د زخو یا مېخونو لاملونه او درملنه

 

په عام ډول په لاسونو او پښو زخې راپیدا کېدل يوه عامه ناروغي ده، چې د سړيو پر تله په ښځو کې ډېره ترسترګو کېږي.

په بدن د زخو د را زرغونېدلو ځينې لاملونه:

۱ـ کله چې د انسان په بدن کې اوسپنيزه ماده له خپلې کچې زياته شي نو زخې يې په بدن کې پیدا کېږي.

۲ـ په زخو باندې د اخته کس له ورځنيو توکو(روی پاک، جان پاک، جامو او صابون) څخه ګټه اخستنه هم په بدن د زخو د ژر راختلو یو لامل دی .

your ads

۳ـ هغه څوک په ځانګړي ډول ماشومان چې د نوکانو په خوړولو عادت وي، يا د نوک يوه برخه روي نو زخې پرې ژر راپورته کېږي.

د زخو درملنه:

له هرڅه وړاندې زخې يا مېخونه مو په صابون پرېمنځئ.

او درمل يې په لاندې ډول جوړېږي:

وچ اوړه، نېمبو، هګۍ او ژيړ کورکمان يو ځای سره ګډوډ کړئ.

په دومره کچه درمل جوړ کړئ، چې ستاسو د مېخونو يا زخو لپاره بسنه وکړي.

له ويده کېدلو وړاندې يې په زخو کېږدئ، پلاسټر ترې تاو کړئ، یا يې وتړۍ،  ان شاء الله په څو ورځو کې به مو زخې يا مېخونه له منځه ولاړ شي.

د يادونې وړ ده، هغه کسان چې پرلپسې پڼي – موچڼي په پښو کوي، په پښو يې مېخونه يا زخې نه پیدا کېږي.

اسد الله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب