د زم زم اوبو روانېدل او د مکې جوړښت

هاجره رضی الله عنها د خپل زوى سره په همدې وچ ډګر کي پاته سوه ، کومي اوبه چي ددوى سره وې هغه يې وچيښلې اخر هغه اوبه خلاصي سوې او لوښى تش سو ، دا او زوى يې دواړه ډېر سخت تږي سوه ، زوى يې دتندي څخه ډېر سخته ژړا پيل کړه ، داهغه ازمويښت وو چي هر انسان يې توان نه لري ، هاجرې رضی الله عنها هيڅ ناصبري نه ده کړې بلکي په پوره همت او مېړانه سره يې ددې حالت سره مبارزه کول . سل افرينه پرداسي بي بي باندي چي په داسي حالت کي چي دالله جل جلاله  پرته بل هيڅوک نسته ، سخته ګرمي ده ، سخته تنده ده ، سخته لوږه ده ، وچ بيابان دئ ، داولاد تکليف دئ داسي تکليف چي زوى يې دسختي تندي څخه په ژړا اخته دئ او دليونانو سخته بېره ده بيا هم دامبارکه بي بي الهي نافرماني نه کوي بلکي په پوره همت سره صبر کوي ، په دې هيله دالهي رحمت دراتګ شېبې څاري او ددې هيلي دپوره کېدو لپاره يې دصفا دغره ولوري ته مخه کړه ، دصفا غر په دغه ځاى کي ترټولو نژدې غر وو کله چي دصفا غره ته وخته شاوخوا يې وکتل چي ګوندي يو څوک وويني او ديوې شي غوښتنه ځني وکړي ، شاوخوا يې وکتل هيڅوک يې ونه ليدئ بيا راکښته سوه ، شېلې ته چي راشوه سوه نو په ځغاسته سوه ځکه په دغه شېله کي به ددې څخه خپل ماشوم زوى نهام سو نوځکه به دې وځغستل او دمروا غونډۍ ته به وختل بيا يې شاوخوا وکتل څوک يې ونه لېدئ ، دې مبارکي دغه تګ صفا اومروا غونډۍ څو ځلي ترسره کړ، اخر چي دمروا غونډۍ پر سر ولاړه وه چي ږغ يې واورېدئ دې داسي اواز ورته وکړ: موږ ته نجات راکړئ.   بيا راکښته سوه چي وې کتل يوه ملائکه يې وليدل .
 دغه ملائکه جبرائيل علیه السلام  وو ، دې چي وکتل جبرائيل علیه السلام  په خپل وزر باندي يوه چينه کندل او اوبه ځني راوتلې دغه چينې ته زم زم چينه وايي دا مبارکه چابکه راغلل او ژر ، ژر يې داوبو لوښى ډک کړ،او پر اوبو يې شاوخوا خاوري راګرځولې ددې لپاره چي بې ځايه ولاړي نسي ، کله چي به دې اوبه ځني واخيستې بيا به اوبه پکښي پيدا سوې. بيا ملائکي دې ته وويل : اې هاجرې ! دخپل ځان اوزوى په اړه فکر مه کوه چي تاسو به هلاک سئ بلکي دلته به دالله جل جلاله  بيته ستاخاوند او ستازوى انشاء الله  جوړه کړي.تردې وروسته ملائکه ورکه سوه او يو مرغه ښکاره سو چي ددغه اوبو پر شاوخوا يې پرواز کاوه په دغه حال کي دجرهم قوم ددې ځاى څخه تېرېدئ دغه مرغه يې وليدئ فکر يې وکړ، چي دلته لکه چي اوبه سته چي دغه مرغه په هوا دئ بالاخره دغه ځاى ته ورغلل چي وې کتل يوه ښځه او يو ماشوم ورسره دئ دوى چي کله ورنژدې سوه نو ددې څخه يې اجازه وغوښته څو نژدې ورسي هغه وو چي دې اجازه ورکړه هغه خلګو دې ته دخوراک شيان ورکړه او دې اوبه ورکړې دهمدغه نېټې څخه پردې لار باندي تلل او راتلل پيل سوه . خلګ په کښي مېشت سوه لنډه داچي داسيمه اباده او ودانه سوه.
اسماعيل علیه السلام  چي ځوان سو ددغه قوم ديوې ا نجلۍ سره يې واده وکړ، او عربي ژبه يې هم ددوى څخه زده کړه ، سيمه اباده سوه دخلګو اوسېدنه پکښي زياته سوه سره ددې چي تردې وړاندي دغه سيمه بې اوبو او بې وښو وچه کلکه مځکه وه . هاجره رضی الله عنها وفات سوه . ابراهيم علیه السلام  ډېر ليري دفلسطين په سيمه کي ووترډېرو کلونو وروسته دابراهيم علیه السلام  په زړه کي ددې مينه پيدا سوه چي خپل زوى او مېرمن وويني .
ابراهيم علیه السلام  په سفر  پيل وکړ، زيات دښتونه او غرونه يې طى کړه تر داسي بريده چي مکې معظمې ته راورسېدئ کله چي راورسېدئ خپله مېرمن يې پيدا نه کړه ځکه هغه وفات سوې وه اسماعيل علیه السلام  يې وليدئ چي نېزه يې تراشل ، ابراهيم علیه السلام  خپل زوى وليدئ دستي يې وپېژندى نو ځکه يې روغبړ ورسره وکړئ بيا يې ورته وويل : اې اسماعيله! ماته الله جل جلاله  ديوه شي امر کړى دئ ، اسماعيل علیه السلام  ورته وويل : دڅه شى امر يې درته کړى دئ ؟ ته يې ووايه ، ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : که يې زه ووايم ته مي مرسته کوې؟ اسماعيل علیه السلام  ورته وويل : هو زه ستامرسته کوم ، ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : ماته الله جل جلاله  امر کړى دئ چي په دغه ځاى کي يوه بيته ودانه کړم په دغه حال کي يي  دزم زم دچينې ولوري ته اشاره وکړه. اسماعيل علیه السلام  ورسره خوښه کړه باالاخره اسماعيل علیه السلام  ډبري ورته راوړلې او ابراهيم علیه السلام  په بيته جوړولو پيل وکړ، اسماعيل علیه السلام  يوه ډبره (مقام ابراهيم) راوړه څو دده پلار پر ودريږي او دکعبې شريفي دېوالونه جوړ کړي ، کله چي کعبه بشپړه سوه نو دوى دواړو په يوه اواز وويل :
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (127)  (سورة بقرة الاية ١٢٧)
ژباړه : اې زموږ  ربه !ز موږ څخه  يي  قبول کړې بېشکه ته زيات اورېدونکى او زيات علم لرونکى يې.
کله چي دکعبې شريفي کار بشپړ سو دهمدغه زمانې څخه دالله جل جلاله  سپېڅلي بيته ودانه سوه .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب