د زلزلې درجې او اثرات یې

ښوروونکي او لړزوونکي

د ريکتر درجه د يوې زلزلې قوت اندازه کوي. ‌هر څومره چې زلزله غښتلې وي،‌ د ريکتر درجه يې هومره لوړه ده.‌ د ريکتر د لاندې درجو په کارولو سره لاندې پوښتنې ځواب کړئ.‌

د ريکتر د درجې اندازه د وراني ډول د زلزلو کلنی  شمېر
۲ تر ۲.۹ درجو تقريباً هېڅ ورانی نه رامنځته کېږي؛ احساسېږي نه؛ خو ضبتېږي. ۱،۳۰۰،۰۰۰
۳ تر ۳.۹ درجو ډېر لږ د زیان لامل ګرځي، زياتره وخت احساسېږي ۱۳۰،۰۰۰
۴ تر ۴.۹ درجو د کور دننه شيان ښوروي؛ لوښي ماتوي ۱۳،۰۰۰
۵ تر ۵.۹ درجو فرنېچر ماتوي، دېوالونو کې درزونه جوړوي ۱،۳۱۹
۶ تر ۶.۹ درجو ونو ته زيان اړوي؛ په ځمکه کې چاودې/درزونه پيدا کوي؛ کورونه ویجاړوي؛ د ځمکې لاندې پايپونه ماتوي. ۱۳۴
۷ تر ۷.۹ درجو ځينې پلونه له منځه وړي؛ پتړۍ کږوي؛ ځمکه ښويېږي ۱۷
۸ او له هغه لوړې درجې په ځمکه کې پراخې چاودې رامنځته کوي؛ لوی ګټونه ښوروي او په زرګونو ميله سيمې ته سخت زیان اړوي. ۱

 

 

۱. هر کال څومره زلزلې رامنځته کېږي، چې د خلکو له خوا نه احساسېږي؟

الف) ۱۳۰،۰۰۰                 ب) ۱،۳۰۰،۰۰۰               ج) ۱۳،۰۰۰                     د) ۱،۳۱۹

 

۲. هر کال په ۳ تر ۳.۹ درجو کې د ۴ تر ۴.۹ درجو په پرتله څومره زياتې زلزلې پېښېږي؟

الف) ۱۷،۰۰۰                   ب) ۱۱۷،۰۰۰                  ج) ۱،۴۳۰                       د) ۱۴۳،۰۰۰

 

۳. لاندې د کومې يوې درجې زلزلې ډېرې لږې پېښېږي؟

الف) ۲ تر ۲.۹                  ب) ۷ تر ۷.۹                    ج) ۵ تر ۵.۹                    د) ۸ او لوړې درجې

 

۴. که يوه زلزله دومره غښتلې وي، چې لوښي مات کړي،‌ د ريکتر په حساب به څو درجې وي؟

الف) ۳.۲                        ب) ۴.۴                          ج) ۲.۲                           د) ۳.۹

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب