د روژي غوره والى + احادیث

د حضرت ابوهريرة (رضي الله عنه ) څخه روايت دي چي داسلام سترلارښودحضرت محمد(صلي الله عيله وسلم) فرمائلي : قال الله عز و جل (( كل عمل ابن آدم له إلا الصيام فإنه لى و أنا أجزى به , و الصيام جُنة فإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث ولا يصخب ولا يجهل فإن شاتمة أحد او قاتلة أحد فليقل إنى صائم , مرتين , و الذى نفسى بيده لخلوف فم الصائم أطيب عند الله يوم القيامة من ريح المسك , و للصائم فرحتان يفرحهما : إذا أفطر فرح بفطرة , و إذا لقى ربه فرح بصومه )) ::: رواة أحمد و مسلم و النسائى ::: ,

ژباړه: الله پاك فرمايي : دانسان هرعمل دهغه لپاره دي ، مګريوه روژه نه ، ځكه هغه زماده اوزه يي بدله وركوم ، روژه سپردي، كله چي ستاسوديوه دروژي ورځ وي نوبدرددي نه وايي ، اونه دي هم جګړه كوي ، اوكه چاورسره لفظي شخړه كول اويايي ورسره جنګ كاوه نودي دوه واره ورته ووايي چي زه روژاتي يم ، زمادي په هغه زات سره قسم وي چي زمانفس يي په واك كي دي ، دروژاتي دخولي سوړبوي خداي ته دقيامت په ورځ دمشكوتربوي هم غوره دى ، اوروژاتي لره دوي خوشالياني دي  ، كله چي روژه ماته كړي نوپه رژه مات خوشاله سي او څه مهال چي بيادخپل خداي سره ملاقي سي نوپه خپله روژه خوشاله سي .

د عبد الله بن عمرو رضى الله عنهما څخه روايت دي چي داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلي الله عيله وسلم) فرمايلي : الصيام و القرآن يشفعان للعبد يوم القيامة , يقول الصيام : أى رب منعته الطعام و الشهوات بالنهار فشفعنى فية و يقول القرآن : منعته النوم بالليل فشفعنى فية فيشفعان
ژباړه : روژه اوقران دواړه دقيامت په ورځ دبنده لپاره شفاعت كوي ، روژه وايي : اي خدايه ! ماپه ررځ كي پرهغه خوراك اوشهوت منعه كړي و،نومايي په حق كي شفيع كړه ، اوقران وايي : ماپه شپه كي پرهغه خوب منعه كړي ونوزماشفاعت يي په حق كي ومنه ، بياخداي ددواړوشفاعت قبول كړي .

د أبى امامة رضى الله عنه  څخه روايت دي فرمايي : أتيت رسول الله صلى الله عليه و سلم فقلت : مُرنى بعمل يدخلنى الجنة , فقال : عليك بالصوم فإنه لا عدل له  ::: رواة أحمد و النسائى و الحاكم و صححه :::
ژباړه : زه دالله پيغمبر(صلي الله عيله وسلم) ته ورغلم ورته ومي ويل : ماپه داسي يوه عمل وګماره چي جنت ته مي ننباسي ، هغه وفرمايل: روژه ونيسه ځكه دهغي لپاره كوم انډول نسته .
د أبى سعيد الخدرى رضى الله عنه څخه روايت دي فرمايي : داسلام سترپيغمبر(صلي الله عيله وسلم) وفرمايل : لا يصوم عبد يوماً فى سبيل الله إلا باعد الله بذلك اليوم النار عن وجهه سبعين خريفاً  ::: رواة الجماعة إلا أبا داوود ::: ,
ژباړه : يوبنده چي دالله په لاره كي يوه ورځ روژه ونيسي نوخداي  ددي يوي ورځي په سبب دده له مخه اوياكاله اورليري كوي .

د سهل بن سعد رضى الله عنه څخه روايت دي چي نبى صلى الله عليه و سلم فرمايلي : إن للجنه باباً يقال له الريان , يقال يوم القيامة : أين الصائمون ؟ فإذا دخل آخرهم أُغلق ذلك الباب  ::: رواة البخارى و مسلم :::
ژباړه : دجنت يوه دروازه ده ، ريان نوميږي ، دقيامت په ورځ به وويل سي ، روژاتيان چيري دي ؟كله چي وروستي روژاتي ننوزي بيابه نودادروازه وتړل سي

احمد فرزان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب