د زکات د ادا کولو ګټې

۱- د مال پاکوالی :

د زکات په ادا کولو سره مال پاک او په مال کې چې د زکات د مستحقينو کوم حق دی هغه حصه هغوی ته سپارل کيږي ، په معنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل او د فنا کيدونکو څيزونو د شوق او محبت څخه د زړه پاکوالی.

قال الله تعالى : {خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ} [التوبة: 103]

ژباړه : د دوی له مالونو څخه صدقه (زکات ) واخله څو دوی د هغې (صدقې ) له مخې پاک او برکتي کړې ، او دوی ته دعا وکړه په رښتيا سره چې ستا دعا دوی ته هوساينه ده .

همدارنګه الله جل جلا له د زکات په وجه د بنده ګناهونه معاف کوي لکه چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: « والصدقة تطفىء الخطيئة كما يطفىء الماء النار » اجامع الصغير3817  والمراد بالصدقة هنا الزكاة، يعنې زکات ګناهونه داسې له مينځه وړي لکه اوبه چې اور سړوي .

۲-  د مال زياتوالی :

د زکات په ادا کولو سره خدای جل جلاله په مال کې برکت اچوي .

قال تعالى : {يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ }[ البقرة :276 ] .

your ads

ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنکار نه خوښوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مَنْ تَصَدَّقَ بِعَدْلِ تَمْرَةٍ مِنْ كَسْبٍ طَيِّبٍ، وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ، وَإِنَّ اللَّهَ يَتَقَبَّلُهَا بِيَمِينِهِ،ثُمَّ يُرَبِّيهَا لِصَاحِبِهِ، كَمَا يُرَبِّي أَحَدُكُمْ فَلُوَّهُ، حَتَّى تَكُونَ مِثْلَ الْجَبَلِ». (بخارى: 1410)

الله جل جلا له  فقط د حلال مال صدقه قبلوي ، او چا چې د يوې خرما په اندازه حلال مال صدقه کړ ، الله جل جلا له  هغه پخپل بلا کيف لاس کې نيسي او هغه ته داسې وده ورکوي لکه تاسې چې کره آس ته روزنه او پالنه ورکوئ تر هغه چې دا خرما په اندازه د يوه غره شي .

همدارنګه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

۳- له بلاؤ او آفاتو څخه د مال بچوالی :

 د زکات په ادا کولو سره به بيا په مال  آفتونه او بلاوی  نه راځی  ، او څوک چې زکات نه ورکوي د هغوی په مال او کښت به آفتونه نازليږي . لکه په پورته حديث کې( اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا) بخاري يعنې : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق نه کوي (زکات نه ورکوي ) د هغه مال تلف کړه د هغه مال او کښت ته زيان ورسوه .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من أدى زكاة ماله فقد ذهب عنه شره (طبراني او صحيح الترغيب – الألباني 743) يعنې : چا چې د خپل مال زکات ورکړ ، د مال له شر او آفت نه په امن شو .

نن عصر کې همدا وجه ده چې د هغه خلکو چې زکات نه ورکوي د هغوی په کښتونو او فصلونو همدارنګه مالونو باندې ډول ډول آفتونه ناليږي .

۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون:

د زکات له ادا کولو سره سم د انسان په زړه کې زياته خوشحالی او سکون پيدا کيږي ځکه  چه په هر عمل او کسب کې چه د خدای جل جلاله رضا وي  په هغی سره سړی خوشحالي او آرام احساسوي.

لکه په لاندې ايت شريف کې چې الله جل جلا له  خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته امر کوي چې د دوی نه زکات واخله تر څو دوی د زکات ادا کولو په وجه پاک او برکتي شي او دوی ته دعا وکړه او ستا دعا دوی د پاره هوسانه او د زړه ډاډ دی.

قوله تعالی : {خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ} [التوبة: 103]

۵- دسيخيانو په ډله کې ور ګډيدل :

 د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .

قوله تعالی : وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ) .
ژباړه : او هغه کسان چې پر هغه څه چې الله د خپلې پيرزوينې څخه دوی ورکړي دي بخيلي کوي نه ښايي چې دوی خپل دغه کار خير وګڼي بلکې دا د دوی لپاره زيان دی ژر به په قيامت کې هغه څه چې دوی پرې بخلي کړی ده د دوی ( غاړې ته ) د طوق په شکل ور واچول شي .

۶-  د الله جل جلا له  په رحمت کې شامليدل :

قال تعالى: {وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ. وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ } [الأعراف: 156 ]

زما رحمت هر شي ته شامل دی نو ژر به دغه نعمت هغو کسانو ته ورکړم چې تقوای کوي او زکات ورکوي او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ايمان لري .

قال تعالى : {وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ} [النور :56] .

ژباړه : او لمونځ وکړئ زکات ورکړئ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پيروي وکړئ هيله ده چې پر تاسې رحم وشي .

او بل دا چې په نورو باندې رحم کول د الله جل جلا له  د رحم او پيرزوينو سبب ګرځې  نوکله چه هغو مسکينانو او غريبانو ته چه څلورو ديوالونو ته حيران ناست وي دخوراک لپاره هم څه نه لري زکات ورکړ شي څومره لوی رحم ، زړه سوی او خواخوږي به وي  نو چا چې پر نورو رحم وکړ الله جل جلا له  په هغه باندې رحم وکړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء (الترمذي 1924 او سلسلة صحيحة الالباني 925 ) يعنې : تاسې د ځمکې په مخلوق رحم کوئ رحم به وکړي پر تاسې هغه (الله جل جلاله ) چه د آسمانو خالق دی.

۷- له حب دنيا څخه خلاصون :

له دنيا او دولت سره محبت ستر مرض دی چه ددی مرض په وجه سړی بخيل ،سخت زړی او بې رحمه ، بې مينی او علاقې وي له مرګ څخه ويره لري د دنيا د عيش اونوش اوږدې آرزوګانې لري  ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وي ؟

او د مال او دولت سره مينه يو طبعې شی ده ، قوله تعالی : {وَتُحِبُّونَ ٱلْمَالَ حُبّاً جَمّاً } « او شتمني په ډيره مينه خوښوئ ».

نو کله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د خدای جل جلاله د رضا لپاره زکات ورکړي دهغه په زړه کې د خدای جل جلاله د محبت ولولی په جوش راشي او د فانی دنيا محبت يې له زړه وزي .

الله جل جلا له  فرمايي : لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ )) [آل عمران:92].

ژباړه : له سره به تاسې د (د پوره) ښېګڼې (درجه ) و نه مومئ  تر څو چې له هغه شي څخه چې ستاسې خوښ وي ( د الله په لار کې ) خيرات و نه کړئ .

۸-  د الله جل جلا له  پر نعمت شکر :

بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوي ، نو پوره يقين لري چه زه خو پخوا ناداره وم ای خدايه!   ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم نو نن ورځ په ډير اخلاص ستا له راکړي مال څخه يواځې څلويښتمه برخه پر بې وزلو او مسکينانو ويشم ، نو شکر خو همدې ته وايي چه نعمت د الله جل جلا له له خوا يو فضل وګڼل شي ، ولی هغه کس سره له دې چې خدای جل جلاله ورباندې د مال پيرزوينه کړې وي خو زکات نه ورکوي په دې ګمان وي چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده  . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښې ګمان کوي چه په دې څلويښتمه حصه به مې مال کم شي چه دا د لوی چښتن جل جلاله سره ستره بې وفايي او د بندګی له شانه سره ناشکري او سرکشي ده .

الله جل جلا له  په قرآنکريم ورته داسې اشاره کوي : {يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ }[ البقرة :276

ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنکار نه خوښوي .

ابن قيم رحمه الله د شکر ارکان داسې بيانوي :

1-      په نعمت اعراف کول (چې دغه نمعت ماته د الله تعالی د جانبه را کړ شوی دی  .

2-      د نعمت په اړه خبرې کول او د هغه ښکاره کول .

3-      د نعمت انفاق يا خرڅول د نعمت د عطا کوونکي په لار کې .

۹-  د خلاصون لاره :

د الله جل جلا له  رضا چې د الله جل جلا له  رضا د هر مؤمن هدف او آرمان وي .

قوله تعالی : إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ  (البقره ۲۷۷ ).

« يقيناً هغه کسان چې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي او لمونځ يې قائم کړی دی او زکات يې ورکړی دی ، د هغوی اجر د دوی د رب سره دی پر دوی نه کومه ويره شته او نه به غمجن شي .»

….. لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنْتُمْ بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لأكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلأدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ} [المائدة: 12].

«که لمونځ مو په پشپړه توګه وکړ او زکات مو ورکړ او پر رسولانو مو ايمان راوړ او د دوی سره مو مرسته وکړه او الله جل جلا له  ته مو حسنه پور ورکړ ، زه به هرومرو ستاسې نه ستاسې ګناهونه لرې کړم او تاسې به په داسې باغونو کې ننباسم چې تر (ونو ) لاندې يې ويالې بهيږي» .

همدارنګه فرمايي : وَسَيُجَنَّبُهَا الأَتْقَى ، الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى ( الليل 18-17 ) « او د (دوزخ د اور نه ) به هغه متقيان خلک تر ټولو ژر ګوښه شي چې خپل مال د الله جل جلا له  په لار کې ددې د پاره لګوي چې د ده روح او زړه ته سپېڅلتيا حاصله شي »

الله جل جلا له مونږ ته د زکات په ښه شان ادا کولو توفيق راکړي (آمين )

آن لاين اسلامې لارښود

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب