د سترګو عینکې

 دا چې موږ په یوه عننوي او سنتي ټولنه کې ژوند کوو، نو ډېر دې ته زړه نه ښه کوو چې عینکې په سترګو کړو؛ ځکه له دې وېره لرو چې ګواکې د کلیوالو، مشرانو، ملګرو او یا نورو عامو وګړو له غبرګون سره مخ نه شو. یا دا چې زموږ په ټولنه کې یوازې هغه کسان عینکې په سترګو کوي چې د کوم خاص منصب او دندې خاوند وي، راځئ سر له همدې ننه دغه څه ته د پای ټکی کېږدو او تر هر څه لومړی خپلې روغتیا ته ارزښت ورکړو. (د ژباړن خبرې)

لمر ضد عینکې

لمر ضد عینکې لکه د لمر ضد کرېمو په څېر ارزښتناکې دي، کله چې له کوره بېرون وځئ هرو مرو ترې ګټه واخلئ، سوځونکی او مخامخ لمر د سترګو لپاره ضرر رسوونکی دی؛ کله چې سترګې د لمر له UV شعاو سره مخ کېږي نو ښکاره خبره ده چې له کچې زیات زیان ورته رسوي.

دا چې څه ډول د خپل ځان لپاره د لمر ضد عینکې غوره کړو، دغه لیکنه درسره مرسته کوي.
زه چې کله هم په سفر او یا رخصتۍ باندې ځم، نو عینکې مې هرو مر په سترګو وي، له عینکو پرته هېڅ ځای ته سفر نه شم کولی، ان که برېتانیا ته هم وي؛ ځکه زه فکر کوم کېدای شي په هغو ورځو کې چې زه په برېتانیان کې وم، هومره ورېځ نه وي، نو عینکې مې له یاده نه وځي.

د لمر ضد عینکو ځانګړنې

د عینکو اخیستو تر ټولو سخته مرحله د ډېرو په منځ کې د یو جوړ ښو عینکو ټاکنه ده چې نن سبا په بازار کې پلورل کېږي، که غواړئ د ځان لپاره نوې عینکې واخلئ، نو طراحي، کیفیت او د لمر په وړاندې یې د سترګو ساتنه تر ټولو اړینې ځانګړنې دي.

کیفیت:
د لوړ کیفیت لرونکې عینکې کېدای شي تر ډېره دوام وکړي؛ ځکه خو وایي: ((ارزان بې علته او قېمته شی بې حکمته نه وي.))

ساتنه:
کومې عینکې چې تاسو یې د ځان لپاره خوښوئ، بايد د لمر پر وړاندې د UVA, UVB او UVC وړانګو د انعکاس وړتیا ولري؛ ځکه که تاسو دغه څه په پام کې ونیسئ نو ډاډه به یاست چې ستاسو سترګې نور د لمر پر وړاندې له هېڅ کوم ګواښ سره نه دي مخ.

برنډ:
ډېری کسان د برنډ لپاره ډېر ژمن وي؛ ځکه یا خو یې له دې برنډه یې ډېره ګټه اخیستې وي او هر څه یې خپله ازمویلي وي یا دا چې د بل له خولې یې ډېر صفتونه ورته شوي وي. یو څه ته مو باید پام وي، چې د یوې فابریکې جنس د تل لپاره په هماغه یو ډول نه وي، نو اړینه نه ده چې په برنډ پسې وګرځئ، په هرو هغو عینکو کې مو چې پورتنۍ ځانګړنې پیدا کړې غوره دي.

پښتنه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب