د زکات د ادا کولو ګټې څه دي؟

د زکات د آدا کولو ګټي:

۱- د مال پاکوالي :
که زکات ادا نشي  نودزکات د مستحقينو حق به په مال کي ګډ شوي وي ،چي د زکات په ادا سره به د هغوي حق بيل او مال به پاک شي ، په معنوي لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل ، دناوليو او پاتيکدونوکو څيزونو  دشوق او محبت څخه د زړه پاکوالي .

۲- دمال زياتوالي:
د زکات په ادا کولو سره خداي ج  په مال کې برکت اچوي، نوکله مو چي زکات ادا کړ بيا به له  حساب کولو وروسته درته معلومه شي چې د نور وخت پر پرتله ګټه څومره زياته شوي حيران به پاتي شي .

۳- له بلاؤ او  آفاتو څخه د مال بچوالي : دزکات په ادا کولو سره  به بيا په مال آفتونه او بلاوي نه راځي تجارتي مارکيت به اور نه اخلي او د غلوله غلا او لوټ  او داسي نورو به په امن وي .

۴- بي حده خوشحالي او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره  سم  د انسان په زړه کي ذياته خوشحالي او سکون پيدا کيږي ځکه چي په هر عمل او کسب کي د خداي ج رضا وي سړي  خوشحالي   او آرام احساسوي .

۵- دسيخيانو په ډله کي  ور ګډيدل : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .

your ads

۶- دزړه نرم والي  او پر نورو رحم کول : دزړه نرم والي ډير لوي صفت دي چي نرم زړه د دوزخ اور نه سوزي ، نوکله چي هغه خوارانو ته چي  څلورو ديوالونو ته  حيران ناست وي  دخواراک لپاره هم څه نه لري  زکات ورکړ شي  څومره لوي  رحم ، زړه سوي  او خواخوږي  به وي .

۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا اودولت  سره محبت ستر مرض دي  چي ددي مرض په وجه سړي  بخيل ،سخت زړي  او بي رحمه ، بي ميني او علاقي  وي  له مرګ څخه  ويره لري  د دنيا د عيش اونوش هيله لري ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وي .

نوکله چي څوک له خپل خوږ مال څخه د خداي ج د رضا لپاره زکات ورکړي  دهغه په زړه کي د خداي ج د محبت ولولي  په جوش راشي او د ناولي  فاني دنيا محبت يي له زړه وزي .

۸- د خداي ج پر نعمت شکر : بي له شکه هغه کس چي زکات اداء کوي ، نو پوره يقين لري چي  زه خو پخوا ناداره وم  اي خدايه  ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم  نو نن ورځ  په ډير اخلاص  ستا له راکړي  يواځي څلويښتمه برخه پر بي وزلو او خوارانو ويشم ، نوشکر خو همدي ته وايي  چي نعمت د خداي ج له خوا يو فضل وګڼل شي ، ولي هغه کس  سره لدي چي خداي ج  ورباندي د مال پيرزوينه کړي  وي خو زکات  نه ورکوي  پر دي ګمان وي چي دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښي  ګمان کوي چي پدي ۴۰ حصه به مي مال کم شي چي دا د لوي چښتن ج سره ستره بي وفايي  او د بندګي له شانه سره ناشکري ،سرکشي  او ډير بدکار بللاي شو.

۹- دخلاصون لاره : دالله ج رضا چي په سپين مخ به د خپل لوي چښتن ج په حضور کي ولاړيږي  خپل مال به درته د نجات او خلاصون وسيله وګرځي  او دهغه له غذاب او دغاړي له طوق څخه به خلاصون مومي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب