د سترو انسانانو د بریا راز په څه کې دی؟

ډېری خلک داسې تصور کوي، چې په ژوند کې د بریا له پاره، ځانګړو شرایطو ( پیسې، امکانات، ملاتړو او نورو … ) ته اړتیا لري، خو د بریالیو کسانو ژوند ته په کتو دا څرګندېږي، چې له هغوی څخه ډېری کسانو یې نه پیسې درلودې او نه هم خاصې ځانګړتیاوې، هغوی یوازې د بریا په راز او رمزونو باندې ځانونه پوه کړل او په ژوند کې یې ترې کار واخیست. آیا پوهېږئ د سترو انسانانو د بریا راز په څه کې دی؟ که چېرې تاسو هم غواړئ، په ژوند کې یو بریالی کس واوسئ، نو د بریالیو کسانو اووه رازونه ولولئ، کوم چې په دې لیکنه ترې یادونه شوې ده او هڅه وکړئ، چې په تدریج سره، په خپل ژوند کې بدلونونه را منځته کړئ.

لومړی راز: پیسې خپله اصلي موخه نه ګڼي

که فکر کوئ، چې د بریالیو کسانو اصلي موخه د پیسو لاسته راوړل دي، نو تېروتنه کوئ. که چېرې یوازې د پیسو له پاره کار وکړئ، نو هېڅکله به کوم ځای ته ونه رسېږئ، هڅه وکړئ، چې د خپلې ارې موخې تر څنګ، له سخت کار او ډېرې مطالعې څخه، پیسې د یوې اړخیزې موخې په توګه په پام کې ونیسئ. بریالي کسان تل د بازار وضعیت او مخ پر وده کار و بار ته په پام سره نظریې وړاندې کوي او پرې پانګونه کوي.

هغه روغتیا پال ( ډاکټر ) چې د ناروغ د درملنې د تشخیص له پاره هڅې کوي، هغه وکیل، چې هر ډول درواغ وایي، ترڅو په محکمه کې بریالی شي او هغه انجینر، چې په ډېرو هڅو او کوښښونو سره یوه نقشه جوړوي، ترڅو یوه بې سارې ودانۍ جوړه کړي، ټول د یوې موخې له پاره فکر کوي. د بریا په تګلوري کې د دې ګټورو بوختیاوو، یو شاعر، موسیقي پوه یا د هغه هنرمند ترمنځ چې د نقاشۍ یوه تابلو را منځته کوي هېڅ توپیر شتون نه لري. بریالي کسان د امکان تر بریده، خپل ژوند د شتمني راټولو ته نه ځانګړی کوي.

دویم راز: له تبعید کېدلو څخه نه وېرېږي

د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې، تل دوه تګلوري شتون لري، یو له دې دوو تګلورو څخه خطره منل دي او که چېرې هغه وټاکئ، نو له نورو څخه به توپیر ولرئ. فرض کړئ، په یوې خاصه برخه کې، په یوې نوې تګلارې باندې، چې د نورو له نظره زیات خطر لري پانګونه وکړئ، پرته له شکه د هغې برخې د ډېری فعالینو له خوا  به دا یو احمقانه کار وي، خو که چېرې په خپل تصمیم باندې بشپړ باور لرئ، نو ترسره یې کړئ او له تبعید کېدلو څخه مه ډارېږئ، البته دا تګلاره خپلې ځانګړې ښېګڼې او نیمګړتیاوې لري، له دې سره سره، مهمه داده، له خپل اقدام او هغه کار څخه، چې تمرکز مو پرې کړی دی، خوښ او راضي یاستئ.

درېیم راز: له تېر څخه سخت کار ترسره کوي

هغه شمېر کسان، چې چمتو دي، په حقیقت باندې د خپلو خوبونو د بدلولو له پاره لګښت ورکړي او سرښندنه وکړي، د ګوتو په شمېر دي. که چېرې څوک له پیله تاسو ته ووایي، چې خپلې موخې ته رسېدو له پاره، څومره وخت او څومره مطالعې ته اړتیا لرئ، نو احتمالاً هېڅکله به هغه کار ترسره نه کړئ، خو یو بریالی کس، د خپلې خوښې کار د ترسره کولو له پاره ډېر ساعتونه مصرفوي، دا نه یوازې بریا، بلکې په حقیقت کې د خپل ژوند په تګلاره کې یو ښکلی بدلون په پام کې نیسي. په یاد ولرئ، چې د بریا په لاره کې باید هرڅه حتا هغه تېروتنې، چې د تګلوري په اوږدو کې یې کوئ، ومنئ او پوه شئ، کله چې د لارې په خنډونو باندې غالب کېږئ، نو ستاسو له پاره بریا لا پسې خوږېږي.  

څلورم راز: ماتې ته د پرمختګ د لامل په سترګه ګوري

بریالي کسان نه یوازې د لارې په اوږدو کې له هغو ماتو او تېروتنو څخه نه ډارېږي، کومې چې ډډه نه شي ترې کېدای، بلکې په خوا یې ور خوځېږي، په داسې حال کې، چې ډېری کسان له ماتې او له هغې څخه را ولاړ شوي، شرم او دغه راز د بریا په لاره کې د ډېر لګښت له ورکړې څخه وېرېږي او هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي، بریالي کسان پوهېږي، چې تېروتنې له موږ سره مرسته کوي، ترڅو وپوهېږي، چې کوم کار نباید ترسره کړي او بریا ته د رسېدو په لاره کې کومو تجاربو ته اړتیا لري. هغه کسان، چې هېڅکله تېروتنه نه کوي، نو د ماتې له پاره چمتو والی نه لري او له دې امله، که چېرې کومه ورځ ورسره مخامخ شي، نو ډېر زیان به وویني؛ ځکه له ماتې سره د مخامخ کېدو تجربه نه لري، تر ډېره هېڅکله به ښه نه شي. کوچنۍ ماتې، چې په لنډو واټنونو کې را منځته کېږي، د دې سبب ګرځي، ترڅو ځان ښه وپېژنو او په پایله کې یو محافظه کار او هوښیار شخص شو

پنځم راز: زغم لري، ځکه بریا په لاره ده

په نننۍ نړۍ کې ټول غواړي، چې په یو مخیزه توګه بریالي شي، بسنه کوي، چې د مجازي فضا ګانو او ټولنیزو رسنیو ورځ تر بلې ډېرښت ته وګورئ. بریالي کسان په یو مخیزه توګه بریا ته نه دي رسېدلي، بلکې کلونه کلونه تېر شوي، چې هغې ته رسېدلي دي. د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې ډېری ماشومان، چې په شتمنو کورنیو کې نړۍ ته راغلي دي، فلمي ستوري او یا د شرط وهنې د لوبې ګټونکي دي، په پایله کې په اروایي فشار، په مخدره توکو او الکولو اخته کېږي. ځکه هغوی پوهېږي، چې له وخت څخه یې سمه ګټه نه ده پورته کړې او هڅه یې نه ده کړې، ترڅو د هغه څه وړ شي، چې ښه بخت یې ورکوي او له دې امله هغوی ته ارزښت هم نه لري.  دغه کسان په نفس باندې له ډېر ټیټ اعتماد څخه برخمن دي. تر ټولو خوشاله هغه کسان دي، چې د وخت په اوږدو کې په خپلې هڅې سره خپلې موخې ته رسېږي او په دې لاره کې ډېر څه زده کوي، لوړې او ژورې تجربه کوي، چې د ځواکمن کېدو سبب یې ګرځي.

شپږم راز: کله چې پرمخ یې لاره تړل کېږي، نو خپل تګلوري ته بدلون ورکوي

ډېری کسان په خپل تګلوري باندې ثابت پاتې کېږي او پرځای د دې، چې خپله نظریه د لارې له بدلونونو سره همغږې کړي، هڅه کوي، چې له هر ډول بدلونونو څخه ډډه وکړي او په یوه ثابت تګلوري باندې پرمخ لاړ شي، تر ټولو شتمن، خوشاله او ستر کسان هغه خلک دي، چې نړۍ په هغه ډول مني، په کوم ډول چې ده. هغوی هغو بدلونونو ته هرکلی وایي، کوم چې د لارې په اوږدو کې ورسره مخامخ کېږي او له هرې موکې څخه ګټه اخلي، ترڅو خپلو خوبونو ته د رسېدو چانس لا پسې زیات کړي. البته سمه نه ده، چې تل تګلوری بدل کړئ، هر څه ته په بشپړه توګه بدلون ورکړئ، خو په یاد ولرئ، چې انعطاف منونکی اوسېدل، د بریا کیلي ده.

اووم راز: خپل پیاوړي ټکي وپېژنئ او خپل کمزوري ټکي اصلاح کړئ

هر څوک پیاوړي او کمزوري ټکي لري او دا هېڅ د شخص د استعداد په کچې او یا دا چې څومره یې سخت کار او مطالعه کړې، تړاو نه لري. په یاد ولرئ، چې هېڅوک بشپړ نه دی. پوه او هوښیار کسان کولای شي، چې په چټکه توګه خپل کمزوري ټکي وپېژني او د هغو د لرې کولو له پاره هڅې وکړي، یا دا چې خپل کمزوري ټکي په پیاوړو ټکو بدل کړي، نو له دې امله نباید، له دې څخه وشرمېږئ، چې په ځینو مهارتونو کې کمزوري یاستئ. کمزوري ټکي په بشپړه توګه د دې سبب ګرځي، ترڅو له خپلو پیاوړو ټکو څخه ډېره او سمه ګټه واخلئ. 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب