د زنجبیل د کارونې بېلګې او لرغونې نسخې

د ثقیلو خوړو  وروسته
د زنجبیل یا زنجبیر د چای چښل  له ثقیلو خوړو وروسته  د هاضمې  جریان ښه کوي .

د هوګې د بوی د ورکولو په مؤخه  د زنجبیر تازه ژول  د هوګې بوی له خولې  ورکوي.

د غاښونو د درد لپاره د زنجیر تازه ټوټه  پر غاښ کېږدې او یا هم لونګ ورسره یو ځای وژوۍ .

د ارتروز (مفصلونو درد)  په صورت کې  یو دسمال د زنجبیر په ګرمو اوبو کې لمدوي او نوموړی دسمال پر مفصل راتاوه وی

د زړه بدوالي په صورت کې  د زنجبیر چای د ورځې درې پیالې توصیه کېږي ډېر ټینګ چای لازم نه دی .

د ذکام په صورت کې د زنجبیر تازه رنده شوې برخې په یو لېتر اوبو کې  20 دقیقې  واېشوی  او د ورځې په جریان کې وچښۍ

د مخ د نصواري خالونو د  ورکولو لپاره  د زنجبیر څخه لاندې ماسک جوړکړۍ :

• 100 ګرامه GALIUM ODORATUM اودو راف
• 20 ګرامه د ګلاب  ګلپاڼې
• 20 ګرامه د زنجبیر پوډر

نوموړي مواد په تودو اوبو کې سره ګډ کړۍ او بیا يي په خالداره  ځایونو کېږدي او په یو لوند دسمال يي د 30 دقیقو لپاره پټ کړۍ .

زنجبیر د معدې لپاره

د زنجبیر چای د معدي او کولمو د تشنج د ورکولو لپاره په زړه پورې درمل ګڼل کېږي هغه کولای شو د خوړو څخه دمخه یا د خوړو سره یو ځای او یا هم وروسته و کاروو . ددې کار لپاره د زنجبیر تازه ټوټې په اوبو کې 8 دقیقې اېشوو .د زنجبیر تند ایتهر( essential) غوړ د ویني جریان ګړندی کوی او ارګانیزم  له دننه  ګرموي له همدې وجې د معدې او کولمو تشنج او اسپاسم له منڅه وړي .

د زنجبیر کمپرس (زوخا)  د مفاصلو او عضلاتو د درد لپاره

که ستاسو د بدن کومه برخه  تاوه شوې وي او یا مو مفاصل او عضلات درد لري  ، نو د زنجبیر کمپرس و کاروۍ .

د روماتیزم  لپاره د زنجبیر سره حمام  مرسته کوي

د زنجبیر سره حمام  د ځان دردې  او روماتیزم په وړاندې یو ښه درملنه ګڼل کېږي . د حمام په اوبو کې د زنجبیر جوشانده ورګډه کړۍ او د شل دقیقو لپاره په دي اوبو کې تم شۍ .

د زنجبیر شیدې او سرماخورده ګي
د سرماخورده ګي لپاره  په یو ګیلاس شیدو کې د زنجبیر رنده شوې خمیره ورګډه او بیا و اېشوۍ او وروسته يي په ګرمه توګه و  چښۍ .

زنجبیر په سفر کې د زړه بدوالي لپاره

که په سفر کې د موټر ،الوتکې ،کشتۍ پواسط زړه بدوالی پیداکوی حتما له ځان سره زنجبیر واخلۍ او د زړه بدوالي په صورت کې د زنجبیر یوه کوچني تازه ټوټه و ژوۍ او دا به ستاسو او ستاسو د ما شومانو زړه بدوالی ښه کړي .

زنجبیر د سرګنګسي (خمار) په وړاندې

په رښتیا هم زنجبیر په خپل ترکیب کې ډېر ګټور مواد لري ،چې  د یوې  ملمستیا څخه وروسته  د خمار په ورکولو کې مرسته کوي . د ملمستیا په جریان او یا وروسته له ملمستیا څخه د زنجبیر کوچنۍ ټوټې و خورۍ ستاسو خمار به بر طرف کړي .

د هند د لرغوني طبابت پر اساس زنجبیر یو عا م  طبي  اثر لرونکی  درمل ګڼل کېږي ، چې حتی د جنسي ناتوانیو په درملنه کې به د هغه کارول  بی ګټې نه وي .

یادونه :   مخکي له دي چې طبي نباتات وکاروۍ لمړی د خپل کورني ډاکټر سره مشوره وکړۍ .

پاملرنه :

• د صفرا د تېږي (کاڼي) په صورت کې زنجبیر مه کاروۍ-
• زنجبیر درد  غلی کوي په حامله داري کي باید  پاملرنه  وشي
• د معدې او کولمو د زخم په صورت کې باید لږ وکارول شي
• د زنجبیل کارونه یو ورڅ وروسته کولای شي اسهال رامنځ ته کړي( خپله معلومات وکړۍ)
• که د وینې د رقیقېدو درمل کاروۍ نو د زنجبر څخه کار مه اخلۍ
• ځنې کسانو ته شاید د معدې سوزش پیدا کړي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب