د زکات اداکولو فضایل او ګټې

د زكات فضايل :

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ  (البقره ۲۷۷ ).
يقيناْ هغه کسان چه ايمان يی راوړی دی  او کوی دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی  باندی او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن  کيږی .

هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ۲  الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ  (سوره النم ل ۲-۳ ).
لاښوونه او زيری ورکوونکی دی مؤمنانو ته ( په نعيم سره ) هغه ( مؤمنان ) چه قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی  زکات  او دوی په ورځی د قيامت هم يقين لری  ( چه رابه شی په حقه سره دغه ورځ ) .

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ۱ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ ۲ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ۳ وَالذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ  (المؤمينون ۴-۱ ) .
پتحقيق سره بريالی شوی دی  مؤمنان،  (هغه مؤمنان )  چه په لمنځونو کی عاجزی ښکاره کوی ،( هغه مؤمنان )   دوی  له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکی دی،  (هغه مؤمنان ) چه دوی د زکوة  ادا کوونکی دی .
عَن اَبِی هُرَيرَةَ  قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ   قَالَ اللهُ تَعَلی اَنفِق يَابنَ ا’دَمَ اُنفِق عَليكَ .
دحضرت ابوهريره  (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی چه هربنده ته د الله تعالی دا پيغام دی چه ای د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلی خزانی نه تالره  درکړم   ( رواه بخاری او مسلم ) .

د زکات د آدا کولو  ګټې :

۱- د مال پاکوالی :   که زکات ادا نشی  نودزکات د مستحقينو حق به په مال کی ګډ شوی وی ،چه د زکات په ادا سره به د هغوی حق بيل او مال به پاک شی ، په م عنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل ، دناوليو او پاتيکدونوکو څيزونو  دشوق او محبت څخه د زړه پاکوالی .
۲- دمال ذياتوالی : دزکات په ادا کولو سره خدای ج  په مال کی برکت اچوی  ، نوکله موچه زکات ادا کړ بيا به له  حساب کولو ورسته درته معلومه  شی چه د نور وخت پر پرتله کټه څومره  ذياته شوی
حيران به پاتی شې .
۳- له بلاؤاو  آفاتو څخه د مال بچوالی : دزکات په ادا کولو سره  به بيا په مال  آفتونه او بلاوی  نه راځی  تجارتی مارکيت به اور نه اخلی او د غلوله غلا او لوټ   او داسی نورو به په امن وی .
۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره  سم  د انسان په زړه کی ذياته خوشحالی او سکون پيدا کيږی ځکه  چه په هر عمل او کسب کی  د خدای ج رضا وی سړی  خوشحالی   او آرام احساسوی .
۵- دسيخيانو په ډله کی  ور ګډيدل   : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .
۶- دزړه نرم والی  او پر نورو رحم کول : دزړه نرم والی ډير لوی صفت دی چه نرم زړه د دوزخ اور نه سوزی ، نوکله چه هغه خوارانو  ته چه  څلورو ديوالونو ته  حيران ناست وی  دخواراک لپاره هم څه نه لری  زکات ورکړ شی  څومره لوی  رحم ، زړه سوی  او خواخوږی  به وی .
۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا اودولت  سره محبت ستر مرض دی  چه ددی مرض په وجه سړی  بخيل ،سخت زړی  او بی رحمه ، بی مينی او علاقی  وی  له مرګ څخه  ويره لری  د دنيا د عيش اونوش هيله لری ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وی .
نوکله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د خدای ج د رضا لپاره زکات ورکړی  دهغه په زړه کی د خدای ج د محبت ولولی  په جوش راشی او د ناولی  فانی دنيا محبت يی له زړه وزی .
۸- د خدای ج پر نعمت شکر : بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوی ، نو پوره يقين لری چه  زه خو پخوا ناداره وم   ای خدايه  ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم  نو نن ورځ  په ډير اخلاص  ستا له راکړی  يواځی څلويښتمه برخه پر بی وزلو او خوارانو ويشم ، نوشکر خو همدی ته وايی  چه نعمت د خدای ج  له خوا يو فضل وګڼل شی ، ولی هغه کس  سره لدی چه خدای ج  ورباندی د مال پيرزوينه کړی  وی خو زکات  نه ورکوی  پر دی ګمان وی چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده  . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښی  ګمان کوی چه پدی ۴۰ حصه به می مال کم شی چه دا د لوی چښتن ج سره ستره بی وفايی  او د بندګی له شانه سره ناشکری ،سرکشی  او ډير بدکار بللای شو.
۹- دخلاصون لاره : دالله ج رضا چه په سپين مخ به د خپل لوی چښتن ج په حضور کی  ولاړيږی  خپل مال به درته د نجات او خلاصون وسيله وګرځی  او دهغه له غذاب او دغاړی له طوق څخه به خلاصون  مومی .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب