د روژې فرضیت ،اهمیت ، فضیلت او ګټې

د رمضان المبارک روژې له تحويل قبله (د قبلې له ګرځيدا) وروسته د هجرت په دويم کال د شعبان په مياشت کې فرض شوې دي ([1]).

بيا په دې کې اختلاف دی چې آيا له دې دمخه روژې فرض وې او که نه؟ نو احناف په دې کې دا وايي چې د رمضان له روژو دمخه د عاشوراء د ورځې روژه او د ايام بيض روژې فرض وې، په وروسته کې د همدغو ورځو د روژو فرضيت د رمضان المبارک په روژو سره منسوخ کړی شو، دا مهال يوازې د هغوی استحباب باقي پاتې دی ([2]).
او شوافع حضرات وايي چې له دې دمخه هيڅ روژه فرض شوې نه وه ([3]).
په دې هکله په مظاهر حق کې داسې ليکل شوي : د رمضان المبارک مياشتې روژې له هجرت څخه اتلس مياشتې وروسته د شعبان په مياشت کې د قبلې له تحويل (ګرځيدا) لس ورځې وروسته فرض شوې دي، يو شمير حضرات وايي چې له دې دمخه هيڅ روژه فرض نه وه، او د يو شمير حضراتو قول دا دى چې له دې دمخه هم د يو شمېرورځوروژې فرض وې، کومې چې د همدغې مياشتې د روژو له فرضيت وروسته منسوخې شوې، لکه د يو شمير حضراتو په نزد د عاشوراء (د محرم د لسمې) نيټې روژه فرض وه او د يو شمير حضراتو قول دا دى چې د ايام بيض (د قمري مياشتې د ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم شپو د ورځو) روژې فرض وې، د رمضان المبارک روژو د فرضيت يو شمير احکام په اولنيو (ابتدائي) ورځو کې ډير سخت وو، د بيلګې په توګه : د لمر له لويدو وروسته د خوراک څښاک اجازه وه، خو له ويده کيدلو وروسته د هيڅ شي د خوړلو يا څښلو اجازه نه وه، که څه هم کوم کس به د کوم شي له خوړلو او څښلو پرته ويده شوى وو، همدا رنګه جماع په هيڅ وخت او په هيڅ حالت کې هم روا نه وه، خو کله چې په مسلمانانو باندې دغه يو شمير احکام سخت تمام شول او د همدغو احکامو له امله يو شمير پيښې هم مخته راغلې نو دغه احکام منسوخ کړى شول او هيڅ سختي پاتې نشوه ([4]).
د روژې اهميت او فضيلت دا دى چې د اسلام پنځه ارکان دي او په هغو کې د روژې دريمه درجه دى، ګوا که چې روژه د اسلام دريم رکن دى، د دغه اهم رکن چې کوم تاکيد او اهميت دى هغه د شريعت ماهرين ډيره ښه پيژني، له روژې څخه منکر کافر او د هغې پريښودونکى فاسق او سخت ګنهګار دى، لکه د درمختار په (باب ما يفسد الصوم) کې دغه مسئله او حکم نقل شوى دى :
کوم سړى چې په رمضان کې له عذر پرته په ښکاره خوراک کونکى په نظر درشي نو هغه ووژنئ.
د روژه د فضيلت په باره کې يوازې دومره ويل پکار دي چې يو شمير علماء کرامو د همدغه مهم او لوى رکن ډير زيات فضايل بيان کړي او د لمانځه په څير په يوه لوى عبادت باندې يې هم ورته فضيلت ورکړى، که څه هم دا د بعضې علماؤ قول دى، مګر د اکثره علماؤ مسلک دا دى چې لمونځ له ټولو عملونو څخه بهتر دى او لمانځه ته په روژه باندې فضيلت حاصل دى، مګر د ويلو خبر يوازې دا دى چې کله په دې کې د علماؤ اختلاف دى چې لمونځ بهتر دى او که روژه؟ نو اوس ښکاره دى چې له لمانځه پرته بل کوم عمل او رکن له روژه سره سيالي نشي کولاى ([5]).
د فضايلو په کتابونو کې د دې مفصل بيان راغلى، خو دلته د روژه د فضيلت په هکله درى حديثونه د نمونې په ډول راوړل کيږي :
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ارشاد مفهوم ده : چا چې د رمضان المبارک روژې يوازې د الله تعالي جل جلاله لپاره ونيولې نو د هغه ټول پخواني واړه ګناهونه بخښل کيږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دى چې : د روژه دار د خولې بد بويي د الله تعالى جل جلاله په نزد له مشکو څخه هم خوږه ده، د قيامت په ورځ د روژه ثواب بې حده ډير دى.
په بخاري شريف کې روايت دى چې د روژه دارو لپاره به د قيامت په ورځ د عرش لاندې دسترخوان وغوړول شي او همدغه خلک به په هغه باندې کيني او خوراک به کوي، او نور ټول خلک به په حساب کې اخته وي، د دې کار په ليدو سره به هغه خلک ووايي : دا څرنګه خلک دي چې خوراک څښاک کوي او مونږ په حساب کې لا اخته يو؟ هغوى ته به ځواب ورکړل شي چې همدغو خلکو روژې ساتلې وې او تاسو روژې نه دي ساتلې.
روژه د الله تعالى جل جلاله د قانون له مخې له ټولو عبادتونو څخه يو جلا عبادت دى، ځکه چې د ټولو عبادتونو ثواب د فرښتو په ذريعه تر اوه سوه چنده پورې ورکول کيږي، مګر روژه يو داسې عبادت دى د کوم په باره کې چې راغلي (د روژه بدله (عوض) زه په خپله ورکوم) د فرښتو په واسطه نه، نو د روژه دارو لپاره له دې څخه بله لويه (غټه) خوشحالي کومه کيدلاى شي چې هغوى د خپلو عبادتونو بدله (عوض) د خپل مالک په بلا کيفه لاسونو سره پيدا کړي، بل چا لره مداخله هم نه وي پکې، مونږ پوهيږو چې په دنيوي ژوند کې کله چې کوم شى د حکومت له لوري ويشل کيږي نو په هغه کې د يوه عام حکومتي چارواکي په لاس په ورکړى شوي شي کې او د بادشاه په لاس په ورکړى شوي شي کې څومره فرق (توپير) وي.
د همدغو احاديثو له لوستلو او آوريدلو وروسته خداى مکړه که بيا هم د يو چا په زړه کې د روژه نيولو شوق او جذبه پيدا نشي نو يقينا د هغه زړه له ډبرې څخه سخت او د ګناهونو د کثرت له امله بالکل زنګ شوى دى او هغه ته په رښتوني زړه توبه ويستل پکار دي ([6]).
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کله چې رمضان المبارک داخل شي نو د آسمان دروازې خلاصې شي، او په يوه روايت کې راغلي چې د جنت دروازې، او په يوه بل روايت کې راغلي چې د رحمت دروازې، او د جهنم دروازې بندې کړى شي او شيطانان د سلاسل پابند کړى شي (په ځنځيرونو وتړل شي) (بخاري او مسلم).
او په يوه روايت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کله چې د رمضان المبارک لومړى شپه شي نو شيطانان او سرکشه پيريان قيد کړى شي، او د دوزخ دروازې بندې کړى شي، پس د هغه هيڅ دروازه خلاصه نه وي، او د جنت دروازې خلاصې کړى شي، پس د هغه هيڅ دروازه بنده نه وي، او يوه آواز کونکې فرښته اعلان کوي چې : اې د خير طلب کونکيو ! وړاندې راشى، او اې د شر طلب کونکيو ! ودريږى، او د الله تعالى جل جلاله له لوري به ډير خلک له دوزخ څخه آزاد کړى شي، او دا د رمضان المبارک په هره شپه کې کيږي ([7]).
د روژه په ساتلو کې څه حکمتونه او ګټې دي؟.
د روژه بې شميره حکمتونه او ګټې دي، له هغو ځينې يو خاص حکمت او ګټه دا ده چې نفس اماره د هغه له غوښتنو او خواهشاتو څخه د را ګرځيدو عادتي جوړيږي او د نفس اصلاح يعنې انساني نفس په واک کې راځي، په کوم سره چې هغه شرعي احکام کوم چې په نفس باندې سخت دي هغه نهايت آسانه کيږي، او د ګناهونو د پريښودو، تقوى او د پرهيزګاري صلاحيت په روژه دار کې پيدا کيږي، الله تعالى جل جلاله فرمايي )يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيۡكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ ١٨٣(.
ژباړه : اې د ايمان خاوندانو ! په تاسو باندې روژې فرض کړى شوې دي لکه څرنګه چې له تاسو څخه په مخکنيو خلکو باندې فرض کړى شوې وې، د دې لپاره چې تاسو متقيان او پرهيزګار جوړ شئ (البقرة).
روژه د روح غذاء دى : په روژه سره روح طاقتور جوړيږي، د نفساني خواهشاتو ټکولو او د روح د صفائي لپاره له روژه څخه زيات بل کوم شى ګټور نشته، په روژه سره د روحانيت دروازه خلاصيږي، په عبادت کې خوند او چالاکي حاصليږي، له همدې امله د دين خلک فرمائي :
اندر را از طعام خالي دار                                 تا در آن نور معرفت بيني
په روژه سره الهي قرب (نزديکت) حاصليږي، په معتبرو کتابونو کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالى جل جلاله په دربار کې عرض وکړ : يا اله العلمين ! بنده تا ته په څه وخت کې ډير نږدې کيدلاى شي؟ وې فرمايل : کله چې بنده وږى وي او کله چې بنده په سجده کې وي، د روژه يو حکمت دا هم دى چې روژه دار د خداوندي صفاتو په جلوه سره منور کيږي، لکه څرنګه چې د الله تعالى جل جلاله ذات له خوراک، څښاک او خواهشاتو څخه پاک دى، روژه دار هم له خوراک، څښاک او خواهشاتو څخه بې نيازه وي، د حق تعالى جل جلاله له صفاتو سره له مشابهت پرته يو حکمت دا هم دى چې روژه دار له فرښتو سره هم مشابهت لري، د فرښتو غذاء د الله تعالى ذکر دى او په روژه سره د خداى تعالى د شکر موقع پيدا کيږي، په روژه سره د اوږي د قدر او د انساني همدردي جذبه پيدا کيږي، په روژه سره جسماني ناروغي ختميږي، په ځانګړې توګه د بلغمي مزاج لپاره يوه ډيره ښه نسخه دى ([8]).
په مظاهر حق کې ليکل شوي :
د روژې ګټې (فايدې) ډيرې زياتې دي، يو شمير يې دلته ذکر کيدلاى شي:
(١) د روژه له امله خاطر جمعي او زړه ته سکون حاصليدلاى شي، د نفس اماره تيزي او تند والى له منځه ځي، جسماني اعضاء په ځانکړې توګه هغه اعضاء د کومو چې له نيکي او بدي سره براه راست تعلق وي لکه لاس، سترګې، ژبه، غوږونه، عورت او داسې نور سستيږي، د کوم له امله چې د ګناه کولو خواهش کميږي او د معصيت لوري ته ورتګ کمزورى کيږي، لکه چې ويل کيږي : کله چې نفس وږى وي نو ټول اعضاء ماړه کيږي، يعنې هغوى بيا خپل کار ته شوق نلري، او کله چې نفس موړ وي نو ټول اعضاء وږي کيږي او هغوى خپل کار ته ډير شوق لري، له دې خبرې څخه داسې معلوميږي چې د بدن څومره اعضاء دي نو هغه خالق تعالى جل جلاله د خپلو خپلو کارونو لپاره پيدا کړي دي، د بيلګې په توګه د سترګو پيدايښت د ليدو لپاره دى، ګوا که د سترګو کار ليدل دي، لهذا د لوږې په حالت کې د هيڅ شي لوري ته هم د ليدلو شوق نوي، هو ! کله چې خيټه ډکه وي نو سترګې خپل کار په ډير شوق سره کوي، او د هر روا او ناروا شي ليدلو ته شوق لري، په همدې باندې نور اعضاء هم قياس کيدلاى شي.
(٢) د روژه له امله زړه له کدورتونو څخه پاکيږي، ځکه چې د زړه کدورت د سترګو، ژبې او د نورو اعضاؤ د بيکاره کړنو له امله وي، يعنې د ژبې له ضرورت او حاجت نه زياتې خبرې کول، د سترګو له ضرورت پرته کتل، همدا رنګه د نورو اعضاؤ له ضرورت پرته په خپلو کارونو کې مشغوليدل د زړه د کدورتونو باعث کيږي، او ښکاره خبره دى چې روژه دار له بې فايدې خبرو او بې ګټې کارونو څخه ځان ساتي، نو له همدې امله د هغه زړه صاف او مطمئن وي، همدا رنګه د زړه پاکوالى او د زړه اطمينان د نيکو (ښو) کارونو لور ته د ميلان (رغبت) پيدا کيږي او د لوړو درجو د حاصلولو ذريعه جوړيږي.
(٣) روژه له مسکينانو او غريبانو سره د نيک چلند کولو سبب وي، ځکه کله چې يو څوک د لوږې په حالت کې وويني نو د خپلې لوږې حالت ور په ياد کيږي، د کوم له امله چې بيا د هغه د ترحم جذبه په جوش راځي.
(٤) روژه دار د روژه په حالت کې ګوا که له فقيرانو او مسکينانو سره مطابقت کوي، په دې ډول لکه څرنګه چې هغوى په کوم اذيت او تکليف کې مبتلاء وي نو همدغه تکليف او مشقت روژه دار هم برداشت کوي، له همدې امله د الله تعالى جل جلاله په نزد د هغه مرتبه ډيره لوړيږي، لکه چې د يوه بزرګ بشر حافي په باره کې نقل شوي چې : يو کس د سختې يخنى په موسم کې د هغه په خدمت کې حاضر شو، ګوري چې هغه ناست دى او پړيږي، سره له دې چې له هغه سره دومره جامو شتون درلود چې هغه له يخني څخه بچ وساتي، مګر هغه دا جامې جلا ايښې وې، دغه کس چې دا صورتحال وليد نو له هغه څخه يې په ډير تعجب سره وپوښتل : تا د يخني په دې حالت کې جامې جلا ايښې دي؟ هغه ورته وويل : زما وروره ! د فقيرانو او مسکينانو شمير ډير زيات دى، زه دومره وس نلرم چې هغوى ته د جامو ورکولو انتظام وکړم، لهذا کوم شى چې زما په واک کې دى نو دا غنيمت ګڼم لکه څرنګه چې هغوى د يخني په حالت کې کوم تکليف برداشت کوي هماغسې زه هم د يخني تکليف برداشت کړم، په همدې توګه زه له هغوى سره مطابقت کوم.
همدغه جذبه زمونږ د هغو اولياؤ او عارفانو په ژوند کې هم پيدا کيږي د کومو په باره کې چې نقل شوي چې هغوى به د هرې ګولې په خوړلو سره دا کلمات ويل :
اللهم لا تواحذني بحق الجائعين
د حضرت يوسف علیه السلام په باره کې منقول دي چې کوم وخت ټول ملک قحط سالي په خپل سيوري کې ونيولو نو سره له دې چې له هغه سره ډيره زياته د غله خزانه وه مګر يوازې د دې لپاره يې په مړه خيټه ډوډۍ نه خوړله چې هسې نه د وږيو خلکو خيال يې له زړه څخه ونه ووځي، بل دا چې په همدې ډول يې له قحط وهليو عوامو سره په تکليف او مصيبت کې مطابقت او مشابهت راشي ([9]).
که چيرته په دنيوي او جسماني اعتبار سره وکتل شي نو معلوميږي چې روژه د مسلمان لپاره د چشت، چالاک، صابر، شاکر، د يوه او بل لپاره مرسته کونکې، غمخوره د يوه مضبوط او منظم قوم په جوړيدلو کې يوه بهترينه ذريعه دى، که چيرته د روژه حقيقت مد نظر وساتل شي او د زړه په اخلاص سره روژه ونيول شي نو د حرص، طمع او د خيټې ډکولو ماده له هغه څخه بالکل ځي او په انساني لباس کې فرښته تر سترګو کيږي، همدا رنګه د دې په ذريعه د نظم او ضبط هغه قوت ترلاسه کيدلاى شي کوم ته چې د دنيا ټولو طاقتونو سر ښکته نيولى دى.
د طبي اصولو له مخې روژه د جسماني صحت حاصلولو لپاره يوه بهترينه ذريعه دى، ځکه تر يوولسو مياشتو پورې چې کوم خراب او فاسد رطوبتونه په بدن کې جمع شوي وي، نو د يوې مياشتې په روژه سره هغه ټول وچ کړى شي، په صحت او توان کې ښکاره ترقي راشي، له دې پرته په روژه کې نورې ډيرې جسماني او مادي ګټې دي، تر کومه ځايه چې د روحاني ګټو تعلق دى هغه هم ډيرې زياتې او بې شماره دي، د بيلګې په توګه فرښتې له خوراک، څښاک او جماع کولو څخه پاکې دي، همدا رنګه الله تعالى جل جلاله هم له همدې خواهشاتو څخه پاک دى، له همدې امله انسان د روژه ساتلو له امله د کم وخت لپاره په همدغه ملکوتي صفت کې تر سترګو کيږي او په همدغه وخت کې د)تخلقوا باخلاق الله( هم يوه مظاهره کيږي.
په روژه سره اخلاقي او روحاني قوتونه پيدا کيږي، زړه او دماغ پرې روښانه کيږي، لوږه او تنده د ګناهونو کفاره کيږي او انسان د ضبط نفس له امله مکمل انسان جوړيږي، د روژه له امله په مزاج کې عجز او خاکساري راځي، د لوږې او تندې د مصيبت او تکليف په وخت کې کله چې د همدغه تکليف اندازه ورته وشي نو له نورو انسانانو سره يې د تکليف او مصيبت په وخت د مرستې جذبه پيدا کيږي.
روژه دار هر وخت د الله تعالى جل جلاله په عبادت کې شمارل کيږي، ځکه کوم وخت چې روژه دار ته لوږه او تنده ورسيږي او د هغه نفس د خوراک او څښاک غوښتنه کوي نو د هغه زړه تر ماښامه پورې برابر داسې وايي نه دا وخت د خوراک او څښاک کولو اجازه الله تعالى نکوي، د هغه زړه له همت او استقلال سره د الله تعالى جل جلاله لوري ته متوجه اوسي او د الله تعالى جل جلاله لوري ته د زړه متوجه کول د ټولو عبادتونو روح دى، لنډه دا چې روژه د يوې لويې درجې عبادت دى ([10]).

([1]) مرقات، ج : ۴، ص : ۲۲۹.

([2]) معارف السنن، ج : ۵، ص : ۳۲۳.

([3]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۲، ص : ۲۳۶، بحواله : فتح الباري، ج : ۴، ص : ۱۰۳.

([4]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨١.

([5]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨١.

([6]) مسايل رفعت قاسمي، ٤ : ٢٥ – ٢٦.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤، ٤٩٧، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، الفصل الاول، ص : ١٧٣، مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، الفصل الثاني، ص : ١٧٣.

([8]) فتاوى رحيميه، ٧ : ٢٠٣ – ٢٠٤.

([9]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨٢ – ٢٨٣.

([10]) مسايل روژه، ص : ٢٥ – ٢٦، تاليف : مولنا رفعت قاسمي صاحب.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب