د زمزم د سپیڅلی څاه لنډ تاریخ

زمزم د هغی سپیڅلی څاه نوم دی چه د مکی معظمی ښار په بیت الحرام جومات کی د شلو مترو په فاصله د کعبی ختیځ لوری ته واقع ده . د اسلامی تاریخ له مخی د زمزم څاه هغه معجزه ده چه د خدای (ج) په امر د جبریل پواسطه د اسماعیل (ع) د پښو لاندی چه په یوه دښته کی تږۍ وه په نا څاپه توګه پیدا شوه. هر کال په زرګونو مسلمانان د حج فریضی د ادا کولو په وخت کی د دغی سپیڅلی څاه څخه لیدنه کوی او د هغی له خوندورو اوبو څخه څښی او هم یی خپلو ځانوسره خپلو کورنیو او ملګرو ته د تحفی لپاره وړي.

د زمزم د سپیڅلی څاه لنډ تاریخ

اسلامی تاریخ د زمزم اوبو د څاه پیدایښت محترمی بی بی هاجری د اسماعیل (ع) مور او د ابراهیم (ع) میرمنی ته راجع کوی. د اوس نه څه د پاڅه څلوزره او اته کاله وړاندی محترمی هاجری د صفا او مروا د غونډیو په منځ کی چی یوه وچه دښته وه د خپل ماشوم ځوی اسماعیل (ع) د سختی تندی له امله د اوبو پلټنه کوله ، ځینی اسلامی تاریخونه لیکی چه بی بی هاجره اووه ځله د صفا او مروا غونډیو په منځ کی د اوبو د موندلو لپاره منډی ووهلی مګر هیڅ یی ونه موندل، بیا خدای (ج) چه پخپلو بنده ګانو همیشه رحیم او مهربان دی ملاًُیکه جبریل (ع) یی د مرستی لپاره ولیږله چه ځمکه یی وکیڼله او د اوبو چینه راپیدا شوه خو ځینی تاریخونه بیا وایي چه اوبه پخپله د اسماعیل (ع) د پښو لاندی په نا څاپه توګه راپیداشوی او یا هم جبریل (ع) پخپلو پښو ځمکه وکینله او بیا یی په خپلو وزرونو خاوری پاکی کړی او د زمزم څاه پیدا شوه. د دغی سپیڅلی څاه نوم د زوم زوم له کلمی چه د دریدلو او یا تم کیدو په مانا ده اخیستل شویده.
اسلامی تاریخ لیکي هغه وخت چی د جورهم قبیلی د مکی م عظمی د ښار واک یی په لاس کی واخیست د زمزم څاه د یو څه وخت لپاره وچه او ورکه شوه، ځینی تاریخونه لیکی چه زمزم د څاه وچیدل او ورکیدل د جورهم د قبلی د زیاتو ګناهونو له امله وه او بیا ځینی لیکی چه کله د جورهم قبیلی د مکی ښارڅخه پرشا ولاړل او ښار یی پریښود نو د زمزم څاه یی د خاورو نه ډکه او پټه کړی. خو بیا دغه څاه د حضرت محمد (ص) د نیکه ابوالمطلب لخوا چه د زمزم د څاه په هکله یی خوب لیدلی وه ددوهم ځل لپاره کشف او څرګنده شوه.
د محترمی بی بی هاجره او د زمزمو د اوبو دغه کیسه د اسلام په دین کی د یواسلامی دود په بیلګه تر نن ورځی پاتی شوه او ټول هغه ښځینه او نارینه مسلمانان چه د حج فریضی د ادا کولو لپاره مکی معظمی ته ځی نو د صفا او مروا د غونډیو تر منځ باید اووه ځله په تیزۍ سره لاړ او راشی او بیا د زمزم سپیڅلی اوبه و څښی.
د اسلام دینی عالمان په دی موافق دی چه د زمزم د اوبو څښل ټولو مسلمانانوته په خاصه توګه هغو مسلمانانو ته چه د حج او یا د عمری د اداکولو لپاره م کی معظمی ته ځی مستحب دی، ځکه چی د صحیح بخاری شریف (۳/۴۹۲) حدیث دی چه حضرت محمد (ص) د حج د اداکولو په وخت کی د زمزم اوبه څښلی دی. او همدا رنګه د صحیح مسلم شریف (۴/۱۹۲۲) کښی ابو ‌‌ذر غفاری څخه روایت دی چه حضرت محمد (ص) د زمزمو د اوبو په هکله ویلی دی: ((د زمزم اوبه د خدای (ج) رحمت دی اوښه غذا ده چه ستاسو تنده او لوږه دواړه مرفوع کویًٌَِّْ)) چه د ابو ذر غفاری په یو بل حدیث کی د پورتنی حدیث اثبات شوی چه پخپله ابو ذر غفاری د مکی معظمی په ښار د یو میاشتی لپاره پاتی شوی وو، چه د زمزم اوبو نه بغیر هیڅ شی یی د خوړلو او څښلو لپاره نه لرل. صحیح الجامی (۳۳۰۲) هم د زمزمو د اوبو په هکله روایت کوی چه محمد (ص) ویلی (( د ځمکی پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلی اوبه د زمزم اوبه دی، ستاسو لپاره یو ډول غذا او د نارغیو درملنه ده. همدا رنګه سلسلات الصحیح (۸۸۳) روایت کی چه حضرت محمد (ص) د زمزم اوبه څښلی دی، اودس یی پری کړی او هم یی پخپل سر مسح کړیدی، او هر کله به یی زمزم اوبه له ځانه سره په یوه لوښی کی وړلی او د خلکو په سر به یی اچولی او هغو ته به یی د څښلو لپاره ورکولی. ابن ماجه په یوه ح دیث کی روایت کوی او وایی چه حضرت محمد (ص) ووایی (( د زمزم اوبه د هر هغه هدف لپاره دی چی تاسی یی څښی، که یی د روغتیا لپاره څښی نو خدای (ج) به صحت درکړی، که یی د یی د لوږی پخاطر څښی نو الله (ج) به مو موړ کړی او که یی د تندی پخاطر څښی نو الله (ج) به مو تنده ماته کړی)).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب