د زكات مسائل

1- زكات پيشکې ورکول هم روا دي

حديث شريف :

أن العباس سأل النبي صلى اللّه عليه وسلم في تعجيل الصدقة قبل أن تحل فرخَّص له في ذلك

حضرت عباس د خپل د پيشکی ورکولو پوښتنه له رسول الله نه وکړه نو هغوی ص وزته اجازت ورکړو (ابوداؤد،ترمذی،ابن ماجه او دارومی )د زکات مسائل

۲- که په بې خبری کې چاته زکات ورکړ شي خو ورسته سړی پوه شي چې دا کس خو د زکات مستحق ندی زکات اداشوي دوباره ورکړي ته ضرورت نشته .

۳- د زکات ورکول لاندی کسانو ته حرام دي

your ads

– د نصاب مالک
– سادات
– خپل مور او پلار ،نيکه ؤنيا د پلار مور ،د مور مور ،او دينه پورته غور نيکه غره نيا
– خپل زوی ،لور ،نمسی نمسۍ او تر هغه لاندی
– ښځه خپل خاوند ته او خاوند خپلی ښځی ته زکات نشی ورکولای .
– کافر ته
– د مالدار سړی نا بالغ اولاد ته
خپلو خپلوانو ته لکه غريب او ناچاره خور ، ورور او نورو ته زکات ورکولو کې دوي کټی دی ۱- د زکات ادا ۲- صله رحمی (د خپلوانو سره ښه سلوک )
۴- د زکات په روپو نه جومات جوړيدای شی او نه کوم بل خيريه کار زکات يوازی په هغه ځایونه کې مصرفيږي چه قرآنکريم ښودلی .
۶- درشوت په پيسو يا کومه بله حرامه طريقه جمع شوو پيسو باندې شرعاً زکات واجب نه دی ،که ماليکان يې معلوم وي هغه ته به يې سپاري اوکه معلوم نه وي په مسکينانو او فقيرانو به يې دصدقه په توګه ويشي .
۷- کوم سړی چې دنصاب مالک وي مګر دښځې دمهر پوروړی هم وي زکات ورباندې واجب دی مهر موجل د زکات او حج مانع نه ګرځي .
۸- کوم چاته چې زکات ورکول کيږي که هغی ته دا ونه ښودل شي چې دا د زکات پيسي دی هم صحي ده صرف په زړه کې نيت ضرور دي اوبل داچې هغه کس د زکات مستحق وي .
۹- د زکات د تقسيم لپاره د وکيل مقررول رواه دي .
۱۰- په زيوراتو کې هر کال زکات ورکول فرض دي .
۱۱- د زکات په پيسو باندې که ديني کتابونه واخستل شي زکات نه صحي کيږي ځکه په زکات کې مالک جوړول شرط دي ، که کتابونه واخلي اوطالبانو ته يې ورکړي او دهغوی ملک يې وګرځوي نو زکات به ادا شي .
۱۲- که د سيد ښځه غريبه وي سيده نه وي زکات ورکول ورته جائز دي .
۱۳ – خپلې خواښی چې مالکه د نصاب نه وي زکات ورکول ورته رواه دي .
۱۴- کوم څوک بې حاصله ځمکه ولري يا کور ولري په کرایه يې ورکړی وي دځمکې او کور قيمت د زکات نصاب ته رسيدلی وي يا ډير لوړ وي خو د تجارت لپاره نه وي زکات وربانې نشته .
۱۵- په زکات کې د پيسو پرځای د اجناسو ورکول هم روا دي په شرط ددی چې له همغه اجناسو څخه وي په کوم کې چې
زکات فرض وي .

تاج فتاوی دارالعلوم ديوبند (مفتی اعظم حضرت مولاناعزيز الرحمن ديوبند )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب