د زنا اړوند نصوص

دجنسی امراضو اسباب خو ډیر دي چی نمبر وار به بیان کړیشی ،خو دټولو نه زیات استعمالیدونکی او امراض پیدا کونکی سبب یی نا مشروعه اړیکی دی (زنا) او د زنا د حرمت او ضررونو باره کی مونږ ته اسلام داسی لارښونی کړیدی، الله تعالی فرمایی:
1- (ولاتقربو الزنا انه کان فاحشة وساء سبیلا)
ژباړه : زنا ته مه نزدی کیږئ یقینا زنا یو فاحش کار دی او بده لار ده.
2 – او په سورة انعام 151 کی الله تعالی فرمایی:( ښکاره او پټو فاحشو کارونو ته مه نزدی کیږئ).
3 – دسورة نور په 19 ایات کی وای څوک چی د فاحشی او زنا اسباب خوروی د هغی لپاره دردناک عذاب دی.
4 – حدیث کی رازی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی مومن سړی چی کله زنا کوی نو ایمان پکی نوی.
5 – بل حدیث کی رازی (په کوم قوم کی چی زنا او فاحشه عامه او ښکاره شی ، نو الله تعالی به پدی قوم کی داسی مرضونه او دردونه پیدا کړی چی په مخکنو مشرانو کی یی نوه لیدل شوی.
6 – بل حدیث کی رازی چی حاکم روایت کړی (په کوم قوم کی چی سود او زنا عامه شی نو یقینا دی خلکو په خپلو ځانون د الله تعالی عذاب نازل کړه).
7 – بل حدیث کی رازی چی بخاری او مسلم روایت کړی دی (دقیامت د علاماتو نه یوه علامه دا ده چی علم به ختم شی او جهل ناپوهی به زیاته شی ، او زنا او دشرابو څکل به زیات شی).
8 -ب ل حدیث کی رازی چی حاکم روایت کړی دی (تر هغی پوری به قیامت قائم نکړی شی چی دیوی ښځی سره به په رڼا ورځ دعام سرک په غاړه زنا کیږی او څوک به ورته څه نشی ویلی ، او دی وخت کی به دټولو نه دکلک ایمان واله هغه څوک وی چی دی زناکارو ته وای ددی لاری نه خو لګ جدا شئ.
9 – بل حدیث کی رازی چی حاکم او طبرانی روایت کړی (قیامت ته نزدی وخت کی به زمانه لنډه شی نو پدغی وخت کی چی یو سړی دکوکری (دسپی بچی) تربیه وکړه دا کار ورله غوره دی ددینه چی دیو بچی تربیه وکړی، ځکه پدغی وخت کی به دمشرانو عزت نوی په کشرانو به رحم نوی ، او دزنا بچی به دومره زیات شی چی یو سړی به دښځی سره دلاری په سر زنا کوی، په ظاهره به یی دګډو څرمنی اغوستی وی او زړونو به یی دشرمخانو وی.
10 – بل حدیث کی رازی چی طبرانی روایت کړی(دقیامت په ورځ به الله تعالی دزنا کارو په مخونو اور بل کړی).
لیکنه : قاري حکیم الله صابري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب