د زېږون پر مهال- ماشوم روزنه

لکه څنګه چې مو په تېر کې وويل، چې د ماشوم تر زېږون دمخه باید هره مياشت مېرمن د کتنې لپاره ډاکټر ته يووړل شي، ترڅو د ماشوم او د مور د روغتيا په اړه ډاډمن شي.

 

اوس نو د دې وخت راغلی دی، چې ماشوم زېږي او له لویه خدایه دې د خپلې مېرمنې او ماشوم دواړو روغتيا غوښتونکی شي، د مننې او شکرانې لمونځونه دې وکړي او له خپلې مېرمنې سره دې د درد او نورو بې حوصلګۍ پرمهال له صبر او مرستندويه اوسېدنې څخه کار واخلي، ځکه چې دغه مهال ښايي مېرمن کم حوصله شي او واضحه خبره ده، چې تر هغو چې ماشوم زېږي، ځينې خفیف او سخت دردونه ورباندې راځي او په دې مهال کې بايد ټول په تېره بیا خاوند ورسره مرستندويه او ملاتړی رول ولري، ځکه چې په مرستې او خدمت کولو سره يې هغې ته ډاډ حاصلېږي او دا درد د خوښۍ راوړونکی درد ګڼي.

په وروستۍ مياشت کې که دوه ځلې هم ډاکټر ته د کتنې لپاره ولاړه شي ډېره به ښه وي او خاوند يا کورنۍ بايد د زېږون پرمهال له ټولو اړينو توکو لرونکي اوسي، لکه، پیسې، د ماشوم کالي او زه به دا ووایم، چې د مېرمنې د خاوند شتون ډېر اړين او حتمي دی، ځکه چې زموږ په ټولنه کې داسې کورنۍ هم شته دي، چې د مېرمنې سره خپل خاوند نه پرېږدي او يا هم خاوند شرمېږي خپل ورور یا بل څوک له خپلې ناروغې يا اميدوارې مېرمنې سره روغتون ته لېږي، همدا تر ټولو اړين او حتمي ځای دی، چې مېرمنه خپل خاوند ته اړتيا لري او د هغه ملاتړ او ډاډګيرنې ته اړتيآ لري.

په ډېره حوصلمندۍ او صبر سره له ډاکټرانو او نورو طبي کارکوونکو سره چال چلند کول او د روغتون ټول اداري کارونه بشپړول هم په اړينو مسايلو کې راځي. د قابلې يا ډاکټر تکړه توب هم اړين دی، ځکه چې زموږ په وطن کې اوس هرڅوک دا کار کوي، خو ډېر ستر مسؤليت هم دی، ځکه چې زموږ په ټولنه کې ډېری مړينې د همدې نامسلکيتوب لامله هم کېږي.
له زېږون وروسته د مېرمنې د سمې روغتيا د لرلو په صورت کې کولای شي، چې خاوند يې د خپلې مېرمنې او ماشوم ليدو ته ورشي او خپلې مېرمنې ته د مبارکي په ويلو سره مننه ترې وکړي، همدارنګه د هر پلار په زړه کې د خپل ماشوم د لرلو ارمان وي، په دې سره به يې د پلار ارمان هم پوره شوی وي، چې په لومړيو مراحلو کې د خپل ماشوم ننداره کوي، ټول اړين معاينات ترسره کول او بیا ورسره د ماشوم روغتيايي حالت کتل، له واکسينه نيولې تر نورو اړينو کتنو وروسته کولای شئ، د ډاکټر په اجازه يې کور ته ولېږدوئ، تر هغو د کورنۍ نور غړي له دې خوښۍ خوښ شي.
يوه بله اړينه خبره، چې زموږ په ټولنه کې د ما شوم د زېږ ورځ او نېټه نه ياداشت کېږي، موږ بايد له همدې روغتون څخه د دې ماشوم پيدايښت ليک واخلو، ځکه چې هماغه بیا د ماشوم د زېږورځ راته په ډاګه کوي او په راتلونکو کې مو له ډېرې سرګردانۍ ساتي.

په داسې صورت کې ځينې خلک د نارينه ماشوم د سنتولو پرېکړه هم کوي، چې دا مسله به د ماشومانو متخصصينو ته پرېږدو هغوی به بحث پرې کوي، خو د نوم د پرې کولو وروسته یې باید سمه څارنه وشي، ځکه چې اوبه وانخلي او ماشوم دردمن نه شي.

د نوم ټاکل
الحمدالله موږ چې په يوې اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، نو د ماشوم نوم بايد د اسلامي اصولو مخالف نه وي، دا په دې مانا نه دی، چې نوم دې عربي وي، اسلامي اړخ يې نورو ملګرو ته پرېږدم، خو په ټولنيز اړخ يې خبرو اړينې بولم، ځکه چې نن سبا په خپله ټولنه کې داسې نومونه وينو، چې خپله هغه خلک اوس په خپلو نومونو شرمېږي، زه يو داسې همکار لرم، چې د ناسم نوم د ټاکلو په خاطر يې له پلار څخه اوس کرکه کېږي، ځکه د هغه په وینا ناسم نوم یې پرې ايښی دی او اوس هره شېبه له دې نومه ځورېږي، اوس خو يې د نوم بدلېدو لارې چارې شته دي، خو بیا هم دا انسان یې له ډېرې ناچارۍ سره مخ کړی دی. له همدې ځایه ده، چې بايد د ماشوم د نوم ټاکلو په برخه کې ډېرې مشورې او ښه ژور فکر وکړو، ځکه همدغه نوم دی، چې دماشوم په راتلونکي کې د هغه په کړنو او شخصيت اغېز کوي.

نوم بايد داسې نه وي، چې د چم ګاونډ خلک ورنه ناوړه مانا واخلي، په ويلو کې اسانه خوږ او په ليکلو کې اسانه او لنډ وي، د مانا په لحاظ ښکلی وي، حتا د ځينو ګاونډيو هېوادونو په ژبو کې دې هم د هغه مانا وليدل شي، ځکه چې ښايي هغوی سره هم ډېرې نږدې اړيکې ولري په ر اتلونکي کې او خدای مه کړه د حقارت او کمي حالت سره مخ شي.
د ماشوم له حقونو څخه يو هم دا ډېر مهم حق دی، چې پلار او کورنۍ يې بايد خپل ماشوم ته ښکلی او روان، ساده او ښه مانا لرونکی نوم غوره کړي،
مبارك دي وي تولو ته،،

سميع الله لغماني

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب