د زنجبیر د چای جوړولو  لارې او چارې

د زنجبیر څخه کولای شو راز  راز  چایونه  تر لاسه کړو ، ځکه  ډېری کسان  د زنجبیر د خالص چای چښل   نه خوښوي . د ماشومانو لپاره د زنجبیر د خالص چای چښل  ستونزمن تمامېږي مګر  بالغ کسان د هفه  د خالص چای څخه خوند اخلي . په همدې مؤخه تاسو ته  د چای جوړولو لاندې لاره  وړاندې کوو:

د  زنجبیر  یو ګرام وچه  غوټه  په یوه پیاله  اېشېدلو  اوبو  کې واچوۍ  او د 10 دقیقو لپاره يي  و اېشوۍ  او وروسته يي د مېل له مخې د عسلو یا شکرې سره ګډ کړۍ .

د زنجبیر بل خوندور چای په لاندې ترکیب تر لاسه کولی شی :
50 ګرامه د وچ  زنجبیر  کوچنۍ ټوټې
10 ګرامه لیمو بوټی lemongrass
30 ګرامه  شین چای
10 ګرامه  شېرین بیان licorice
نوموړي مواد  ښه یو د بل سره ګډ کړۍ او بیا 2 چای  خوري  قاشوقې  میکس شوی مواد  په  یوه پیاله   د  اېشېدلو  اوبو په یو لوښي کې 10 دقیقې  و اېشوۍ او وروسته  يي د مېل د مخې د عسلو یا شکرې سره شېرین  وچشۍ .

زنجبیر چای د سرما خورده ګي لپاره

زنجبیر چای د مانوکا د عسلو سره د سرماخورده ګي لپاره ډېر ه ګټور وسیله ښودل شوې ده. مانوکا  د چای ونې په نامه هم یادېږي چې اصلي ټاټوبی  يي نوی زیلاند دی . ددې ونې د ګل عسلو  ته مانوکا عسل وايي .

your ads

د نوموړي چای  د جوړولو لاره :

3 سانتي متره اوږده  د زنجبیر یوه ټوټه  مېده او په نیم لیتر  ګرمو  خو نه اېشېدلو اوبو کې واچوۍ او پرېږدۍ چې شیرګرمې شي . لدې وروسته دوه قاشوقې  د مانوکا  عسل  ور زیات  کړۍ . تر لاسه شوی چای تند خوږ  خوند لري د هغه چښل بدن ډېر ګرموي  او سرما خورده کي  سره مرسته کوي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب