د روژې د مياشتې ماثوره دعاګاني

 لومړى دعاء:

اللهم اجعل صيامي فيه صيام الصائمين و قيامي فيه قيام القائمين و نبهني فيه عن نومة الغافلين و هب لي جرمي فيه يا اله العالمين و اعف عني يا عافيا عن المجرمين
ژباړه:
اى زما پروردګاره، ته زما روژه د حقيقي روژاتيانو روژه وگرځوه او په روژه کي زما لمونځونه د حقيقي لمونځ گزارو لمونځ وگرځوه، لويه خدايه ! په دغه مياشت کي ما د غافلينو له خوب (غفلت ) نه آګاه کړه، زما تيروتني راته وبښه اى د کائناتو پالونکيه، او ماته بخښه وکړه ائ د مجرمينو بخښونکيه !

دويمه دعاء:

اللهم قربني فيه الى مرضاتک و جنبني فيه من سخطک و نقماتک و وفقني فيه لقرآئة اياتک برحمتک يا ارحم الراحمين
ژباړه:
اى الله! په دې مبارکه مياشت کي مي ستا و رضاته نيژدې کړه او ستا له قهر او عذاب نه مي ليري وساته، او ستا د اياتونو د تلاوت توفيق راکړه، اى ټولو زيات تر مهربانه ذاته ستا د رحمت په برکت زما د عاء قبوله کړه.

درېيمه دعاء:

اللهم ارزُقني فِيه الذهن و التنبيه و باعدني فيه من السفاهة و التمويه و اجعل لي نصيبا من کل خير تنزل فيه بجودک يا اجود الاجودين
 ژباړه:
اى الله! د روژې په مياشتي کي ماته ذهن او بيداري راکړه او له سادګى او بي عقلي نه مي وژغوره، او اى تر ټولو سخي ذاته ! په دغه مياشت  کي چي ستا د سخاوت له مخي هر خير را نازليږي ما ته پکي برخه راکړه….

څلورمه دعاء:

اللهم قوني فيه على اقامة امرک و اذقني فيه حلاوة ذکرک و اوزعنى فيه لاداء شکرک بکرمک و احفظني فيه بحفظک و سترک يا ابصر الناظرين .
ژباړه:
ائ پروردګاره ما ته ستا د امر د پر ځاى کولو توان راکړه، او ستا د ذکر مزه را باندي وڅکه، ما اماده کړه چي ستا د مهربانيو او لورينو شکر اداء کړم او په دغه مياشت کي مي ستا په ساتنه سره د ګناهونو څخه وساته اى تر ټولو بينا ذاته!

پنځمه دعاء:

اللهم اجعلني فيه من المستغفرين و اجعلني فيه من عبادک الصالحين القانتين و اجعلني فيه من اوليآءک المقربين برافــتـــک يا ارحم الراحمين
ژباړه:
اى پروردګاره ما  په دغه مياشت کي له هغو نه وشميره چي له تا نه بخښه غواړي او په دغه مياشت کي مي ستا له نيکو او تسليم سويو بندګانو له ټوليه و شميره ، ما ته ستا د نيژدې دوستانو په ټولۍ کي برخه راکړه، اى الله زما دا دعاء په خپله لورينه باندي قبوله کړه

شپږمه دعاء:

اللهم لا تخذلني فيه لتعرض معصيتک و لا تضربني بسياط نقمتک و زحزحني فيه من موجبات سخطک بمنک و اياديک يا منتهي رغبة الراغبين
ژباړه:
اي الله پاکه که مي چيرته ستا نافرماني کړې وي په دغه مي مياشت کي ما مه رسوا کوې او ته ما د خپل غضب  په چلاخو مه وهې او په دغه مياشت  کي د خپل احسان او لوريني له رويه ما له هغه کارونو څخه وساتې چي ستا غضب ورباندي راځي، اى هغه ذاته چي يوازي ته د ټولو خوښ ذات يې، قبوله يي کړه.

اوومه دعاء:

اللهم اجعلني فيه من المتوکلين عليک و اجعلني فيه من الفائزين لديک و اجعلني فيه من المقربين اليک باحسانک يا غاية الطالبين
ژباړه:
يا الله په دغه مياشت کي ما له هغو نه وگرځوه چي پر تا ئي توکل کړى دى او په دغه مياشت کي ما ستا په وړاندي کاميابه کړه او په خپل احسان سره ما په دغه مياشت کي خپل ځان ته نيژدې کړه، ائ هغه ذاته چي اخر اخر مشکل له تا سره حليږي (زما دا دعاء قبوله کړه )
اتمه دعاء: اللهم حبب الي فيه الاحسان و کره الي فيه الفسوق و العصيان و حرم علي فيه السخط و النيران بعونک يا غياث المستغيثين
ژباړه:
اى ربه ! په دغه مياشت کي ما ته د نيکو سره مينه راکړه او په دغه مياشت کي مي له ګناهونو  او فسق څخه کرکه راوله، او په دغه مبارکه مياشت کي ستا په کومک سره ستا قهر او د دوزخ اور پر ما حرام وگرځوه، اې هغه ذاته چه د فرياد کونکو فرياد اورې (زما دا دعاء قبوله کړه)

نهمه دعاء:

اللهم زيني فيه بالستر و العفاف و استرني فيه بلباس القنوع و الکفاف و احملني فيه على العدل و الانصاف و آمني فيه من کل ما اخاف بعصمتک يا عصمة الخآئفين
ژباړه:
اى زما خدايه ! په دغه مياشت کي ما په ستر او پاک لمنى سره ښائسته کړه، او په دغه مياشت کي ما ته د قناعت او کفايت جامه را واغونده او عدل او انصاف راته په برخه کړه، او په خپله ساتنه  له هر هغه څه نه چي زه ويره لرم، ما په امان کړه، اى هغه ذاته چي ويريدونکيو لره ساتنه او ډاډ ورکوې.

لسمه دعاء:

اللهم طهرني فيه من الدنس و الاقذار و صبرني فيه على کائنات الاقدار و وفقني فيه للتقي و صحبة الابرار بعونک يا قرة عين المساکين.
ژباړه:
اى پروردگاره ! په دغه مياشت کي ما له ناپاکيو او گندگيو نه صفا کړه او په دغه مياشت کي ما ته پر هغه څه چي تا په تقدير کي ليکلي دي، صبر راکړه، په دغه مياشت کي  په خپل کومک ما ته د تقوى او دنيکو خلګو د ملګرتيا توفيق راکړه ، اى هغه ذاته چي د مسکينانو سترګي درباندي خنکي دي.

يوولسمه دعاء:

اللهم وفقني فيه لموافقة الابرار و جنبني فيه مرافقة الاشرار و آوني فيه برحمتک الى دار القرار بالهيتک يا اله العالمين
ژباړه:
اى خدايه پاکه ! په دغه مياشت کي د نيکانو ملګري را په برخه کړه او له بدو خلګو له دوستۍ نه مي وساته په خپل رحمت سره په جنت کي ځاى راکه اى د کائناتو پروردگاره په خپله خدايي سره زما دا دعا قبوله کړه.

دولسمه دعاء:

اللهم اهدني فيه لصالح الاعمال و اقض لي فيه الحوائج و الآمال يا من لا يحتاج الى التفسير و السئوال يا عالما بما في صدور العاليمن صل على محمد و اله الطاهرين
ژباړه:
اى پروردګاره ما په دغه مياشت کي د ښو کارونو کولو ته نيغ کړې او زما حاجتونه او اميدونه په دغه مياشت کي راته پوره کړې، اى هغه (واضح او پر خلقو روښانه) ذاته چي هيڅ تشريح او پوښتني ته ضرورت نه لرې،اې د ټولوخلقو د زړونو څخه خبر ذاته، درود او رحمت وکه پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم او د هغه پر پاکه کورنۍ باندي

ديارلسمه دعاء:

اللهم وفر فيه حظي من برکاته و سهل سبيلي الى خيراته و لا تحرمني قبول حسناته يا هاديا الى الحق المبين
ژباړه:
اى زما پالونکيه! په دغه مياشت کي زما د برکاتو برخه را ته زياته کړې او د خير کارونو ته مي لاره اسانه کړې او د نيکيو د کارونو د منلو څخه مي مه  بے برخي کوه، اى هغه ذاته چي د ښکاره حق لور ته خلگ هدايت کوې.

څوارلسمه دعاء:

اللهم افتح لي فيه ابواب الجنان و اغلق عني فيه ابواب النيران و وفقني فيه لتلاوة القرآن يا منزل السکينة في قلوب الموءمنين
ژباړه:
اى څښتنه په دغه مياشت کي ما لره د جنتونو دروازي خلاصي کړه او د اور دروازې راته بندي کړه او په دغه مياشت کي د قرآن کريم د تلاوت توفيق را کړي، اى هغه ذاته چي د مومنانو پر زړونو سکينه نازلوې، زما دا دعاء قبوله کړه.

پنځلسمه دعاء:

اللهم اني اسئلک فيه ما يرضيک و اعوذبک مما يوذيک و اسئلک التوفيق فيه لان اطيعک و لا اعصيک يا جواد السائلين
ژباړه:
اى الله په دغه مياشت کي زه له تا نه د هغه څه سوال کوم چي ته ورباندي راضي کيږي او له هغه څه نه پناه غواړم چي ته ورباندي ناراضه کيږي او په دغه مياشت کي له تا  نه سوال کوم چي ما ته توفيق راکړه تر څو ستا اطاعت وکړم او نافرماني او سرکښي دي و نه کړم اى هغه ذاته چه پر غوښتونکو او سوال کونکو باندي ډير سخي يې (زما دا دعاء قبوله کړه )
راټولونه او ترجمه: جلال الرحمان شرر

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب