د زيتونو تېلو ګټې

پخوا وختونو کې به دا ويل کېدل چې زيتون د انسانانو لپاره د سرو زرو مثال لري، دا په هغه وخت کې يو فکر او سوچ وه، اوس وخت کې چې طب زياته وده وکړه نو د دې مادې زيات حقايق يې ښکاره کړل، چې ځينې تجربه شوي او څرګند ګټې يې په لاندې توګه بيانوو:
• د زیتونو په تیلو کې يوه ماده چې د یو ساعت په دننه کې د سرطان د بیمارۍ حجرات (cells) له منځه وړي
امریکايي څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې د زیتون په تیلو کې د (اولیوکانتال) په نامه ماده د سرطان د بیمارۍ حجرات د یوه ساعت په دننه کې له منځه وړي. دوی دغه څېړنه پر موږکانو تجربه کړې.
(اولیوکانتال) نومې ماده د زیتونو د تیلو په مرکباتو کې یوه مهمه ماده چې د زیتونو تیلو ته ښه خوند هم وربخښي.
امریکايي څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې یاده ماده د سرطان د بیمارۍ حجرات د یو ساعت په دننه کې له منځه وړي او ګټورو حجراتو ته کوم زیان نه رسوي.
هېره دې نه وي چې د زیتونو یادښت په قرانکریم څو ځای یاد دی ، رب العزت د زیتونو ونه سپېڅلې بللې. همدارنګه الله تعالی پرې د (التین) په سورت کې قسم هم کړی دی.
هغه تن چې وزن يې ۹۰ کيلو ګرامو ته رسيږي بايد څه د پاسه دوه لېټره (۲.۲۵) زيتون استعمال کړي. هره ورځ د زيتونو استعمالول کولای شي دغه سرطاني حجرات له منځه يوسي.
په دې هکله نور حيوانات هم د تجربې لاندې نيول شوي چې له دې مرحلو وروسته به انسان باندې تجربه وشي، او د پلټنې مرحله لا روانه ده.
• د زيتونو تېل د شريان د رګونو نرموالی زياتوي، د ورځې دوه چمچې د زيتون تېل انسان د دماغي او زړه چپې څخه ژغوري.
• په وينه کې د کېليسټرول اندازه کموي، په زيتونو کې د بوليفينول په نوم ماده وجود لري چې د د وينې کېليسټرول کنټرولوي.
• د زيتونو تېل د ولږې اندازه کموي او د ډېر وخت لپاره انسان د ولږې احساس نه کوي.
• د سره کروياتو حجرات ساتنه کوي او له هغه وروسته د زړه ساتنه کوي، همدارنګه هغه حجرات چې داسې حالت ته رسيږي چې دهغې له امله په انسان کې د بوډاتوب علامې وختي ښکاره کيږي، د زيتونو تېل نه پرېږدي چې دغه حجرې دې حالت ته ورسيږي.
• همدارنګه د بوډاتوب په مرحله کې د زيتونو تېلو استعمالول انسان ته روغ صحت وربښي.
• د زيتونو تېل د وينې فشار کموي، طبي څېړنو دا ثابته کړې چې په بدن کې يو ډول تېزاب چې نايتريک اسيد((HNO3 نوميږي، زياتوالی يې د وينې فشار لوړوي، خو کله چې انسان د زيتونو تېل استعمالوي نو د دې مادې اندازه کموي چې د وينې فشار د کمېدو سبب ګرځي.
• د لمر د وړانګو څخه ځينې بېمارۍ انسان ته نقليږي خو د زيتونو تېل د هغه مقاومت کوي، او له دې بېماريو څخه دې ژغوري.
• د زيتونو تېل د غاښونو دردونه کموي.
• د زيتونو تېل د انسان د پوستکي په پاکولو کې مهم رول لوبوي، پخوا وخت کې به مصرېنو، اېټالويانو او يونانيانو د صابون په ځای د زيتونو تېل استعمالول چې اوس هم ځينې خلک استعمالوي. له دې پرته د انسان پوستکۍ نرم ساتي. اوس وخت کې ځينې صابونونه هم له دې تېلو څخه جوړيږي. همدارنګه هغه خلک چې د جلدي حساسيت په ناروغۍ اخته وي، د دې تېلو په استعمالولو سره هغه حساسيت له منځه ځي.
• د زيتونو تېل د اواز په نري کولو کې هم استعماليږي، ځينې ترانه خوانانو به د زيتونو تېل د غرغره کولو له ليارې استعمالول.
• د زيتونو تېل د سر ګڼ وېښتان نرموي چې په اسانۍ سره ګمنځېږي.
• د انسان وېښته له وختي سپېنيدو څخه ساتي.

له دې پرته د زيتونو تېل نورې ګټې هم لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب