د زمزمو اوبو د څښلو آداب

د ابن عباس رضی الله عنه په یوه حدیث کی روایت شوی چه وایی (( یو سړی ابن عباس (رض) ته راغی، نو ابن عباس (رض) ورڅخه پوښتنه وکړه چه له کومه ځایه راغلي؟ نوموړی سړی ځواب ورکړ چه د زمزم له چیني څخه راغلم. بیا ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل، آیا د زمزم اوبه دی لکه څنګه چه باید وڅښل شې وڅښلی؟ سړې ځواب ورکړ ای ابن عباسه د زمزم اوبه څرنګه باید وڅښل شې؟ ابن عباس ځواب ورکړ او ورته یی وویل کله چه د زمزم اوبه څښی نو مخ د باید د قبلی په لور وی، الله (ج) باید یاد کړی، په دریو دمو یی وڅښی، څومره چه څښلی شې باید ویی څښی او په آخر کی باید شکر وباسې. ابن عباس به چه کله د زمزم اوبه څښلې همیشه به د نافع علم، پراخه روزې او د ښه صحت دعا کوله.

د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کی لاندی آداب باید په نظر کی ونیول شي:

۱. د زمزمو اوبه باید په دریو دمو وڅښل شی.
۲. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کی مو مخ باید د قبلی په لور وی.
۳. د زمزم اوبه څومره چه څښلی شو باید ویی څښو.
۴. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کی باید دعا وکړو او شکر وباسوو.
۵. د زمزم اوبه چه د هر مقصد لپاره وڅښل شی نو خدای به مو مقصد پوره کړي. نو ښه به داوی چه د ابن عباس (رض) په شان د نافع علم، پراخی روزی او پوره صحت غوښتنه وکړو.

په آخر کی راځی چه د الله (ج) لوی دربار ته لاس په دعا شو چه لمړی د بیت الله شریف حج را په نصیب کړی او بیا د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کی د پوره صحت، نافع علم، د ګناهو څخه د مغفرت، له مرګ نه وروسته ژوند په جنت کی، د جمعي په ورځ د با وقاره مرګ او په دنیا او آخرت کی د پوره عزت او سر لوړی ژوند غوښتنه وکړو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب