ، بيا لږ وخت لپاره

خوراک پرېښودل شي ترڅو معده تياره شي، بيا لږ خوراک ورکړای شي ترڅو يې معده په هضم کې پاتې رانشي.

غازي مشروبات بايد په پوره ډول پرېښول شي ـ ډېرې وګړي پدې ګمان کې تيروتي چې غازي مشروبات معدې سره هضم کې

مرسته کوي بلکه معده له کاره غورځوي، د غازي مشروباتو معتاد د معدې او تريخي له رنځونو کړيږي -.

ډېرو يخو اوبو او شربتو څخه وژغورل شي ځکه دې سره د معدې انزايمونه ضعيفه کيږي.

ځينې کوچنيان که چيرې ځواک لري نو سپک او نرم ورزش دي وکړي ترڅو د تندې او لوږې سره مخ نشي، خو کمزري بايد له ورزشه وژغورل شي. او هغه کوچنيان چې له چاغوالي کړيږي دا ورته يو زرين چانس دی.

کوم کوچنيان چې د شکرې ناروغی لري ښايې چې د داکتر په مشوره غذاګانې وخوري او ټوله مېاشت بايد له هغې سره اړېکه وساتي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب