د زیتون روغتیایي ګټې

سره له دې چې زیتون یوه خوندوره او مقوي مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او په بدن کې د نورو ګڼو ناروغیو مخه نیسي، د زیتون له غوړيو استفاده اوس ډېره شوې، خلک یې په ځینو خوړو کې کاروي؛ ځکه دغه غوړي په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه مغذي مواد لري، خو د غوړو ګټې یې باید خپله د زیتون د له پامه غورځېدو لامل نه شي.

اوس چې کرنې په نړیواله کچه پرمختګ کړی، د زیتونو د مېوې ډېر ډولونه پیدا کېږي چې کېدای شي په هره بڼه کې یې د شته موادو شتون هم توپیر وکړي، خو په ټول کې زیتون هغه که په هره بڼه کې وي، د روغتیا لپاره ګټور دي، کولای شئ له زیتونو څخه په سلاد، برګر او يا هم په هغو خوړو کې ګټه واخلئ چې په ورځني ډول یې په خپل کور کې پخوئ.

زیتون په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه مغذي او معدني مواد، بېلابېل وېټامینونه، اوسپنه، فیبر، فنولي ترکیبات، اوليیک اسید او انتي اکسیدان لري،دا چې په په ټوله نړۍ کې نن سبا د زړه ناروغۍ په ډېرېدو دي او خلک په دې لټه کې دي چې څه ډول وکولای شي پر دې بدمرغه ناروغۍ اخته نه شي، ښه لاره یې په خوړو کې د زیتون غوړو کارول او خپله د زیتون مېوه خوړل دي چې د زړه پر ناروغیو د اخته کېدو مخه نیسي، په زیتونو کې فنولي ترکیبات په بدن کې د سرطان د خپرېدو په مخنيوي کې مهمه ونډه لري.

دا چې فنولي ترکیبات د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي نو له دې سره د سرطاني ناروغیو مخه هم ډپ کېږي، څېړنو دا هم په ګوته کړې ده چې په زیتون کې د هیدروکسي تیروزول و اوليوروپین ترکیب هډوکي پیاوړي کوي او نه پرېږدي چې پوده شي، د زیتون غوړ او یا خپله د زیتون خوړل د مفاصلو درد او التهاب له منځه وړي او له هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې د روماتیسم پر ناروغۍ اخته دي، دا چې زیتون په خپل ترکیب کې په زیاته کچه فیبر لري نو که په ورځني غذایي رژيم کې ور څخه ګټه واخلئ هېڅکله به هم د هاضمې په سيستم کې له کومې ستونزې سره مخ نه شئ، څرنګه مو چې مخکې هم وویل، زیتون د التهاب ضد ځانګړنې لري، نو د الرژیکي غبرګونونو لپاره هم ګټور تمامېږي. په زیتون کې د موادو شته ترکيبونه د هيستامین په څېر کار کوي او کولای شي چې حساسیتونه را کم کړي. که یې په ورځني ډول وکاروئ نو له هر ډول حساسیت څخه به په امن کې یاست.

ژباړه:حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب