د روژې فضیلتونه یا ښېګڼې

د روژې فضيلتونه :

د روژې مباركه مياشت او ددې مياشتې روژې ډېر ستر ستر فضايل لري، چې د ګران پيغمبر په احاديثو او د علماوو په ويناوو كې په وار په وار ترې يادونه شوې، لكه څرنګه چې دغه لنډه مقاله د ټولو د اخيستلو توان نه لري، نو له هغو څخه د روژې د فضايلو په اړه يوازې د پيغمبر ( ص) څو مهم حديثونه رانقلوو:

۱- روژه يو له هغو عبادتونو څخه ده، چې موږ ته د لوى خداى ( ج ) د احسان پر لاره لارښوونه كوي، تر څو موږ وكولاى شو، په وسيله يې د هغه په فضل او لورېينه د كمال پر لوري ګام واخلو، ګران پيغمبر (ص) فرمايي:

“اې خلكو! د خداى د بركت او بښنې مياشت ستاسې خواته مخه كړې، هغه مياشت چې ورځې يې تر ټولو ښې ورځې او شپې يې تر ټولو ښې شپې او ساعتونه يې تر ټولو ښه ساعتونه دي، په دغه مياشت كې تاسې د لوى خداى (ج) مېلمستيا ته رابلل شوي ياست او د هغه د كرامت او لورېينو وړ ګرځېدلي ياست، په دغه مياشت كې ستاسې نفسونه د تسبېح ثواب لري، خوبونه مو عبادت، كړنې مو د قبول وړ او دعا مو د قبلېدو وړ ده، نو له ناوړو صفتونو او ګناهونو څخه په يوه پاك زړه او په رښتيني نيت له خداى څخه پناه وغواړئ، تر څو تاسې ته د روژې د نېولو توفيق دركړي او د قرآن كريم تلاوت مو په برخه كړي، په ټېنګار سره بدمرغه هغه څوك دى، چې په دغه لويه مياشت كې د خداى له بښنې څخه بې برخې پاتې شي.)) او بيا يې وفرمايل: ((هر څوك چې په دې ستره مياشت كې زيات درودونه ولېږي، خداى ( ج ) به يې د عملونو تله په هغه ورځ درنه كړي، چې د عملونو تله يې سپكه وي او هر څوك چې په دې مياشت كې د قرآن كريم د بقرې سورت ۱۸۳ مه ايه ((اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى ( اې مومنانو!) فرض كړل شوې ده په تاسې باندې روژه لكه چې فرض كړل شوې وه، په هغو كسانو چې پخوا له تاسې څخه وو( لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدمه پورې))، ولولي، نو لوى خداى ( ج ) په نورو مياشتو كې به د قرآن كريم د يو پوره ختم، اجر وركړي. ))

پيغمبر ( ص) وايي:

۲-“د روژې نېول پر تاسې باندې فرض دي، په رښتيا سره، چې روژه د بدن د رګونو پاكوونكې او د ځان غوښتنې له منځه وړونكې ده. “

همدارنګه د رمضان په مياشت كې د روژې نېول او په شپو كې يې په ځانګړې توګه د ليله القدر په شپه قيام (درېدل)، هغه هم د ايمان او له خداى ( ج) څخه د ثواب او اجر د غوښتنې له مخې، بې له شكه چې د هغه شخص د ايمان پر رښتينولۍ او د عمل پر خلوص دلالت كوي. پر دې بنسټ، هغه ته زېرۍ وركړل شوى، چې تېر ګناهونه به يې د خداى تعالى له لوري بښل كېږي، ګران پيغمبر ( ص) فرمايلي: ژباړه(( هغه څوك چې د رمضان مياشت يې د ايمان له مخې او د خداى تعالى له لوري د اجر او ثواب د تر لاسه كولو په هېله روژه ونيسي، ټول تېر ګناهونه يې بښل كېږي.)) ( متفق عليه، البخاري ۳۸. مسلم ۷۶ .) همدا راز يې ويلى: (( هغه څوك چې د قدر په شپه كې د ايمان له مخې د خداى ( ج) له لوري د اجر او ثواب د ترلاسه كولو په هيله، قيام وكړي، ټول تېر ګناهونه يې بښل كېږي.)) ( متفق عليه، البخاري ۳۷. مسلم ۷۵۹ .)

3- د انسان د هېڅ يو عمل او عبادت اجر له روژې سره سيالي نه شي كولاى، ځكه چې په روژه كې د خداى لپاره د اخلاص راز او نياز نغښتى دى. له همدې امله ده، چې پر نورو ټولو عبادتونو باندې يې غلبه كړې او لوړتيا يې موندلې.

پيغمبر ( ص) فرمايي: (( ټول كارونه او عبادتونه څو برابره زياتېږي، هره نېكۍ له لسو تر اووسوو برابر اجر لري. خداى ( ج ) فرمايي: پرته له روژې، ځكه چې روژه په ځانګړي ډول زما لپاره ده او زه يې اجر او ثواب وركوم، ( لكه څرنګه چې زما بنده) شهوت او طعام زما په (امر) او زما په خاطر پرېږدي. )) ( متفق عليه، البخاري. مسلم. )

4- روژه له ګناهونو څخه د ساتنې وسيله او همدار راز په دنيا كې له نفساني غوښتنو څخه د پيروۍ او په آخرت كې د خداى تعالى د عذاب په وړاندې د روژه نېوونكي د نفس ډال دى. روژه د شيطاني چلونو په وړاندې يوه پياوړې او غښتلې كلا ده. پيغمبر ( ص) فرمايلي: (( الصوم حنه)) روژه يو ډال دى.[irp][irp]

5- روژه په لنډ مهاله توګه د فرج شهوت زايلوي، پاك لمنۍ او سپېڅلتوب رامنځ ته كوي، ګران پيغمبر(ص) ځوانانو ته د توصيې پر مهال وفرمايل: ((اې د ځوانانو ډلې! له تاسې څخه هر يو چې د واده وړتيا او قدرت لري، نو واده دې وكړي. واده، د سترګو د ساتنې لپاره ښه او د فرج شهوت كنټرولوي، هغه څوك چې يې توان نه لري، نو پرې لازم دي، چې روژه ونيسي، ځكه چې روژه شهوت له منځه وړي.)) (متفق عليه، البخاري۱۹۰۵. مسلم ۱۴۰۰). او د روژې نور فضايل په لاندې ډول په ګوته كولاى شو:

۱- د روژې د مياشتې نفلي لمونځ د نورو مياشتو له فرضي لمونځونه سره برابر دى.

۲- د روژې د مياشتې فرض لمونځ د نورو مياشتو له اويا لمنځونو سره برابر دى.

۳- روژه د صبر مياشت ده، د صبر په وړاندې جنت دى.

۴- روژه د غمخوارۍ مياشت ده، په دې مياشت كې رزق زياتېږي.

۵- د رمضان لومړۍ لس روژې رحمت دى. دويمه لسېزه يې د مغفرت او درېيمه يې د دوزخ له اور څخه د خلاصون لسيزه ده.

پيغمبر ( ص) وفرمايل: د روژه ماتي پر مهال، روژه لرونكو ته ډوډۍ وركړئ! صحابه وو ترې پوښتنه وكړه، كه يې وس و نه­لرو. نو آنحضرت ( ص) بيا وفرمايل: فرق نه كوي، كه دا خواړه، د خرما د يوې دانې، يو ګيلاس اوبو او يا هم لږې شيدې وي.

د روژې په مياشت كې د روژه لرونكي دعا نه ردېږي بلكې د خداى په دربار كې قبلېږي.

د كار خاوندانو ته زېرى:

د هغو كسانو لپاره چې تر خپل لاس لاندې كار كوونكي لري، د روژې د مياشتې زېرى:

د كار خاوند د روژې په مباركه مياشت كې، بايد پر خپلو كاركوونكو باندې د كار كچه او اندازه كمه كړي، لوى خداى ( ج ) يې ددې كار په بدل كې، په ګناهونو كې لږوالى راولي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب